1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي عراق ته روزونکي واستوي

دویچه ویله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ آذر ۲۱, جمعه

آلمان په عراق کي کوردي مليشو ته تر مخه لا د «اسلامي دولت» پر ضد جګړه کي تجهيزات سپارلي ول. خو اوس آلمان غواړي چي سيمي ته خپل عسکر د کوردي ملیشو د روزلو له پاره هم ولېږي.

https://p.dw.com/p/1E3F2
انځور: Reuters/Wolfgang Rattay

د آلمان د دفاع وزيري اورزلا فون ډېر لاين «بېلډ» نومي آلمانۍ ورځپاڼي ته سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ بايد اسلامي دولت له پوځي لحاظه مات کړو.» د آلمانۍ وزيري دغه وينا ډېره روښانه او څرګنده ده. د آلمان حکومت غواړي چي د «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کي خپله همکاري او فعاليت زيات کړي. حکومت غواړي چي په دې ترڅ کي د عراق په شمال کي د کوردي مليشو سره مرستي لا پراخي کړي او اېربيل ته تقريبا ۱۰۰ آلماني عسکر ولېږدوي.

د آلمانۍ ورځپاڼي «شپيګل آنلاين» د راپور په حواله د آلماني عسکرو ياده ډله به د ۲۰۱۵م کال په پېل کي خپلواکمنو کوردي سيمو ته ولېږدول سي. دغه آلماني عسکر به د کوردي مليشو پيشمرګه پر پوځي روزنه پېل وکړي. زياته سوې ده چي د نورو پوځي روزني تر څنګ به د ماينونو کشفول او د هغوی له شنډول هم د پوځي روزني برخه وي.

آلمان د عراق شمال ته د نورو مرستو تر څنگ تجهیزات هم استولي دي
آلمان د عراق شمال ته د نورو مرستو تر څنگ تجهیزات هم استولي ديانځور: picture-alliance/dpa

په عراق کي د آلماني عسکرو له خوا د کوردي مليشو د پوځي روزني ماموريت به د «اسلامي دولت» پر ضد د نړیوال ائتلاف د مبارزې په چوکاټ کي انسجام او عملي کړای سي. آلمان تر مخه لا کوردي مليشو ته وسلې او تجهيزات لېږلي ول او د دغو تجهيزاتو څخه د کار اخيستنې له پاره يې په عراق او آلمان کي هغوی ته پوځي روزنه ورکړې وه.

آلمان د کوردي مليشو د پوځي روزني په ماموريت سره غواړي د نړیوالو بحرانونو په ترڅ کي ازمويل سوی يو اوزار په کار واچوي. دغه اوزار د دې څخه عبارت دی چي ځايي قواوو ته داسي تقویت ورکړل سي چي هغوی خپله مرسته په خپله وکولای سي. دغه اوزار په نزدې وختونو کي په افغانستان، صوماليه، مالي او عراق کي ازمويل سوی دی. د دې مقصد دا وي چي د سيمي قوتونه په دغه سيمه کي د امنيت ساتنې وظيفه پر خپله غاړه واخلي.

د آلمان د ولسمشر يوآخيم ګاوک په شمول د آلمان يو شمېر وزيرانو د روان مېلادي کال په پېل کي دا خبره تکرار کړه چي آلمان بايد په نړیواله توګه لا زيات مسؤليت پر غاړه واخلي. په آلمان کي د پوهي او سياست په نوم بنسټ د خپلي يوې څېړني په راپور کي ليکلي دي آلمان غواړي چي په نړیواله توګه په داسي توګه زيات مسؤليت پر غاړه واخلي، چي پکښي فعاله جنګي فعاليت ته اړتيا نه وي او په وینا یې د دې له پاره پوځي روزنه ښه انتخاب دی.

د آلمان د اپوزیسیون د زرغون ګوند د امنيتي چارو د سياست ويانده Agnieszka Brugger د آلمان له خوا د کوردي مليشو د ملاتړ ستاينه کوي، خو وايي چي دا تضمين نه سته چي دغه ماموريت به د بحران په سړولو کي مرسته وکړي.

په آلمان کې د «پیشمرگه» په نوم د کوردي ملیشو له روزنې څخه د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دیر لاین، کتنه کوي
په آلمان کې د «پیشمرگه» په نوم د کوردي ملیشو له روزنې څخه د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دیر لاین، کتنه کويانځور: Reuters/Wolfgang Rattay

د زرغون ګوند نوموړې سياستواله وايي: «د دغې ستراتيژۍ د پرمخ بيولو په ترڅ کي دا پوښتنه مطرح کيږي او بايد چي دغه پوښتنه وسي چي چا ته تجهيزات او يا روزنه ورکوله کيږي. بايد چي د دې ارزونه په ډېر احتياط سره وسي او دا خبره يقيني کړای سي چي هغه وسله او پوهه چي دغې ډلې يا کس ته ورکول کيږي، هغه به يې د هغه څه په ګټه په کار واچوي چي په پلان کي نيول سوي او ايا د بحران په سړولو کي به ګټوره تمام سي که نه. ايا دا خو به سرچپه د تاوان او د سولي او امنيت د لا خرابېدو باعث نه ګرځي.»

خو د آلمان د پوځ پخوانی جنرال هارالډ کويات وايي چي د امريکا په شمول هيڅ هيواد نه غواړي چي عراق او سوريې ته د «اسلامي دولت» پر ضد جګړه کي خپل مځکني عسکر ولېږدوي. د هغه په وينا له همدې کبله د آلمان د اوسنۍ ستراتيژۍ پرته بله لاره نه سته.