1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د طنز له لاري د سلفيانو پر ضد مبارزه وکړي

۱۳۹۸ شهریور ۴, دوشنبه

د اساسي قانون د ساتنې کورنۍ استخباراتي اداره غواړي چي د توندلاريتوب پر ضد د «جهادي احمق» په نوم يو يوټيوب کانال جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/3OUQ0
Symbolbild zu den Anwerbeversuchen der radikal-islamistischen IS Islamischer...
انځور: picture-alliance/dpa

د سلفيت او اسلامستي توندلاريتوب پر وړاندي د آلمان د اساسي قانون د ساتنې د استخباراتي ادارې نوې پروژه پېل کړې. په دې ترڅ کي به د ويډيوګانو له پاره پر انټرنټي پاڼه يوټيوب دوه ځانګړي کانالونه جوړ کړل سي. د يوټيوب يو چېنل به د (Jihadi-Fool) »جهادي احمق« د طنز او کاميدي چينل وي او دويم چېنل به مستند او پوهنيز چېنل يا کانال وي.

دغه پروژه د يادې استخباراتي ادارې د نورد راین ويستفالن ايالت د څانګې له خوا په آلمان کي اوسېدونکو مسلمان ځوانانو د توندلاري کېدو د مخنيوي په مقصد جوړه کړې ده. د »جهادي احمق« لومړۍ درې ويډيوګانې د آلمان په کولون ښار کي د روان ۲۰۱۹م کال په اګست مياشت کي د کمپيوتري لوبو په لويه مېله کي نندارې ته وړاندي کړل سوې.

۳۲ طنزي او ۱۶ پوهنيزي ويډيوګانې

د پروژې د تمويل کوونکو له خوا په يوه خبري اعلاميه کي ويل سوي دي چي په دغو ويډيوګانو کي طنز او کمېدي په مرسته د »توندلاريتوب، ترهګرۍ او اسلاميزم« موضوعات څېړل کيږي او دا چي دغه مفکورې څومره غېر معقولي دي. په پام کي ده چي پر ياد يوټيوب کانال به د يو کال په جريان کي ۳۲ طنزي او ۱۶ پوهنيزي ويډيوګانې خپرې کړل سي. پر دغه پروژه به ۵۰۰ زره یورو مصرف راسي.

هغه لومړۍ ويډيوګانې چي پر ياد يوټيوب چېنل ايښودل سوي دي، د ځينو کتونکو له خوا خوښي کړل سوي او ځينو دغه پروژه او تمويل يې د ماليو د پيسو بې ځای مصرفول بللي دي.

۳۱۰۰ فعال توندلاري

د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت د کورنيو چارو وزيل هېربرت رويل په یو رسنيز وضاحت کي ويلي دي چي د داعش نظامي ماته دا معنی نه لري چي هغه ۳۱۰۰ سلفيان چي په دغه ايالت کي ژوند کوي، ورک سوي دي وي. د هغه په وينا»هغوی لا فعال دي او ټول امکانات په کار اچوي چي ځوانان جلب کړي.«

د هغه په وينا له همدې کبله دا ډېره مهمه ده چي د ځوانانو د توندلاري کېدو د مخنيوي په مبارزه کي له انلاين امکاناتو څخه هم کار واخيستل سي. د رويل په وينا »موږ بايد هغو کانالونو ته ورسو، چي ځوانان ورځي.«

د اُفق په نوم د اسلام او اسلام ضد تمايلاتو څېړونکي سازمان کارپوهه جوانه ګل سُرخ وايي چي دغه ويډيوګانې يوه ښه مفکوره ده. خو د هغې په وينا دلته دا هم مهمه ده چي دغه ويډيوګانې د چا تر چتر لاندي تر سره کيږي. د ګل سُرخ په آند که د دولتي ادارو پر ځای داسي پروژه د مشهورو او اغېزلرونکو يوټيوب څهرو سره همکاري موجوده وي نو ښايي دغه پروژې لا بريالۍ وي.

دا چي دغه پروژه به تر يوه کال ميعاد وروسته بيا تمديد سي که نه لا نه ده څرګنده. ښايي دا په دې پوري هم اړه ولري چي دغه پروژه په کومه اندازه بريالۍ کيږي.

Wright, Louisa/A.A./N.Z.