1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په کوسووا کي د يو اړخيز اقدام مخالف يو

۱۳۹۰ مرداد ۲۱, جمعه

د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو وېسټروېله د بالقان څخه د لېدنې په وروستي پړاو کي و کوسووا ته هم ولاړی. ددې سفر څخه د هغه هدف دا و، چي د دغه ځای د حالاتو څخه پخپله يو تصوير واخلي.

https://p.dw.com/p/12FTj
وېسټروېله په بالقان کي
وېسټروېله په بالقان کيانځور: dapd

د ګيټ لمبر يو يا دروازي لمبر يو سرحدي پوستي سره نژدي د کوسووا په يوه سيمه، يارنجي کې په څرګند ډول د سوځيدلو موټرو او کانټنرو نښي نښاني ليدل کيږي. د دغه ځای د څارونکو پوستو د ځايونو څوکۍ د بلدوزرو په واسطه لاندي راښکته شويدي. اور اچونکې بمونه، او يو تر بله ډزي کول، د حالاتو څرګندونه کوي.

څو موده تر مخه همدلته يو پوليس وويشتل شو. خو د همدغه ځای سوله ساتي ځواک کافور خوشبخته ؤ، ځکه چې يوې ۲۰۰ کسيزي ډلي چې مخونه يې پټ کړي ول، دوه اونۍ دمخه په همدغه سرحدي پوسته بريد کړي ؤ. يو ساعت وروسته د کافور پوځيان پدي بريالي شوه چې دغه اور مړ کړي او حالات د کنترول لاندي راولي.

د المان د بهرنيو چارو د وزير لومړۍ غوښتنه دا وه چې د دغه ځای د حالاتو څخه پخپله يو تصوير واخلي. نوموړی د کوزؤ په شمال کې په هغه ځای کې ودرېدی په کوم ځای کې چې پيښي رامنځ ته شوي وې. يو الماني پوځي قومندان چې پدغه ځای کې د نړيوال ساتندويه پوځي په دنده بوخت ؤ ورته د پيښو په تړاو معلومات ورکړل. د المان د بهرنيو چارو وزير د حالاتو د تاثر او اغيزو څخه انديښمن ؤ. نوموړي وويل:

«کله چې سړی فکر کوی چې يوویشتمه پېړۍ ده او اروپا ده او داسي شخړي مينځ ته راځي نو سمدلاسه پدې ړي اوچت پوهيږي چې داسي شخړي لکه د اور هم ژر خوريدلای شي.»

د المان د بهرنيو چارو وزير ددغه ځای د ليدني کتني نه مخکي په بریشتینا کې سياسي خبري اتري کړي ويږ دی لومړنی لوړ پوړی د اروپايې ټولني سياستوال دی چې د شخړو نه وروسته یې د کوزوؤ څخه ليدنه کتنه وکړه. د ده پیغام دا ؤ چې تيره هېره شوې شخړې ته بايد بيرته پاملرنه وشي او دا په حانګړي ډول د اروپايانو لخوا. نوموړي زياته کړه چي سړی بايد همدغه شخړه ټيټه ونه ارزوي.

کيدای شي چې حالات ډير ژر راوپاريږي او دا به بيا د اروپا په زړه کې خورا خطرناک وي. الماني قومندان ايرهارډ بيولر کوم چې د ساتندويه پوځيانو دنده په غاړه لري وايې چې د کافور تر قوماندې لاندي د سولي دغه پروسه کولای شي چې د اوږده وخت له پاره پاتي شي. وېسټروېله زياته کړه

« هر يو دلته دا علاقه او دلچسبي لري چې د کوزوفو شهرت بدل شي، خبره داسي نده چې، ګوندي په شمال کې شخړي دي، بلکه په بشپړ ډول حالات سوليز دي، او همدغه حالت بايد اروپايې ټولنه دواړو خواو ته برابر کړي، که چيري د اوږده وخت د پاره پدغه ځاي کې د ترقي او پرمختګ د پاره اميدونه وي.»

د المان د بهرنيو چارو وزير هم پدي تړاو د خبرو اترو پلوی دی او هڅه يې داده چې المانيان پدغه ځای کې يو بي پلوه منځګړيتوب وکړي. د ۲۱ پیړۍ په پيلامه کې داسي شخړي په اروپا کې د وخت سره سمون نه خوري. همدغه خبره ويسټر وېلي د کوزوؤ د لمړي وزير هاشم تاچي سره په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې په ډاګه کړه. پدي هکله تاچي داسي وويل:

« مخکي د دې څخه چې يوه خبره جوته شي، ځانګړي پوځيان سرحدي پولو ته استول، په خاص ډول په دغه مخکينې حالت کې يوه غوښتنه وه. خو ددي په واسطه سره نړيوال تړونونه مجروح شوي ندي.»

د المان د بهرنيو چارو وزير د دغي خبري په مقابل کې غبرګون ښکاره کړ او په مطبوعاتي کنفرانس کې يې دغه خبري په يو ډيپلوماتيک پاکټ کې داسي راغونډي کړي:

«مونږ غواړو چې د سيمي دولتونه يو اروپايې نوښت ولري. مانا يې داده چې يو اړخيز عملونه درست ندي. د ګډ کار امکانات بايد طبقه بندي او په جلا ډول سره پري کار وکړل شي. د سولي دغه پروسه به که حالات ښه وه د سپټمبر په مياشت کې مخ په وړاندي ځي.»

اېنگلکه زيلکه/ شيرين گرديوال
کتونکی: احمدولي اڅکزی