1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 آلمان د۲۰ زره افغانانو پر راوښکلو فکر کوي

۱۴۰۰ دی ۱۲, یکشنبه

شاوخوا ۲۰ زره افغانان چې په پام کې ده آلمان ته راوستل شي، اوس هم په افغانستان کې د انتظار په حال کې دي. د آلمان حکومت وايي چې د دغو افرادو د راوښکلو موضوع په اولویت کې قرار لري.

https://p.dw.com/p/453Y1
Uzbekistan | Durch die Bundeswehr Evakuierte aus Kabul landen in Tashkent
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/Handout/REUTERS

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د آلمان خبري آژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې دوی په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ زره هغو افغانانو پر رواښکلو فکر کوي چې لا هم په دغه هیواد کې پاتې دي. د دغو افغانانو له ډلې ممکن يو شمیر ېې د لومړني تماس په ترلاسه کولو دریم هیواد ته تللي او بیا له هغه ځایه آلمان ته انتقال شي.

د دغو شاوخوا ۲۰ زره کسانو په ډله کې ډیرو يې په افغانستان کې له آلماني ځواکونو سره کار کړی چې اوس خپل ځان په خطر کې ارزوي.

آلمان ويلي دي چې د دسمبر تر ۲۷مې پورې يې د دا ډول افرادو له ډلې ۱۳۴۸ تنه آلمان ته راوښکلي، که د کورنيو غړي يې هم ورسره حساب شي نو مجموعي شمیر بیا ۵۴۳۷ ته رسيږي.

پاتې نور کسان د بشر حقونو فعالان، هنرمندان، دانشمندان، ژورنالیستان او هغه افغانان دي چې آلمان حکومت يې ژوند په خطر کې ارزوي.

د آلمان حکومت وايي چې د دغې کټګورۍ افرادو څخه يې ۴۶۶ تنه آلمان خاورې ته داخل کړي چې د کورنیو غړو سره يې شمیر ۱۴۶۲ ته رسيږي.

د آلمان د پارلمان غړې، ګئوکای اکبولوت، چې د کيڼ اړخ ګوند غړې ده بیا د دغو ارقامو په اړه وايي چې دا «کافي نه دي.»

د آلمان حکومت بیا وايي چې په افغانستان کې په شرایطو برابر د پاتې کسانو د راوښکلو موضوع په اولويت کې قرار لري.

د کابل تر سقوط وروسته آلمان له کابل څخه ۶۷۰ تنه په ځانګړو پروازونو او ۳۸۰۰ نور افغانان يې بیا د اسلام آباد څخه په پروازونو کې آلمان ته راوښکلي دي. تر ټولو وروستی پرواز د پنجشنبې په ورځ ترسره شوی دی.

آلمان حکومت د کابل تر سقوط وروسته پر څه باندې ۵۹۰۰ افغانانو چې له افغانستان څخه د وتلو په لټه کې دي، ویزې ويشلي دي.