1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ زده کوونکي د يو افغان مهاجر د اخراج مخنيوی کوي

۱۳۹۶ اسفند ۲۷, یکشنبه

۱۹ کلن افغان مهاجر عبدالسميع نادري، په آلمانۍ ټولنه کې ډير ښه ادغام شوی دی، خو د پناه غوښتنه يې رد شوې ده. اوس د سميع ټولګيوالو د هغه د اخراج د مخنيوي په موخه په ښوونځي کې د لاسليکونو ټولو هڅې پيل کړي.

https://p.dw.com/p/2uXPs
Screenshot der Seite Focus.de Gut integrierter Afghane: Regensburger Schüler stemmen sich gegen Samis Abschiebung
انځور: د آلمان د فوکوس مجلېانځور: Focus.de

سميع په ريګنسبورګ ښار کې ژوند کوي. هغه غواړي په دغه ښار کې د حرفوي زده کړو يوه دوره بشپړه کړي، خو د بايرن ايالت حکومت غواړي چې هغه بيرته افغانستان ته ديپورت کړي. دا مهال په «ريګنسبورګ» ښار کې د يو افغان مهاجر د اخراج خبرې ډيرې تودې شوي دي.

د دغه افغان مهاجر بشپړ نوم عبدالسميع نادري دی چې تر ډيره يوازې د سميع په نوم ياديږي. هغه په آلمان کې د دوه کلونو په تيرولو سره په دې توانيدلی دی چې ځان په آلمانۍ ټولنه کې په ډيره ښه توګه ادغام کړي.

د آلمان د کورنيو چارو نوی وزير: اخراج زياتوو

«د افغان مهاجرو اخراج دې عاجل بند شي»

۱۱۶۰۰ کسانو لاسليکونه

اوس په «ريګنسبورګ» ښار کې د سميع ټولګيوال غواړي چې د دغه پناه غوښتونکي د اخراج د مخنيوي په موخه په کلکه مبارزه وکړي. دغه زده کونکي توانيدلي دي چې تر اوسه د انترنيت له لارې له ۱۱۶۰۰ څخه ډير لاسليکونو ترلاسه کړي. د سميع ملګرو د دې کار ترڅنګ، خپل ټولګيوال څخه د لا ملاتړ جذبولو په موخه، په انترنيټي پاڼه کې د لاسليک ټولنې د بهیر يوه ويډيو هم خپره کړې ده. دغو زده کونکو ويلي دي: «سميع بايد مونږ سره پاتې شي، ځکه هغه اوس د ښوونځي د ټولنې يوه برخه ده.»
افغانستان د امن هيواد په توګه؟!

Afghanistan abgeschobene Asylbewerber kehren zurück
د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۲مه نيټه د المان د دوسلدورف هوايي ډګر څخه يوه ډله افغانان کابل ته بيرته وليږدول شول.انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

سميع آلمانۍ ورځپاڼې «ولت» ته ويلي دي چې هغه مجبور شو چې له افغانستان څخه وتښتي، ځکه طالبانو يې کورنۍ په قتل رسولې وه. خو دا چې د آلمان پارلمان يا بوندستګ افغانستان د يو امن هيواد په توګه درج کړی دی، افغانستان ته د ردشویو افغان مهاجرو اخراج هم قانوني ګڼل کيږي.

وروسته له هغې چې د ۲۰۱۷ کال په می مياشتې کې په کابل کې د آلمان سفارت مخته ستره بمي چاودنه رامنځ وشوه، آلمان د افغان مهاجرو د اخراج په موقتي توګه ودراوه.
اوس نه يوازې د سميع ټولګيوال، بلکه د مهاجرو ملاتړکونکي او يو شمیر چارواکي هم په بالقوې توګه غواړي چې له آلمان څخه د افغان مهاجرو اخراج ودرول شي.

فوکوس / ع. ح/ م. ک. ص

د اخراج پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: