1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له یونان څخه د ۱۵۰۰ مهاجرو منل پلانوي

۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

زرغون ګوند، سوسیال ډیموکراټان، چپیان او ځیني اداري محلات غواړي، چي جرمني دي له یونان څخه یوازي بې سرپرسته نابالغه کسان نه، بلکي نور کسان هم ومني. په همدې ارتباط اوس اتحادي ګوندونو یو مشخص وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/3iUoj
Griechenland | Nach Brand in Flüchtlingslager Moria auf Lesbos
انځور: picture-alliance/dpa/S. Baltagiannis

د مسیحي دیموکراټانو څخه د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل او سوسیال مسیحیانو اتحاد څخه د کورنیو چارو وزیر، هورست زېهوفرپردې باندي توافق سره کړی دی، چي د یونان له جزیرو څخه تقریبأ ۱۵۰۰ نور مهاجر ومني.

لکه څنګه، چي آلماني خبري آژانس،dpa نن سه شنبه(د سپټمبر ۱۵ مه)د داخلي مسایلو د سیاستمدارانو په حواله لیکلي دي، دا هغه فامیلونه دي، چي کوچنیان لري او د یونان د دولت له خوا یې وختي لا پناهندګي قبوله سوې ده. ددې څخه آلمانۍ مجلې،(شپیګل) هم رپوټ ورکړی دی.

رویټرس خبري آژانس د حکومتي او حزبي منابعو په حواله لیکلي، چي دغه پیشنهاد د زېهوفر له خوا سوی او میرکل منلی دی. دا تقریبأ ۴۰۰ فامیلونه دي، چي د اولادو په شمول یې تعداد تقریبآ ۱۵۰۰ تنو ته رسیږي. دغه کسان نه یوازي د لیسبوس د موریا په کمپ کي اوسیدل، چي په دې منځ کي یې اور اخیستی او سوځیدلی دی، بلکي نورو کمپونو څخه هم راغوښتل کیږي.

په موريا کمپ کې تازه اورلگيدنه او د کمپ د اوسيدونکو د منلو غوښتنه

د مسیحي دیموکراټانو او سوسیال مسیحیانو اتحاد، اییتلافي ګوندونو د جناح مشر، تورستن فرای، رویټرس ته ویلي دي، چي اوس باید سوسیال ډیموکراټان هم تصمیم ونیسي، چي ایا د دوی ددغه پیشنهاد سره موافق دي؟ په خبره یې،« د اتحادي احزابو سیاستمداران تر دې اضافه اماده نه دي، ځکه په غیر د هغه د مهاجرینو یو اروپايي حل ناممکنه دی.»

سوسیال ډیموکراټان څه شي کوي؟

په همدې حال کي د مسیحي دیموکراټانو ، سوسیال مسیحیانو اتحاد او سوسیال ډیموکراټانو مهمو سیاتمدارانو پردې باندي توافق سره کړی دی، چي تر سبا چارشنبې پوري یوې موافقې ته سره ورسیږي، چي تر ۱۵۰ بې سرپرسته نابالغه مهاجرو به اضافه څومره نور قبلوي.

سوسیال ډیموکراټان ددې څخه هرکلی کوي، چي اتحادي حزبونو اوس په دې موضوع کي انعطاف ښکاره کړی دی. ددغه حزب د منابعو په حواله به په دې ارتباط نور مسایل د حکومت په چوکاټ کي حل سي.

لیسبوس ته د یوه پلاوي لیږل

د جرمني حکومت غواړي لیسبوس ته یو هییات ولیږي، تر څو معلومه کړي، چي څوک تر ټولو ډیر مجبوره او د خطر سره مخامخ دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چي هدف د«عیني معیارونو » تطبیقیدل دي، تر څو«غیر کنټرولیدونکي عواقب» رامنځته نه سي.

زموږ له آرشيف څخه: