1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

آلمان: محکمې د کرونايي محدوديتونه په اړه شکایتونه رد کړل

۱۴۰۰ آذر ۹, سه‌شنبه

د آلمان د اساسي قانون محکمې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی په موخه د ګرځبنديز او نورو هغو محدودیتونه په اړه شکایتونه رد کړل چې د روان کال په پيل کې لګول شوي ول.

https://p.dw.com/p/43fLB
Deutschland Demonstration gegen Corona-Beschränkungen
په برلین کې د کرونايي محدودیتونو پر ضد لاریون - آرشیفانځور: Jörg Carstensen/dpa/picture alliance

د آلمان د اساسي قانون محکمې دغه تصمیم کیدای شي له آلماني سياستوالو سره د ويروس پر ضد چټکه مبارزه کې مرسته وکړي.

ياد محدودیتونه د آلمان د یادې محکمې له خوا د روان میلادي کال په سر کې په هغو ځایونو کې اعلان شوي ول چې د کرونا ويروس په کې په چټکۍ د خپریدو په حال کې وو.

د محکمې دغه حکم، د انګلا مرکل او د هغې د ټاکل شوي ځای ناستي اولاف شولڅ تر ليدنې کتنې څو ساعته مخکې صادر شو چې په پلان کې ده د هیواد پر وضعیت د ۱۶ ایالتونو له حکومتونو سره خبرې وشي.

په آلمان کې کارپوهان او سیاستوال د لاسختو محدودیتونو د عملی کولو غوښتنه کوی خو د آلمان فدرالي جوړښت او له مرکل څخه شولڅ ته د نوي حکومت انتقال پروسې بيا په دې اړه د تصمیم نيول، سست کړی دی.

د اساسي قانون فدرالي محکمې موندلې چې د دغې محکمې په اقداماتو کې تر ټولو جنجالي اقدام چې اساسي قانون سره په سمون کې وو، د «اضطراري وقفې» اقدام وو کوم چې له اپريل څخه د جون تر پايه پورې يې ادامه درلوده.

د دغو محدودیتونو په جمله کې يو هم د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر پنځو بجو پورې ګرځبنديز او دغه راز په هغو سیمو کې د ښوونځيو تړل شامل ول چې د کرونا ناروغۍ ډيرې مثبتې پيښې په کې ثبت شوې دي.

د آلمان په هغو سیمو کې چې د کرونا مثبتې پیښې په کې ډيرې وې، هلته په دوامداره توګه د دې ډول اقداماتو یا محدودیتونو عملي کولو د آلمان په ۱۶ ایالتونو کې په اغلبه توګه له ځانه سره غبرګونونه هم درلودل.

د وروستیو اونیو په جريان کې په کرونا ویروس د اخته کيدو پیښې د اروپايي اتحاديې په دغه تر ټولو ډير نفوس درولودونکي هیواد کې خپل اوج ته ورسيدلې. په ځانګړې توګه په لويديځو او سويلي سیمو کې. آن تر دې چې له دغو سیمو څخه هغه ناروغان چې ځانګړي مراقبتونو ته يې اړتیا لیدل کيږي وار دمخه د آلمان د نورو سیمو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په دغو سیمو کې د پيښو کچه له هغې اندازې ډیره لوړه چې آلمان د روان کال په سر کې درلودله، سربیره پر دې چې د هغه وخت په پرتله اوس په آلمان کې ډير خلک واکسین شوي هم دي.

په آلمان کې د سه شنبې په ورځ د درو اونیو په جریان کې د لومړي ځل له پاره د ابتلا اونيزې پيښې راکمې شوې او د ۱۰۰ زره کسانو په سر ۴۵۲۲ پيښو ته ورسيدې. تر دې يوه ورځ مخکې یعنې د دوشنبې په ورځ دغه پېښې ۴۵۲۴ وې.

د رابرت کوخ انستیتوت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۵۷۵۳ نوو پيښو څخه خبر ورکړی دی. دغه انستيتوت ويلي دي چې په دغې موده کې ۳۷۷ تنه مړه شوي هم دي چې دې سره په آلمان کې د کرونا ناروغۍ له کبله د مړه شوو کسانو مجموعي شمیر ۱۰۱ زره او ۳۴۴ تنو ته رسيدلی دی. دا وخت د آلمان د ۸۳ میلیون نفوس له ډلې څخه لږ تر لږه ۶۴ اعشاريه ۴۰ سلنه يې په بشپړه توګه واکسین شوي دي، خو دا رقم لا هم د حکومت د ۷۵ سلنې تمې دی.