1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د ګاوک ځای شټاينماير ونيو

۱۳۹۵ اسفند ۲۹, یکشنبه

د آلمان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي نوی دولتي مشر دنده سنبالوي. فرانک والټر شټاينماير د يوآخيم ګاوک وروسته د آلمان ولسمشر سو.

https://p.dw.com/p/2ZUoG
Joachim Gauck und Frank-Walter Steinmeier
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

فرانک والټر شټاينماير په رسمي توګه د شنبې او يکشنبې تر منځ له شپې له ځايي وخت ۱۲ بجو يا په بله اصطلاح د مارچ د ۱۹مې نېټي له پېل څخه د آلمان د اتحادي جمهوريت دولسم ولسمشر دی.

خو شټاينماير به د يکشنبې (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۹مه نېټه) په غرمه په سمبوليکه توګه خپله دنده اشغال کړي. په دې ترڅ کي به پخوانی ولسمشر يوآخيم ګاوک او د هغه د ژوند ملګرې دانيېلا شاډټ و شټاينماير او د هغه مېرمني ته د ولسمشرۍ په ماڼۍ  بيلوو کي ښه راغلاست ووايي.

شټاينماير به د دولسم ولسمشر په توګه لوړه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲۲مه نېټه) په ځانګړو مراسمو کي وکړي. هغه به په دې ترڅ کي يوه وينا هم واوروي چي اټکل کيږي د نوموړي د ولسمشرۍ د دورې په تړاو به د هغه تګلاره هم روښانه کړي.

د يوآخيم ګاوک سره رسمي مخه ښه د جمعې په ماخستن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي د لويي پوځي تشريفاتي لمانځنې په ترڅ کي سوې وه. د مخه ښه په دغو مراسمو کي د آلمان د يو شمېر مهمو سياستوالو تر څنګ ۳۰۰ داوطلبانه مرستندويانو هم ګډون کړی ؤ.

پېژندل سوی سياستوال شټاينماير

فرانک والټر شټاينماير له ډېرو کلونو راهيسې د آلمان په سياست کې يوه اصلي څېره ده، چې وروستنۍ دنده يې د اتحاد او سوسيال دموکرات ګوند د لوی ائيتلاف په دوره کې د بهرنيو چارو د وزارت مشري وه. خو دا يوازې آخرنۍ چوکۍ وه چې دغه ۶۰ کلن سوسيال دموکرات سياستوال په خپل تقريبا ۲۰ کلن کاري ژوند کې يې لرلې ده. هغه د صدارت وزير، د فراکسيون مشر، د بهرنيو چارو وزير او د صدراعظمۍ له پاره کانديد هم پاته سوی دی.

دا چې د نوردراين وېستفالن آيالت د يوه ترکاڼ يا نجار زوی، فرانک والټر شټاينماير، د دولت په تر ټولو لوړه چوکۍ کې علاقه لري، ډېرو کتونکو د کلونو راهيسې انګېرلي وو. شټاينماير خپله د بهرنيو چارو د وزير په صفت په ډېرو سفرونو کې چې تقريبا ۴۰۰ زره کيلومتره يې د الوتکې د لارې په کال کې وهلي دي، نو تل يې ځان د يوه اصلي مشر په توګه ښوده چې تل يې غوښتل تعادل او انډول مراعات کړي.

د صدراعظم شرودر تر سيوري لاندې ترفيع

خپله کاري دوره شټاينماير د پخواني صدراعظم، ګېرهارد شرودر، سره جوخت شروع کړه. شټاينماير د شرودر د دفتر رئيس و کله چې نوموړی د نيدرزاکسن د آيالت لومړی وزير وو. کله چې سوسيال دموکرات ګوند به ۱۹۹۸ کال کې په برلين کې د حکومت جوړولو وظيفه تر لاسه کړه، نو شټاينماير د معيين او وروسته د صدارت د لوی وزير په توګه د پلازمېنې د سياسي قدرت مرکز ته ورانتقال سو. په ۲۰۰۵ کال کې هغه د صدراعظمې مېرکل د لومړي ائيتلاف په وخت د بهرنيو چارو وزير جوړ سو.

شټاينماير مرستيال صدراعظم و او د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د سوسيال دموکراتانو کانديد د صراعظمۍ له پاره هم و. هغوی دغه انتخابات وبايلل چې ډېرو د دغې ماتې پړه د شټاينماير له خوا له ولس سره د لږ پيوستون په نتيجه کې راټوکېدلې بللې وه. په ۲۰۱۳ کال کې شټاينماير له پارلماني انتخاباتو وروسته او د اتحاد او سوسيال دموکرات ګوندونو تر منځ د بيا ځلي ائيتلاف تر جوړېدلو روسته بيا خارجه وزارت ته ستون سو چې د آلمان د بهرني سياست په تر ټولو مخکښو څېرو کې راځي.

شټاينماير د ۱۹۵۶ کال د جنورۍ په پنځمه په دېتمولد کې زېږېدلی چې له قاضۍ، ايلکه بويدن بېندرو سره يې واده کړی دی. هغوی يوه لور لري چې په خپلو لوړو تحصيلاتو بوخته ده. شټاينماير د انسان په صفت هم به ۲۰۱۰ کال کې د خلکو توجه ځان ته جلب کړه. شټاينماير هغه وخت د فراکسيون د مشر په صفت له سياست څخه يو څه وخت فاصله ونيوله، څو خپلې سختې ناروغه سوې مېرمنې ته د خپل يوه پښتورګي بسپنه وکړي. دغه کار ته په ولس کې خلکو د احترام ښودلو تر څنګ شاباسي هم ويلې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.05.2015):