1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په یوه لارۍ موټر کې ۱۰ افغان مهاجر موندل شوي

۱۴۰۰ آبان ۱۰, دوشنبه

د آلمان په شمال ختیځ کې د يوه لارۍ موټروان هغه مهال پوليسو ته خبر ورکړ چې په يوه پارکينګ کې تر درېدو وروسته يې د موټر د بار په برخه کې ټکهار واورېد. هغه خبر نه وو چې په موټر کې يې انسانان پټ دي.

https://p.dw.com/p/42QVD
Deutschland LKW-Fahrer
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د آلمان په زاکسن ايالت کې پوليسو د شنبې په ورځ په يوه لارۍ موټر کې لس افغان مهاجر چې عمرونه يې له ۱۴ تر ۲۰ کلنۍ پوري دي، موندلي دي. دغه کسان په ناقانونه توګه آلمان ته داخل شوي ول.

د لارۍ موټر چلوونکی چې د رومانيا دی ويلي دي: «په ګروس کوربتا ښار کې په یوه پارکینګ کې استراحت وم چې ټک ټک مې واورید او پولیسو ته مې زنګ ووهه او هغوئ مې له موضوع خبر کړل.»

دغو ځوانانو چې په لارۍ موټر کې یې ځانونه پټ کړي ول ویلي دي چې په رومانيا کې د یوه قاچاقبر په مرسته لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي او د هنګري، سلواکيا او چک جمهوریت له لارې آلمان ته رسیدلي دي.

د آلمان پولیس وایي په روان میلادي کال کې په زاکسن آنهالت ایالت کې دا د انسانانو د قاچاق ۲۵ مه قضیه ده.

د آلمان په زاکسن انهالت ایالت کې تر ټولو ډیر کډوال میشت دي.

شپیګل انلاین رسنۍ د پولیسو له قوله ليکلي دي چې هیڅ داسې شاهدان او سندونه نشته چې ثابته کړي د لارۍ ۴۴ کلن چلوونکی دې دغو ځوانانو له قاچاق خبر وي.

موټر چلوونکی تر پوښتنو ګروېږنو وروسته آزاد شوی او افغان کډوال هم د کډوالۍ ادارې سره په همغږۍ اړوندو ادارو ته لیږدول شوي او هغوی چې عمرونه یې له اتلسو ټیټ وه د کوچنیانو د خوندیتوب مرکزونو ته سپارل شوي دي.