1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د پناه غوښتنې د دوسيو جوابونه په څو میاشتو کې

۱۳۹۵ دی ۲۵, شنبه

په آلمان کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ادارې یا «بي. اې. ام. اف» نوي مشر یوتا کورت ویلي دي چې د پسرلي تر پایه پورې به په دې اداره کې د ټولو ثبت شوو پناه غوښتنلیکونو پریکړه وشي.

https://p.dw.com/p/2VoPg
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge BAMF
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

یوتا کورت په دې وروستیو کې د آلمان د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ادارې یا «بي. اې. ام. اف» مشر ټاکل شوی دی. د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د یو نیم میلیونو څخه د ډیرو مهاجرینو په راتګ سره په دې هیواد کې د پناه غوښتنې د زرګونو غوښتنلیکونو پریکړه لا تر اوسه نه ده شوې.

په راتلونکو میاشتو کې د پناه ټولو غوښتنلیکونو ته د ځواب د ورکړې د هوډ د څرګندولو ترڅنګ کورت وویل: «موږ پریکړه کړې چې د پسرلي تر پایه به په آلمان کې د ثبت شوو ټولو غوښتنلیکونو پریکړه وشي. موږ غواړو چې پناه غوښتونکو ته ژر تر ژره دا معلومه شي چې آیا دوی په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه لري او که نه.»

په دې وروستیو کې د بي. اې. ام. اف لخوا د غوښتنلیکونو په څیړلو کې لږ څه چټکوالی راغلی دی. د ۲۰۱۶م کال په اوږدو کې یادې ادارې کابو اوه لکه د پناغوښتنلیکونه څیړلي دي. خو د دې سربیره په آلمان کې اوس هم ۴ لکه او ۳۴ زره مهاجرین د خپلو راتلونکي په هکله د پریکړې په تمه دي.

د ۲۰۱۶م کال په اوږدو کې کابو د ۱۰ زره پاکستاني وګړو د پناه غوښتنلیکونه څیړل شوي وو او له دوی څخه یوازې ۳۵۳ کسانو یا ۳.۵ سلنه کسانو ته په آلمان کې پناه ورکړل شوې او پاتې نورو کسانو ته د رد ځواب ورکړل شوی دی.

په ورته وخت په آلمان کې افغان مهاجرینو ته د مثبت ځواب د ورکړي کچه کابو ۵۵ سلنه ده او د عراقي مهاجرینو د منل کیدو کچه بیا ۷۰ سلنه ښوول شوی ده. خو بل لوري ته بیا په آلمان کې ۹۸.۱ سلنه د سوریې د وګړو د پناه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی او دوی ته په آلمان کې د قانوني مهاجر په توګه د ژوند کولو اجازه ورکړل شوې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.01.2017):