1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په اروپایي ټولنه کې د ترکیي د غړیتوب ملاتړ کوي

آلمان، کډوال، مهاجر، اروپا، ترکيه۱۳۹۴ مهر ۲۷, دوشنبه

اروپا ته د مهاجرو د راتګ په ورو کولو کې د انقرې د مرستې د ترلاسه کولو له پاره د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل ترکیي ته تللې او هلته یي ویلي دي چې هیواد به ئی په اروپايي ټولنه کې د ترکیه د غړیتوب د غوښتني ملاتړ وکي.

https://p.dw.com/p/1GqNP
انځور: Getty Images/G. Bergmann/Bundesregierung

د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل د يکشنبې په ورځ د ترکیي صدراعظم احمد داود اوغلو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کي ویلي دي چې آلمان چمتو دی، څو په اروپایي ټولنه کې د ترکیي د غړیتوب بهیر چټک کړي.

میرکل ویلي دي چې د ترکیي د غړیتوب بهیر به لا نور هم په متحرک ډول تنظیم شي. هغې زیاته کړې ده: «آلمان چمتو دی چې سږ کال د خبرو اترو ۱۷م فصل پرانیزي او د ۲۳ او ۲۴ فصلونو له پاره تیاري ونیسي. موږ به پر جزئیاتو سره وغږیږو.»

میرکل دا څرګندوني د ترکې له مشرانو سره تر لیدو وروسته کړي دي. د دې سفر هدف اروپا ته د مهاجرو د راتګ د بهیر ورو کول دي.

«ښه سلوک»

داود اغلو د انقره او بروکسل د نږدي کولو له پاره د اروپایي ټولنې د وروستیو اقداماتو هرکلی کړی او ویلي ئي دي چې دا یو ښه سلوک دی. داود اغلو همدا راز ویلي دي: «په خواشینی سره چې د مصیبت په وخت کې نړیوالي ټولني ترکیه یوازې پریښې وه. موږ [د نړیوالي ټولني] له نوو کړو وړو څخه ډیر خوشاله یو. د پرمنتگ له پاره د مسئولیت ویش ډیر مهم دی.»

د ترکیي صدراعظم همداراز د کړکیچ په وخت کې د سترګو نه پتولو له پاره میرکل ستایلي ده.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخه په سوريه کې له ۲۰۱۱کال راهيسي د کورنۍ جګړې له پیله د دغه هيواد دوه نیم میلیونه وگړي ترکيې ته کډوال شوي. او همداراز په زرونو نورو بیا د اژې له سمندرګي نه تر تیریدو وروسته ځانونه اروپا ته رسولې دي.

«د مرستو بسته»

د چارواکو د وینا له مخې اروپایي ټولني انقرې ته د مرستو په ترڅ کې د درې میلیارده یورو نقدې مرستو او د ویزې په برخه کې د ترکيي اوسیدونکو ته د اسانتیاوو ژمنه کړې ده.

میرکل له خپل ترکي سیال سره تر لیدو وروسته د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم لیدلي دي. اردوغان له لیدنې وروسته ویلي دي چې پر آلمان سربیره هغه له انګلستان، فرانسې او اسپانیا څخه هم غوښتي چې په اروپایي ټولنه کې د ترکیي د غړیتوب ملاتړ وکړي.

اروپایي ټولنه د کډوالو د کړکیچ په کابو کولو کې له ستونزو سره مخ ده او د مهاجرت نړیوال سازمان د رپوټ له مخي تر اوسه نیم میلیون کسان د دې ټولنې ۲۸ غړي هیوادونو ته رارسیدلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب