1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ «پر مهاجرو تر۳۵۰۰ زياتې حملې»

۱۳۹۵ اسفند ۸, یکشنبه

نوي ارقام ښيي چې په ۲۰۱۶م کال کې په آلمان کې هره ورځ پر مهاجرو لس حملې شوي دي. اپوزوسيون ډلې پر حکومت نېوکې کوي چې د ښې اړخو افراطيانو د تاوتريخوالو پر وړاندي يې لازم اقدامات نه دي کړي.

https://p.dw.com/p/2YGzW
Deutschland Berlin Brand in Flüchtlingsunterkunft
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

د فونکه رسنيزي ډلي د یکشنبې ورځي (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۲۶مه نېټه) د رپوټ له مخې، تير کال د آلمان په ټولو برخو کې پر مهاجرو ۳۵۳۳ حملې شوي دي. دغي رسنيزي ډلې د آلمان پارلمان پوښتني ته د کورنيو چارو وزارت د ځواب پر اساس ليکلي دي چې په دغو حملو کې ۵۶۰ تنه ټپیان شوي دي چې ۴۳ تنه يې ماشومان دي.

له دغو حملو څخه نژدې درې څلورمه برخه يې پر مهاجرو تر هستوګنځايونو دباندي شوي دي. ۹۸۸ نورې حملې بيا پر هستوګنځايونو شوي دي چې د ۲۰۱۵م کال د حملو په پرتله ډیر لږ کمښت ښي.

سربيره پر دې، ۲۱۷حملې د مهاجرو په چارو کې پر فعالو سازمانونو او رضاکارو مرستندويانو ترسره شوي دي. کيدای شي دغه موقتي ارقام وروسته وڅيړل او اصلاح کړل شي.

 

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ آلمان د پناه غوښتونکو ډير زيات شمير درخواستونه د څيړنې له پاره په مخ کې لري او ورسره جوخت په ټوله اروپا کې د يو لړ تروريستې بريدونو انديښنې هم موجودې دي.

د آلمان حکومت د دغې ستونزي پر وړاندي د پناه غوښتونکو د دوسيو د څيړلو بهير په چټکولو او د آلمان د عمومي انتخاباتو له پاره د زياتو امنيتي تدابيرو په عملي کولو سره غبرګون ښکاره کړی دی. د آلمان پارلمان انتخابات چې په سپټمبر مياشت کې ترسره کيږي د مهاجرو مسئله پکې يوه اساسي موضوع ګرځيدلې ده.

خو د امنيت په برخه کې بيا د ښي اړخو له خوا پر مهاجرو حملې، ترډيره په نظر کې نه نيول کیږي. د آلمان د کيڼ اړخو ګوند وياندې اولا يلپکه، فونکه رسنيزي ډلې ته ويلي دي چې دغه ارقام ښيي چې په آلمان کې هره ورځ پر مهاجرو نژدې لس حملې شوې دي.

هغې غوښتنه کړې چې :«حکومت دې لږ ترلږه د دغې مفکورې د رامنځ ته کيدو مخنيوی وکړي چې ګويا د مهاجرت نوی قانون د دې له پاره دی چې مهاجر د هيواد له پاره يو ګواښ دي». د کيڼ اړخو ګوند وياندې ټيګار وکړ چې برعکس «نازيان د مهاجرو په ګواښلو سره زموږ ديموکراسي تهديدوي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.03.2016):