1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورت

آلمان: په برلین کې پخپله چلیدونکي سرویسونه آزمویل کیږي

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

د موټر «ستیرینګ ویل»، چلوونکي او کرایه نه لري. پخپله چلیدونکي سرویسونه به په برلین کې د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې په امتحاني ټوګه په حرکت کې و

https://p.dw.com/p/3O59c
Deutschland Berlin | autonomer Minibus der BVG
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Schöning

د تیرې جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۶مه) په برلین کې داسې سرویسونو پر واټونو حرکت پیل کړ چې چلوونکي نه لري. تر دې مخکې په ۲۰۱۷ کال کې هم د آلمان د بایرن ایالت په باد بیرنبخ ښار کې پخپله یو جلیدونکي سرویس پر سړکونو ګرځیدلی وو.

د هامبورګ «هافین سیتي» سیمې هم په همدې څو ورځو کې د یوه پخپله چلیدونکي سرویس آزموینه پیل کړه. خو په برلین آزمویل کیدونکي «چلوونکي نه لرونکي سریسونه» شپږ څوکۍ لري، د بریښنا په واسطه حرکت کوي او د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې په د آلمان د پلازمینې په شمال لویدیځې برخې کې په آزمایښتي توګه په حرکت کې وي. مسافر هم اړ نه دي چې د دغو سرویسونو د کارونې په بدل کې کرایه ورکړي.

د برلین د عامه ترانسپورت د اداره کوونکي شرکت (BVG) مشر زیګرید نیکوتا، ویلي دي: «موږ باور لرو چې په خپله چلیدونکي سرویسونه زموږ د لویو ژیړو سرویسونو تر څنګ یوه ښه اضافه شوی خدمت دی، د بیلګې په توګه په داسې سیمو کې چې واټونه یې واړه دي او سرعت په کې ډیر محدود دی.»

زیګرید نیکوتا روښانه کړه چې د پخپله چلیدونکو سرویسونو پر کارونې سربیره به هم سرویس چلوونکو ته اړتیا وي ځکه په خبره یې په نزدې راتلونکې کې د دې تمه نه کیږي چې پخپله چلیدونکي سرویسونه دې د اوسنیو ټولو سرویسونو ځای ونیسي.

ویل شوي دي چې په سرویس کې به تل د عامه ترانسپورت ادارې یو کارکوونکي موجود وي چې د احتمالي ستونزو په صورت کې چارو ته رسیدګي وکړي.

دغه سرویسونه کولی شي په ساعت کې ۱۵ کلیومتره حرکت وکړي. په لومړي سر کې به دغه سرویسونه یوازې ۶۰۰ متره فاصله د خپل فعالیت تر پوښښ لاندې راولي. سرویسونه د فرانسوي شرکت «ایزي مایل» له خوا جوړ شوي چې همدا اوس یې هم په له سلو ډیرو ښارونو ته په خپله چلیدونکي موټر ورکړي دي.

(ms/aa (Joshua Stein, Nicole Goebel