1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان مسلکی کسانو ته اړتیا لری

۱۳۸۹ مهر ۲۸, چهارشنبه

د آلمان د ښوونی او څیړنی وزیره«موڼږ د هغه چا پوهې ته اړه لرو چې دلته ژوند کوی، او له بهر څخه ديپلومونه لری. د دې لپاره بايد مونږ سره کښینو او هغه وړانديزونه چې زمونږ په مخ کې پراته دی، بالاخره پرې غور وکړو»

https://p.dw.com/p/PjTZ
د آلمان د ښوونی او څیړنی وزیره، انیتا شاوان
د آلمان د ښوونی او څیړنی وزیره، انیتا شاوانانځور: AP

د آلمان حکومت غواړی اوس له بهر نه راغلو مسلکی کسانو ته د آلمان د کار په بازار کې لاره هواره کړی، داسې چې د دوی په خپل هيواد کې ترلاسه کړی ديپلومونه يې په رسمی توګه ومنل شی. د افغانانو په شمول یو شمیر بهرنی کډوال چی آلمان ته راغلی د ښو مسلکی زدکړو خاوندان دی.

د آلمان د صنعت او سوداګری د اتاقونو د غونډې د يوې ټولپوښتنې له مخې، د آلمان په سلو کې 70 کمپنۍ «په کُلی ډول او يا څه نا څه» د فنی او مسلکی کارکوونکو په موندلو کې ستونزې لری. دغه وده به د ښه جوړښت په صورت کې نوره هم زياته شی.

د آلمان حکومت غواړی اوس له بهر نه راغلو مسلکی کسانو ته د آلمان د کار په بازار کې لاره هواره کړی، داسې چې د دوی په خپل هيواد کې ترلاسه کړی ديپلومونه يې په رسمی توګه ومنل شی.

یو شمیر بهرنی کډوال چی آلمان ته راغلی د ښو مسلکی زدکړو خاوندان دی. هغوی په خپلو هيوادونو کې ډاکټران، انجينران او يا ښوونکي وو، په آلمان کې دوی يا ټکسی چلوی، په رستورانونو کې کار کوی، پاک کاری کوی او يا د دولت په مرسته ژوند کوی.

یو دلیل چی دوی له خپلو مسلکی کارونو لیری پاتی شوی دا دی چی د دوی تحصلی اسناد، دیپلومونه او شهادت نامی یا کاری تصدیقونه د آلمانی مراجعو له خوا نه دی منل شوی.

د آلمان حکومت انګيري چې په دغه هيواد کې څه ناڅه 300.000 داسې کسان شته چې په خپل هيواد کې يې مسلکی زده کړې کړی او دلته په نورو دندو بوخت دی. ټولنې ته د ورګډيدو یا ادغام او د کډوالو د چارو کارپوهان د پوهې له ضايع کيدو څخه غږيږی. د آلمان له ليبرال ګوند څخه سیاستوال سيرکان تيورين وايي چې دې ته بايد بدلون ورکړل شی. په برلين کې ايتلاف غواړی چې په دې اړه قانون په لار واچوی. په هغه کې به د ديپلوم د منلو لپاره د حق درلودل شامل وی.

په آلمان کې ډير داسې افغانان هم شته چې په خپل هيواد کې يې لوړې زده کړې کړی او په خپل کار او مسلک کې تجربې هم لری خو له بده مرغه دلته په نورو کارونو بوخت دی. د دوی يا ديپلومونه ډير وروسته منل شوی چې په دې صورت کې ډير وخت له خپل مسلک څخه ليرې پاتې شوی او يا يې هم د زده کړې اسناد هيڅ نه دی منل شوی، نوله دې امله دا هم د ده لپاره ستونزمنه ده چې بل مسلک بيا له سره زده کړی او هم د آلمان لپاره د خواشينۍ وړ ده چې د يوه مسلکی کس له پوهې څخه ګټه نه اخلی.

د آلمان د ښوونې او روزنې وزيرې انيټې شاون د آلمان د د دوهم ټلويزيونی کانال د سهارنۍ مجلې خپرونې ته د له بهر څخه د مسلکی کسانو د منلو په اړه وويل چې آلمان بايد له دوی څخه ګټه واخل - نور هيوادونه په دې کار کې مخکې دی.

هغی یادونه وکړه: «موږ د هغه چا پوهې ته اړه لرو چې دلته ژوند کوی، او له بهر څخه ديپلومونه لری - خو په لارښوودونکي ډول. د دې لپاره بايد موږ سره کينو او هغه وړانديزونه چې زموږ په مخ کې پراته دی، بالاخره پرې غور وکړو او ووايو: که څوک د کوم مشخص سیستم غوښتنه نه لری، نو بل کوم وړانديز لری، څو موږ له ټولې نړۍ څخه د استعدادونو په جذبولو کې غښتلی شو.»

د راتلونکي نوامبر په نيمايي کې بايد د مسلکی کډوالو کسانو په اړه د حکومت طرح وړاندې شی.

مونيکا لومیولر/ حسرت نظیمی

کتونکی: عبدالباری حکیم