1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستانه د راوتلو پر پلان کار کوي

نجيب الله زيارمل (Reuters,dpa)۱۳۹۱ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير له خپلو ځواکونو سره د ليدني له پاره افغانستان ته تللی دئ. ديميزير له خپلو عسکرو سره د ليدني پرمهال ويلي دي چي په راتلونکو اونيو کي به د بغلان ولايت پوځي اډه تخليه کړي.

https://p.dw.com/p/17qS9
ARCHIV - Verteidigungsminister Thomas de Maiziere (CDU) spricht am 21.12.2011 im Feldlager der Bundeswehr in Kundus in Afghanistan mit Soldaten. Der Vorsitzende des Bundeswehrverbandes, Kirsch, hat Verteidigungsminister Thomas de Maizière (CDU) vorgeworfen, mit seiner Kritik am Wunsch der Bundeswehr nach mehr Anerkennung die Soldaten gedemütigt zu haben. Foto: Michael Kappeler dpa (Zun dpa 0043 vom 26.02.2013) +++(c) dpa - Bildfunk+++ pixel
Thomas de Maiziere in Afghanistan Archivbildانځور: picture-alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۵) ديميزير په يو ناځاپي سفر د افغانستان شمال مزارشريف ښار ته رسېدلی دئ.

د آلمان د دفاع وزير ويلي دي چي په پلان کي ده په راتلونکو څو اوونيو کي په شمالي ولايت بغلان کي خپله پوځي اډه تخليه کړي. هغه دغه خبره په پغلان ولايت کي د آلماني عسکرو د ليدو پرمهال وکړه. هغه وويل: «د بغلان پوځي اډه د آلمان له پاره يو ځانگړی اهميت لري، ځکه چي آلماني عسکرو زده کړه چي د جنک په ډاک کي څه ډول عمل وکړي.»

د آلمان اردو د نوامبر په مياشت کي اعلان کړی وو، چي په روان کال به په کندوز کي خپله پوځي اډه تخليه کړي. خو تراوسه پوري ئې دقيقه نېټه نه ده معلومه.

له هغه وخت راهيسي چي ديميزير د آلمان د دفاع وزير په توگه ټاکل سوی دئ (له دوو کلونو راهيسي) دا ئې افغانستان ته لسم سفر دی چي کوي ئې.

له يوه کال راهيسي له افغانستان څخه د آلمان ځواکونو د راوتلو لړۍ پيل سوې ده. اوس په افغانستان کي د آلمان ځواکونو د ۵۳۵۰ تنو څخه ۴۳۵۰ تنه لا په ماموريت بوخت دي.

دوې ورځي دمخه د يميزير ويلي ول چي هغه غواړي په آلمان کي تر پارلماني ټاکنو دمخه له افغانستان څخه د آلماني عسکر د راوتلو يو پلان جوړ کړي.

په افغانستان کي بايد د ناټو پوځي ماموريت د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري پای ته ورسيږي او د دغه هيواد ټولي امنيتي چاري پخپله افغانان پرغاړه واخلي.

تر دغه کال وروسته به د آلمان د لښکر يو شمېر عسکر هلته پاته سي او يوازي به د افغاني ځواکونو د روزلو دنده ولري.

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير په يوه ملکي الوتکه کي افغانستان ته سفر کړی دئ او ويلي ئې دي چي دا د دې څرگندويي کوي، چي د افغانستان په شمال کي امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دئ.

تر دې مخکي هم ديميزير يو وار له ازبکستان څخه افغانستان ته په ملکي الوتکه کي سفر کړی وو. خو د دې واري ئې له آلمان څخه راساً افغانستان ته په يوه ملکي الوتکه کي سفر کړی دی.

خو د افغانستان په شمال کي د آيساف ځواکونو پخواني قومندان آلماني جنرال فايفر څو ورځي د مخه له رسنيو سره په مرکه کي ويل ول، چي د افغانستان په شمال کي لا تر اوسه امنيت وضعيت تر پوښتني لاندي دئ.

هغه زياته کړې وه، چي اوس هم افغان امنيتي ځواک ډيري تشي لري، چي دغه تشي بايد ټکي سي.

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير په داسي حال کي افغانستان ته سفر کوي، چي د دوشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن هم کابل ته سفر کړی وو او هلته ئې له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو سياسي ډلو سره ليده کاته درلودل.