1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د سولې له پاره د اديانو لسم کانفرانس پېل سو

۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

د نړۍ د بيلو اديانو مخکښه عالمان د آلمان په لينداو سيمه کي سره راټول سوي چي د سولې پر موضوع سلا مشورې وکړي. دا د خپل نوعيت لسم نړيوال کنفرانس دی.

https://p.dw.com/p/3ODSr
Deutschland Lindau Konferenz Religions for Peace
انځور: DW/Z. Ahmed

دغه کنفرانس د »اديان د سولې له پاره« تر عنوان لاندي جوړ سوی دی چي پکښي له ټولې نړۍ څخه تر ۱۰۰۰ زيات ديني مشران، مېرمني، ځوانان او نور کسان برخه اخلي. دغه کنفرانس د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹ کال د اګست ۲۰) پېل سو او درې ورځي به دوام وکړي. د عالمانو د کنفرانس تر څنګ د ځوانانو او مېرمنو جلا غونډي هم تر سره کيږي چي پکښي پر سوله خبري اتري کيږي.

په دغه کنفرانس کي د مسلمانانو، عيسويانو، يهوديانو، بودايانو، سيکانو، زردشتيانو او نورو اديانو عالمان برخه اخلي. هغوی پر دې سلا مشورې سره کوي چي اديان څنګه د انسانانو د سره نژدې کولو له پاره لا لوی رول لوبولای سي.

په ټوليزه توګه تر۱۲۵ د زياتو هیوادونو څخه نژدې ۸۰۰ ديني عالمان او مشران، تر ۱۰۰ زيات حکومتي استازي او تر ۱۰۰ د زياتو غير دولتي سازمانونو استازي په دغه کنفرانس کي ګډونوال دي.

ويليام فيندلي چي د کنفرانس عمومي سکرتر دی د دغه کنفرانس په پرانيستنه کي وويل: »د ديني جوامعو تر منځ د همکارۍ له لاري د انسانانو تر منځ سوله غوړيږي او ټولني ته نوري ګټي هم رسوي.« د هغه په وينا دا ډول کنفرانسونه د دې هم لامل کيږي چي د بيلو اديانو تر منځ يو له بل څخه د ممکنه بېري شتون ليري کيږي.

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير د کانفرانس په لومړۍ ورځ د پرانستنې په مراسمو کي ګډون درلود. شتاين ماير وويل چي اديان کولای سي چي په سوله رامنځ ته کولو او د لانجو د مخنيوي په لاره کي مرسته وکړي. هغه زياته کړه: »د اديانو رهبران بايد چي دا پيغام د اديانو پېرويانو ته ولېږدوي چي سوله د هغوی له پاره ازادي، بشري حقونه او خوشالي راوړي.«

شتاين ماير وويل چي له دين څخه په سوی استفادې نه بايد چي تاوتریخوالی توجيه سي. هغه زياته کړه:»اديان د دې وړتيا هم لري چي د يو خارق العاده قدرت په توګه د بشري ژوند د مفهوم په تلاښ کي مرسته وکړي.«

که څه چي دغه کنفرانس په تيرو ۵۰ کالو کي د لسم واري له پاره دايريږي خو دا لومړی واری دی چي آلمان يې کوربه توب پر غاړه لري.

په دغه کنفرانس کي به پر لاندنيو موضوعاتو بحثونه وسي:

ـ د راتلونکي په تړاو مشترکې اندېښنې
ـ د مځکې د کورې ساتنه او د سولې مثبت مفهوم
ـ له جګړې او تاوتریخوالي څخه ډډه
ـ يو سم ټولنيز نظم
ـ د نړيوالو ستونزو د هواري په لاره کي د اديانو رول

دغه کانفرانس به د ۲۰۱۹م کال اګست مياشتي پر ۲۳مه نېټه د درو ورځو دايرېدنې وروسته پای ته ورسيږي.

ر.ش./ا.ا./ن.ز.