1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په ايران باندې د نورو بنديزونو د لگولو گواښ کړی دی

۱۳۸۶ مهر ۲۳, دوشنبه

د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل ايران ته گواښ کړی چې نور بنديزونه به پرې ولگوي که ايران د اتومي لانجې په برخه کې له خپل دريځه وانه وړي.

https://p.dw.com/p/DKCt
ايرانيان د ايران د اتومي پروگرام په وړاندې د مظاهرې په حال کې
ايرانيان د ايران د اتومي پروگرام په وړاندې د مظاهرې په حال کېانځور: picture-alliance / dpa
د آلمان د »دي ويتلټ« ورځپاڼې سره په مرکه کې د مسيحي دموکرات گوند نوموړې سياستوالې د خبرو اترو لاره غوره گڼلې ده. خو که ايران قناعت ونه کړي نو بويه چې د نورو بنديزونو لاره او چمتووالی به ونيول شي. هغې زياته کړه چې ايران نه يوازې د اسراييلو امنيت ته گواښ پېښوي چې په دې برخه کې هغه د آلمان د لومړۍ وزيرې په توگه هېڅ وخت جوړ جاړي ته چمتو نه ده، بلکه ايران سيمې، اروپا او نړۍ ته هم لوی گواښ دی. د دغه خطر مخه بايد ونيول شي. تر آلمان وړاندې متحده آيالاتو او فرانسې هم د زياتو بنديزونو پلوي او غوښتنه کړې وه.