1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ ايا په اِسن کي د بريد پلان داعش جوړ کړی وو؟

۱۳۹۵ اسفند ۲۲, یکشنبه

آلماني پولیسو په اِسن ښار کې د تروریستي ګواښونو په ارتباط دوه تنه نیولي دي. پولیسو له امنیتي سرچینو څخه د یوه پلان شوي برید په اړه د خبر ترلاسه کولو وروسته، د دغه ښار یو بازار تړلی دی.

https://p.dw.com/p/2Z3oE
Polizei schließt nach Terrordrohung Einkaufszentrum
انځور: picture alliance/dpa/B. Thissen

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۱مه نېټه) لسګونه پولیس په اِسن ښار کې د "Limbecker Platz" په نوم د خریدارۍ د سرپټي مرکز په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي ول. یوه ورځ مخکې تر دې پولیسو په دغه سیمه کې د یوه ترهګریز برید ترسره کیدو په اړه مؤثق شواهد ترلاسه کړي ول.

د «بلډ» آلمانۍ ورځپاڼې د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي دي چې دغه ګواښونه په بالقوه شکل د څوګونو ځانمرګي بریدونو په اړه وه. په عین وخت کې دغه بازار ته نږدې ګراجونه او تر زمکې لاندې د ریل تم ځایونه هم بند کړای شول او د ساحي د کنترول له پاره پلټونکي سپي مؤظف کړای شوي ول.

د اِسن ښار د پولیسو یوه ویاند د رویټرز خبرې آژانس ته ویلي دي: «موږ له امنیتي منابعو څخه د یوې پلان شوي حملې په اړه ډیر جدي نښې نښانې ترلاسه کړي دي چې ټاکل شوی وه نن ترسره شي.»

وروسته پولیسو امر وکړ چې دغه مرکز چې د آلمان د خریدارۍ یو له لویو مرکزونو څخه شمیرل کیږي، د شنبې په ورځ دې ټوله ورځ تړلی پاتې شي. پولیس په دې اند دي چې دغه برید یې خنثاء کړی دی.

د شنبې په ماښام پولیسو خبر ورکړ چې د دوی پلټنې او بررسۍ دوام لري او په دې برخه کې یې د خلکو له همکارۍ مننه وکړه.

د داعش د برید طرحه؟

د آلمان خبري آژانسdpa  او «بلډ» د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي دي چې د دې برید طرحه د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې د ملیسشه و کار دی. امنیتي منابعو ویلي دي چې یو آلمانی چې سوریې هیواد ته تللی او هلته یې د داعش په ملاتړ جګړه کړې د دغه برید اصلي طراح دی. زیاته شوی چې دغه کس په اِسن کې له یو شمیر خلکو سره د دغه برید د سازماندهي کولو له پاره اړیکه نیولی او هغوي ته یې د بم جوړونې طریقه د انلاین چټ له لارې استولې ده.

د آلمان د دغه ایالت "نورد راین وستفالن" د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د داعش له خوا د دغه خنثا شوي برید د طرحې اړوند د رپوټونو په هکله له خپل نظر څرګندولو څخه ډډه وکړه.

دوه تنه نیول شوي

د اِسن په ګاونډي ښار "اوبر هاوزن" کې د دغو امنیتي ګواښونو په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. د یوه اپارتمان تر پلټنې وروسته یو تن د پولیسو له خوا نیول شوی او تحقیقات ترې شوي دي. دویم تن هم د دې اپارتمان ترڅنګ له یوه نټ کافی څخه نیول شوی.

امنیتي منابعو د آلمان خبري آژآنس ته ویلي دي چې که څه هم دغه دوه تنه د داعش له آلماني ملیشه و سره د ارتباط په تور نیول شوي دي، خو له دوی سره د دغه احتمالي برید د عاملینو په څیر چلند نه دی شوی.

آلمان هم د بریدونو هدف

د "Limbecker Platz" خریدارۍ مرکز د انټرنټ پاڼې په حواله، دغه بازار تر ۲۰۰ ډير دوکانونه لري او د شنبې په ورځ په عادي حالاتو کې د شاوخوا ۶۰ زره کسانو کوربه وي.

په آلمان کې د بریدونو د لړۍ په دوام، دغه هیواد د ترهګریزو بریدونو د هدف په توګه باقي پاتې دی. د دغو بریدونو له جملې څخه تیر کال یوه تونسي مهاجر د کریسمس په بازار کې له لارۍ موټر سره برید وکړ او ۱۲ تنه یې ووژل.

د تیر کال په جولای میاشت کې یوه ایراني الاصله الماني په مونشن ښار کې ۹ تنه په ډزو ووژل او په پای کې یې ځان هم وواژه.

د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د دغو بریدونو له جملې څخه په هامبورګ کې د یوه ځوان د وژنې، په انسباخ کې د ځانمرګي برید او په ورتسبورګ کې د تبر په وسیله د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

داعش څنګه رامنځ ته شو؟ يوه لنډه انځوريزه تاريخچه 
زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016)