1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ پر مهاجرو ۲۳ ميليارد يورو مصرف شوي

۱۳۹۵ اسفند ۲۲, یکشنبه

آلمان کې د مهاجرو د منلو او د هغو د اړتيا د برابرولو لپاره دولتي لګښتونه په احتمالي توګه له هغې اندازې څخه لوړ دي چې د آلمان ايالتي حکومتونو یې تمه لرله.

https://p.dw.com/p/2Z3fs
Familiennachzug Flüchtlinge Asyl Asylrecht
انځور: picture-alliance/dpa/S.Pförtner

د آلمان د پارلمان رئيس هانيس زينګهامر آلماني ورځپاڼې «دې ويلت» ته وويل: « د علمي خدمتونو بنسټ ارقام داسې ښيي، که چيرې د ټولو ايالتونو لګښتونه محاسبه شي، په ۲۰۱۶ کال کې پر مهاجرو او پناه اخيستونکو باندې نژدې ۲۳ ميليارده يورو مصرف شوي دي.»

د آلمان فدرالي او ايالتي حکومتونو تر اوسه د مهاجرو کلنی لګښت تر ۲۰ ميليارد يورو پورې اټکل کړي وو. تر اوسه د بايرن، شليزويک هولشتاين، هينس او برلين ايالتونو د ۲۰۱۶ کال د لګښتونه حساب د آلمان پارلمان د علمي خدماتو ادارې ته ورکړي دي.

دغو څلورو ايالتونو په تيرکال کې ۷ ميليارده يورو د پناه غوښتونکو د اړتياو برابرولو، بې سرپرسته ماشومانو ته د لارښوونو، نورو ټولنيزو مرستو او ادغام په چارو کې لګولي دي.

اوس د واقعي لګښتونو او په سر کې برلين لخوا د اټکل شويو لګښتونو ترمنځ توپير ډیر لوړ دی. د ۶۸۵ ميليونو يورو پر ځای چې په سر کې د مهاجرت د چارو له پاره په نظر کې نیول شوې وې، پر ځای يې ۱ اعشاريه ۲۷ ميليارده يورو مصرف شوي دي.

د برلين د ښاري چارو مسئول هلموت ديبي په دې اړه وویل: « دا چې آيا په راتلونکې کې بايد فدرالي او ايالتي حکومتونه خپل مالي لګښتونه بيا هم زيات کړي، په دې دليل چې د اړتيا وړ مالي وسايل ښکته محاسبه شوي دي، مخکې تر دې چې په دې برخه کې ژمنه شوې مرستې لا دمخه خلاصې شي، بايد په دقيقه توګه تر څيړنې لاندې ونيول شي». دغه اداره نده توانيدلې چې د ۲۰۱۶ کال د ايالتونو د پرتلې وړ لګښتونو ارقام او ميزان تر څيړنې لاندې ونیسي.

د آلمان د ښې اړخ (آلمان لپاره بديل) ګوند د مهاجرو ضد سياست لري او د مهاجرو پر اخراج او د هغو د کلنۍ مشخصې شميرې په ټاکلو ټینګار کوي. دغه ګوند غواړي چې په کال کې آلمان د مهاجرو د داخليدو پر ځای دې، ۲۰۰ زره مهاجر بیرته وښکل شي.  فراوکه پیتري چې د دغه ګوند د « ملتپاله ډلې» مشره ده، د خپل ګوند یاده غوښتنه د احتمالي لوړ لګښتونه د مخنيوي په اړه يو دليل بللی دی.

منبع: dpa/hm

کوم دلايل په آلمان کي د پناه غوښتنې د قبولۍ سبب ګرځي؟(27.01.2017)