1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ملایان باید آلماني ژبه زده کړي

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

د آلمان حکومت غواړي د هغو ملا امامانو له پاره چي له بهر څخه دې هیواد ته راځي، په آلماني ژبه پوهیدل په یوه مکلفیت بدل کړي. دا چي دې هیواد ته څه نا څه ۹۰ سلنه ملایان له بهر څخه راځي، نو ښايي دا پریکړه یوه ستونزه رامنځ کړي.

https://p.dw.com/p/3SdH2
Gemeinde des Imams Hassan Dabbagh
انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

دغه اندیښنه د آلمان د زرغون گوند د پارلمان وکیل فیلیڅ پولات، څرګنده کړې ده او د حکومت پر دغه پلان یې شک ښکاره کړی دی. په خبره یې د آلماني ژبي د زده کړې دغه مکلفیت به په مسجدونو کي د ملایانو خلا رامنځته کړي ځکه په حواله یې په کافي اندازه ملایان وجود نه لري.

د کونراد آدیناور بنسټ د یوه تازه رپوټ پر اساس د آلمان په څه نا څه ۲۰۰۰ مسجدونو کي اوس هم ۹۰ سلنه ملایان له بهر څخه راغلي دي. په ځانګړې توګه په آلمان کې د پرتو ترکي مسجدونو ډیری ملا امامان، له بهر څخه راغلي دي.

Deutschland - Moschee Ahmadiyya Muslim Jamaat
انځور: AMJ

خو د کورنیو چارو وزارت بیا استدلال کړی دی چي له دې کار سره به په آلمان کي د ملا امامانو او مسجدونو ته د ورتلونکو کسانو ادغام اسانه سي. حکومت اوس په دې اړه یوه مسوده تیاره کړې ده چي پارلمان به بیا وروسته هغه تصویب کړي. که څه هم دغه مقررات باید د ټولو ادیانو له پاره اعتبار ولري، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند په حواله به هغه د ایتلافي حکومت د تړون له مخي تر ټولو دمخه د اسلامي امامانو له پاره اعتبار ولري.