1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: په ډزو کې دوه کسان وژل شوي دي

۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبه

د آلمان په هاله ښار کې د ډزو په پایله کې دوه کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي. پولیسو پیښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې شکمن برید کوونکي له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي. پولیسو اوس د یوه شکمن کس د نیولو خبر ورکړی.

https://p.dw.com/p/3QxL0
Deutschland Schüsse in Halle
انځور: Reuters/M. Gaul

د آلمان په ختیځ ښار هاله کې د چهارشنبې ورځ تر غرمې وروسته ډزي شوي چې د پولیسو په خبره په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي دي.

د هاله ښار پولیسو پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې پیښه تائید کړې او ویلي دي یې چې څو ځلې ډزې شوې دي. پولیسو زیاته کړې ده چې شکمن برید کوونکي په یوه موټر کې له سیمې څخه تښتیدلي دي او تر اوسه پورې لا نه دي موندل شوي.

پولیسو ځايي اوسیدونکو ته سپارښتنه کړې ده چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او یا د ځان له پاره یو بل امن ځای وموندي.

عیني شاهدانو ځايي رسنۍ MDR ته ویلي دي چې یوه برید کوونکي پوځي یونیفورم ته ورته جامي اغوستې وې او څو وسلې یې لرلې. پولیسو د هاله ښار د اورګاډو اصلي تمځای چې د لایپڅیگ له ښاره بهر پروت دی، تړلی دی. د هاله پولیسو پر خپل تویتر باندې تایید کړې ده چې یو شکمن کس یې نیولی دی.

(ms/nz (ap