1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د مهاجرینو د ژبې د پیژندنې کمپیوتري پروګرام

۱۳۹۶ خرداد ۶, شنبه

يوې آلمانۍ ورځپاڼې ادعا کړې چې آلماني چارواکو د ژبې د پیژندنې د شته کمپیوتري پروګرامونو په مټ کولای شول چې اسلامست ترهګر او ښي اړخي تورن ترهګر تر وخت مخکې وپیژني. خو انتقاد کوونکي بیا د دې پروګرامونو پر پایلو شکمن دي.

https://p.dw.com/p/2dg5T
Symbolbild Radiointerview
انځور: picture alliance/dpa/J. Büttner

د آلمان د مهاجرت اداره د هغو پناه غوښتونکو د اصلي هیواد د موندلو په موخه چې د پیژندنې اسناد ونه لري، د ژبې د پیژندنې د نویو کمپیوټري پروګرامونو د نه کارونې له امله تر سختو نیوکو لاندې ده.

د جمعې په ورځ د «فرانکفورتر الګماینه سایتونګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې پر ادارې یا «بامف» تور پورې کړې چې دې ادارې تیر کال داسې کمپیوټرې پروګرامونو ته لاس رسی درلود چې په مټ یې دوی کولای شول د یو مهاجر د ژبې په مټ د هغه اصلي هیواد پیدا کړي. ورځپاڼه زیاتوي چې دې ادارې د دې راز پروګرامونو له ازموینو د دې په خاطر ډډه کړې چې په دې کار سر په آلمان کې د محرمیت او د معلوماتو د خونديتوب قانون تر پښو لاندې کیږي.

د ژبې او لهجې د پیژندنه

یادې ورځپاڼې د «بامف» د یوې بې نومه سرچینې په حواله رپوټ ورکړی چې یادې ادارې په ۲۰۱۶م کال کې د ژبې او لهجې د پیژندنې د کمپیوټري پروګرامونو له پاره له آلماني او اسرایلي شرکتونو څخه وړاندیزونه ترلاسه کړي وو او د دې پروګرامون د ازموینې لړۍ سږ کال پیل شوې ده.

آلمان ته راغلي کابو ۶۰ سلنه مهاجرین د پیژندني رسمي اسناد په لاس کې نه لري او د یو مهاجر د مبداء هیواد پیدا کول آلماني چارواکو ته د دې له پاره هم سخت کار دی چې بیا د یو رد مهاجر د اخراج په وخت کې دوی له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ وي.

یاده ورځپاڼه همدا راز ادعا کوي چې د دغو کمپیوټري پروګرامونو پر کاروونې د دې امکان وو چې د دوه داسې پناه غوښتونکي وپیژندل شي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې وه او بیا وروسته یې په دې هیواد کې ترهګریز برید پلان کړی وو. په دې کسانو کې د تونیس اوسیدونکی انیس عامري چې د برلین د کریسمس پر بازار د ترهګریز برید عامل دی او په آلمان کې د مصري تابعیت سربیره په نا سمو نومونو ځان ثبت کړی وو. دوهم کس د فرانکو د آلمان د پوځ یو ښي اړخی سرتیری دی چې ځای یې په آلمان کې د یو سوریايي مهاجر په نامه ثبت کړی وو او غوښتل یې په دې توګه یو ترهګریز برید ترسره کړي.

د امریکا د ملي امنیت د ادارې په څیر د اسرائیلو استخباراتي اداره هم د نوې ټکنالوجۍ د ګټې اخیستنې له امله ډیره پیژندل کیږي. دوی داسې کمپیوټري پروګرامونه کاروي چې بیلابیلې عربي لهجې پیژني. د آلمان د کورنیو چارو وزارت دویچه ویله ته د دې خبرې پخلی کړی چې دوی له مهاجرینو سره د مصاحبې پرمهال د عربي ژبې د پروګرامونو د ازموینې پلانونه چمتو کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.02.2017):