1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ فلسطينۍ مهاجرې ريم ته دايمي اقامه ورکړل شوه

۱۳۹۶ مهر ۸, شنبه

آلمان فلسطينۍ مهاجرې ريم ساوهيل ته نامحدوده اقامه ورکړه. ريم په ۲۰۱۵ کال کې له صدراعظمې انګلا مرکل سره د ليدو او د اوښکو په بهيدو يې په آلماني رسنيو کې مشهوره شوه. اوس د هغې کورنۍ هم د احتمالي اخراجه په امان کې شوې.

https://p.dw.com/p/2l17w
Reem Sahwil
انځور: Susanne Krauss/Heyne

د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشت کې د آلمان صدراعظمې په يوه غونډه کې چې يو شمير مهاجرو هم په کې حضور درلود وينا وکړه. ريم په دغې غونډه کې په لړزونکي غږ مرکل ته د خپل ځان اوکورنۍ د نا څرګند برخليک په اړه خپله انديښنه ښکاره کړه. خو کله چې مرکل د هغې په ځواب کې وويل چې «آلمان نشي کولاي ټول مهاجر ومني»، د ريم له سترګو څخه اوښکې جاري شوې. تر هغې وروسته ميرکل هڅه وکړه چې هغه دلاسا کړي.

تر هغې وروسته د انګلا مرکل د دغه سوړ ځواب په اړه په انترنيټي پاڼو کې قهرجن او تند مطالب خپاره شوه شول. ريم چې هغه وخت يې ۱۴ کاله عمر درلود، خبرو يې د آلمانيانو پام ځان ته راواړاوه او دې سره هغه په ټول آلمان کې مشهوره شوه.

د آلمان خبري آژانس، د مکلنبورګ فورپومرن ايالت د روستوک ښار، د ښاري شورا په حواله رپوټ ورکړی دی چې فلسطيني مهاجرې ريم ساوهيل په تازګۍ د آلمان حکومت لخوا په آلمان کې د پاتې کيدو نامحدوده اقامه ترلاسه کړې ده.

ځايي چارواکو په شمالي ښار روستوک کې هم ويلي دي چې ريم اوس کولای شي په آلمان کې پاتې شي او ژوند وکړي.

Deutschland Kanzlerin Merkel Bürgerdialog mit Jugendlichen
د ريم د ژړا او اوښکو تيولو شيبهانځور: bundesregierung.de

اوس د ريم له زړه څخه هغه انديښنې او ويرې لري شوي چې له آلمان څخه به اخراجيږي. د رپوټ پر اساس، دا چې هغه اوس ۱۷ کاله عمر لري، د آلمان قانون له مخې يې کورنۍ هم د اخراج له خطر څخه په امان کې شوې ده. په دې اساس اوس د ريم کورنۍ هم کولای شي چې آلمان دولت ته د تابعت اخيستو عريضې وړاندې کړي.

دغه فلسطيني مهاجره چې کولاي شي په آلماني ژبه روانې خبرې وکړي، د نامحدودې اقامې ترلاسه کول يې، د آلمان تابعت اخيستو په برخه کې د يو اساسي شرط په توګه حسابيدای شي.

په پام کې وو چې د ريم د مخکينۍ اقامې وخت د روان کال په اکتوبر مياشت کې پاي ته ورسيږي. دغې فلسطينۍ نجلې، د آلمان حکومت لخوا په داسې وخت کې نامحدوده اقامه ترلاسه کړه چې هغې څو اوونۍ مخکې د « هيله مې دا ده چې د يو مهاجر ماشوم په توګه په آلمان کې پاتې شم» تر عنوان لاندې خپل يو کتاب خپور کړ.

په ۲۰۱۵ کال کې هغه وخت چې د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل له ريم سره په غونډه کې مخ شوه، يوه اوونۍ وروسته يې په هنګري کې د ميشتو زرونو مهاجرو پر مخ د آلمان سرحدونه پرانيستل.