1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په مالي کي د فرانسې د مداخلې ملاتړ کوي

عبدالباري حکيم (بيرند)۱۳۹۱ دی ۲۶, سه‌شنبه

د ملگرو ملتو د امنيت شورا په افريقايي هيواد مالي کي د فرانسې د پوځي مداخلې هرکلي وکړ. که څه هم آلمان هلته خپل عسکر نه لېږي، خو ويلي يې دي چي فرانسه به په دې ماموريت کي يوازي پرې نه ښوول شي.

https://p.dw.com/p/17KNZ
انځور: Reuters

په ليبيا کي د ۲۰۱۱ کال د مارچ د مياشتي د نړيوالو عملياتو پر خلاف، دا ځل د آلمان حکومت په يو بل نړيوال ماموريت کي لاس تر زني نه دی پاته. د آلمان حکومت اعلان کړی دئ چي له خپل اروپايي متحد، فرانسې سره به د مالي په عملياتو کي هيڅ ډول ملاتړ ونه سپموي. له برلين څخه د حکومت په يوه خپره شوې وينا کي راغلي دي «دا چي فرانسې هوډ کړی دئ، چي د مالي هيواد په پلازمېنه باماکو کي د ترهگرو مخنيوی وکړي، ډير سم کار او عمل دئ.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر وويل: «دا زموږ د اروپايانو په گټه نه ده چي مخامخ د مديترانې په بغل کي، معنی دا چي زموږ د کور د دراوزې تر شا د تروريستانو ځالي جوړي شي.»

فرانسې د جمعي په ورځ د لوېديځي افريقا مالي هيواد ته۷۰۰ سرتيري او جنگي الوتکي ولېږلې، چي هلته د دغه هیواد په شمال کي د زورپالو د قدرت نيولو د تلاښونو مخنيوی وکړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت سر چينو ويلي دي، چي د فرانسې دا عمليات د ملگرو ملتو د امنيت شورا له پريکړي سره سم تر سره کيږي، ځکه نو فرانسه د آلمان پر ملاتړ باندي حساب کولای شي. د دغه وزارت وياند، اندرياز پيشکه وويل چي د آلمان حکومت له فرانسې سره په تماس کي دئ:

«دغه ملاتړ د بېلگې په توگه کيدای شي چي په لوژستيکي، روغتيايي او يا نورو بشري برخو کي وي. دا هغه مشخصي وعدې دي چي اوس به ور باندي کار وشي.»

برلين مالي ته سرتيري نه استوي

په مالي کي د فرانسې د عملياتو پر وړاندي د آلمان د حکومت د دا ډول دريځ ملاتړ اپوزيسيون هم کوي. يوازي د گروينن يا د زرغون گوند او کيڼ اړخي گوند ځينو استازو په دي هکله نيوکي کړي دي.

د آلمان په فدرالي شورا يا بوندستگ کي د مسيحي ديموکرات او سوسيال مسيحي گوندونو د بهرنيو چارو د سياست کار پوه، اندرياز شوکن هوف په راتلونکې کي په مالي کي حتی د آلمان جنگي عمليات هم له امکان خخه ليري نه گڼي. هغه وايي: «په مالي کي بايد مخکي له مخي د هغه خطر مخنيوی وشي چي اروپا ته متوجه دئ.» خو د آلمان حکومت سمدلاسه نه غواړي چي مالي ته سرتيري واستوي. په دې هکله آلمان له اروپايي اتحاديي سره گډ دريځ لري.

د آلمان د صدراعظمي انگېلا ميرکل وياند شتيفان زايبرت وويل: «دا خو ټولو ته روښانه ده چي له تاريخي لحاظه فرانسه د افريقا له دغي برخي سره بل ډول اړيکه لري، او له بلي خوا د مالي په گاونديو هيوادو کي له پخوا څخه فرانسوي پوځي ځواکونه مېشته دي، ځکه نو فرانسه دا امکانات اوظرفيت لري چي په دغه سيمه کي فعاله وي.»

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير هم دا خبره کوي چي فرانسه يوازنی هيواد دی، چي کولاي شي په مالي کي د جنوب خواته د ياغيانو د پرمختگ مخه ونيسي. په عين وخت کي ديميزير د خپل هيواد له يوې ورځپاڼي سره په مرکه هغه تمي چي گويا آلمان به د مالي له گاوڼديو هيوادنو څخه د افريقايي سرتيرو د ليږلو له پاره لوژستيکي امکانات برابر کړي سمدلاسه رد کړې.

هغه وويل چي د آلمان « ترانسپورتي ظرفيتونه تر زياتي کچي پوري اوس په افغانستان، کوزوو او د هيواد په دننه کي مصروف دي.»