1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په مهاجر کمپونو کي ډېر ځايونه خالي دي

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

د «راينشه پوست» ورځپاڼي د راپور له مخي د مهاجرو له پاره په آلماني کمپونو کي ۱۵۵ زره ځايونه خالي دي. زياته سوې چي لا زياتو مهاجرو ته ځای موجود دی.

https://p.dw.com/p/1ImFB
انځور: picture alliance/dpa/A. Weigel

د روان مېلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کي د تير کال په پرتله کم مهاجر آلمان ته راغلي دي. د يوې آلمانۍ ورځپاڼي «راينشه پوست» د راپور له مخي له همدې کبله اوس د آلمان په هغو کمپونو کي چي د مهاجرو له پاره ځانګړي دي، لا د زياتو انسانانو د ځايولو امکانات سته.

د يادي ورځپاڼي د يوه راپور له مخي د آلمان په ځينو فدرالي ايالتونو کي د مهاجرو په کمپونو کي د خالي ځايونو شمېر تر ۱۵۰ زرو اوړي. د دغه راپور له مخي په ټوليزه توګه اوس هم په مهاجر کمپونو کي د ۱۵۵ زرو نورو مهاجرو د ځايولو ځای سته.

يادي ورځپاڼي دغه راپور د پنجشنبې ورځي (۲۰۱۵م کال د می ۱۲مه نېټه) په خپله ګڼه کي چاپ کړی دی. د راپور له مخي يوازي د آلمان په نارد راين وېستفالن ايالت کي د مهاجرو په کمپونو کي د ۴۰ زرو نورو مهاجرو د ځايولو ظرفيت لري.

زياته سوې ده چې په ياد ايالت کي په ټوليزه توګه د مهاجرو په کمپونو کي د ۶۵ زرو بسترونو اسانتيا سته، خو له هغوی څخه تر ۴۰ زره زيات خالي دي. البته دا هغه کمپونه دي چي د تازه راغلو مهاجرو له پاره ځانګړي وي.

د راپور له مخي په روانه اونۍ کي د آلمان د زاکسن ايالت د تقريباً ۱۷۶۰۰ مجموعي بسترونو څخه صرف ۲۵۰۰ يې ډک ول. د آلمان د بل ايالت بادن ويورتمبېرګ په هکله ليکل سوي چي په کمپونو کي ۶۸۰۰ پناه غوښتونکي ځای پر ځای دي. دا په داسي حال کي چي په ټوليزه توګه د ياد ايالت د مهاجرو کمپونه د ۳۰ زرو مهاجرو د ځايولو ظرفيت لري.

د راپور له مخي هېسن او بادن ويورتمبېرګ هغه ايالتونه دي، چي د مهاجرو له پاره د سرپناوو د ظرفيتونو په کمولو يې لاس پوري کړی دی.

آلمان ته دمګړی د راتلونکو نوو مهاجرو په شمير کي کمښت راغلی دی. په دې توګه په اپريل مياشت کې يوازي۱۵۹۰۰ نوي پناه غوښتونکي ثبت سول. دا په داسي حال کي ده چي تېر کال په دغه موده کي د نوو راغلو مهاجرو شمېر تر دې څلور چنده زيات وو.