1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته سفر کوي

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

د آلمان د دفاع وزیرې انېګریت کرمپ کارنباور له افغانستان څخه تر وخت مخکې د آلماني ځواکونو وتل رد کړي دي. ټاکل شوې ده چې کارنباور به نن د دوشنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/3U4FX
Nordirak l Verteidigungsministerin Annegret Kramp-Karrenbauer (CDU) will die Bundeswehr im Ausland stärken
انځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د دفاع وزیرې انېګریت کرمپ کارنباور د دوشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په دویمه) د ZDF آلماني تلویزون له « Morgenmagazin» خپرونې سره په مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې تر اوسه پورې ترلاسه شوي بریاليبتوبونه او لاسته راوړنې باید له ګواښ سره مخامخ نه کړای شي.

هغې زياته کړې چې له همدې امله په ناټو کې دننه توافق شوی دی چې د افغانستان د سولې له خبرو اترو وروسته، باید یو وار بیا و ارزول شي چې څنګه کیدای شي تر اوسه پورې ترلاسه شوي لاسته راوړنې تضمين شي. د کارنباور په خبره «دا به په دې پورې هم اړه ولري چې موږ په کوم قوت سره په سیمه کې پاتې کیږو».

کرمپ کارنباور د دوشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۲ نیټه) په افغانستان کې له آلماني سرتیرو سره د لیدنې په موخه دغه هیواد ته سفر کوي. په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۲۰۰ آلماني عسکر د ناټو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې مستقر دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د آلمان کابینې په افغانستان کې د آلماني پوځ یا بونډسویر د ماموريت د غځولو پریکړه وکړه. افغان امنیتي ځواکونو ته د سلا مشورو ورکړه او د دوی روزنه د دغه ماموریت مرکزي ټکې تشکيلوي.

د افغانستان په شمال مزار شریف کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه آلماني سرتیري په ماموریت بوخت دي.

آژانسونه/ش.ن/ب.ص