1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د شري پر موضوع ښايي بعضي والدين جريمه سي

۱۳۹۶ خرداد ۷, یکشنبه

د آلمان پارلمان ته یو نوی داسې قانون وړاندې شوی چې په دې هیواد کې د ماشومانو د روغتیا مرکزونه دې ته اړ کیږي چې د هغو ماشومانو د والدینو په هکله حکومت ته خبر ورکړي، چې خپل ماشومان نه واکسینوي.

https://p.dw.com/p/2dhN0
Montage Masern Virus
انځور: Courtesy of C. S. Goldsmith; William Bellini, Ph.D./CDC/dpa/Montage: DW

آلمان غواړي چې په هیواد کې په والدینو فشار نور هم زیات کړي. دا په دې معنی چې په دې هیواد کې والدین اړ دي چې خپل ماشومان د بیلابیلو ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي. په دې وروستیو کې آلمان د سرخکان يا شري ناروغۍ د ډیریدو شاهد وو. دغه تازه قانون د آلمان د روغتیا د وزیر، هیرمن ګروهې لخوا د دې هیواد پارلمان ته وړاندیز شوی دی او ټاکل شوې چې دغه نوی قانون به د بحث له پاره د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد د پارلمان مشرانو جرګې ته ورسیږي.

د آلمان د پارلمان مشرانو جرګې یا بوندیز رات پر دې وړاندیز شوي قانون له وړاندې نه نیوکې کړي او وايي چې په دې کار سره د والدینو او د ماشومانو د روغتیايي مرکزونو ترمنځ واټن به لا ډیر شي.

تر اوسه دا د ماشومانو په روغتیايي مرکزونو پورې اړه درلوده چې روغتیايي چارواکو ته د داسې والدینو په هکله د خبر ورکولو پریکړه وکړي چې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو لارښوونې نه عملي کوي. خو د نوي قانون په اساس دوی اړ دي چې په دې صورت کې حکومتي چارواکو ته خبر ورکړي. که چیرته والدین د واکسین دغه لارښوونې عملي نه کړي، نو د آلمان د قانون په اساس به تر ۲۵۰۰ یورو جریمه ادأ کوي.

دغه اقدام په داسې حال کې اخیستل کيږي چې روان کال په آلمان کې د سرخکان پیښې په بې سارې توګه ډیرې شوي دي. د شمیرو له مخې په آلمان کې د روان کال د اپریل میاشتې تر پایه پورې ۵۸۳ د سرخکان پیښې ثبت شوي په داسې حال کې چې د تیر کال په ۱۲ میاشتو کې د سرخکان ۳۲۵ پیښې ثبت شوې وې.

د یادولو وړ ده چې د سرخکان زیاتره پیښې د آلمان د نورد راین ویستفالن په ایالت کې رامنځته شوي دي چې شمیر یې د مې میاشتې تر نیمايي پورې ۳۸۱ پیښو ته رسیږي. دغه شمیر بیا د تیر کال په ټولو ۱۲ میاشتو کې ۲۸ پیښې وو.

روان کال  د سرخکان د ناروغۍ له امله د آلمان د ایسن په ښار کې یوې ۳۷ کلنې میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.05.2017):