1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ږغ پښتو او دري راديويي خپرونې پای ته رسیږي

۱۳۹۸ آبان ۴, شنبه

د دويچه وېله آلمان ږغ راديو پښتو او دري څانګه د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر مياشتي پر۲۶مه نېټه د افغانستان له پاره خپلي راديويي خپروني ختموي خو انټرنټي او تلويزيوني مجلې به يې ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/3Ryl2
HA Asien | Gruppenbild Dari-Pashto mit Debarati Guha
دويچه وېله پښتو دري کاري ډله په ۲۰۱۸ کال کي

د دويچه وېله آلمان ږغ راديو پښتو او دري څانګه د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر مياشتي پر۲۶مه نېټه (د ١٣٩٨ لمريز کال د لړم ٤) د افغانستان له پاره خپلي راديويي خپروني ختموي خو انټرنټي او تلويزيوني مجلې به يې ادامه ولري.

په افغانستان او نړۍ کي د رسنيو اوسنيو فعاليتونو ته په کتو سره دويچه ويله پتېيلې ده چي د افغانستان له پاره خپلي راډيويي خپروني بندي او پر ځای يې تلويزيوني مجلې پيل کړي.

دويچه ويله به په راتلونکې کښي هم د افغانستان له پاره په پښتو او دري ژبو پراخي انترنټي خپروني ولري او تلويزيوني مجلې به خپلو ليدونکو او لوستونکو ته وړاندي کړي. دويچه ويله اوس هم په دواړو ژبو پښتو او دري پراخي انتيرنيټي پاني لري او دغه خپروني به نوري هم پراخي کړي.

د دويچه ويله د افغانستان د خپرونو لنډ تاريخ

د افغانستان له پاره د دويچه ويله پښتو او دري راډيويي خپروني د هغه وخت د افغانستان د حکومت په غوښتنه او د غربي آلمان په پلازمېنه بون کي د افغانستان د سفير ډاکټر محمد يوسف په نوښت پيل سوې.

دغه افغان سفير چي د افغانستان صدراعظم هم تېر سوی ؤ، په آلمان کي يې د چارواکو سره تماس ونيو او د افغانستان له پاره يې د ممکنه خپرونو په تړاو ورسره خبري اتري وکړې. همدا ؤ چي د سردار داؤد خان د پر واک راتلو څخه نژدې درې کاله تر مخه يعني د پاچا محمد ظاهر په دوره کي لا دويچه وېله د افغانستان له پاره خپلې خپرونې د افغان حکومت په غوښتنه او هيله پېل کړې.

DW Afghanistan Redaktion
دويچه وېله پښتو دري همکاران، ۹۰يمه لسيزهانځور: DW

دويچه ويله د ۱۹۷۰م کال په سمپتمبر مياشت کي د لنډو څپو له لاري د افغانستان له پاره په پښتو او دري ژبو ۱۵دقيقي راډيويي خپروني پيل کړي.

که په افغانستان کي له پاچهۍ څخه د محمد ظاهر شاه ليري کېدل ول او که د ثور انقلاب (کودتا) او بيا پر افغانستان د شوروي د يرغل موضوع وه، که کورنۍ جګړې وې او که د طالبانو د رژيم د ړنګېدو وروسته په افغانستان کي د نوي نظام رامنځ ته کېدل او ورسره د نړيوالو مرستې او ملګري وه، دويچه وېله هميشه له يو خپلواک او نړيوال او بې پرې بُعد څخه افغانانو ته ناسانسور سوي او کره معلومات ورسول.

د افغانستان له پاره د دويچه وېله راديويي خپرونو په خپلو ۴۹ کاري کالونو کي د دواړو هيوادونو او ولسونو تر منځ د يو صوتي پُل دنده لرله.

دويچه ويله د آلمان د فدرالي جمهوريت هغه رسنۍ ده چي له آلمان څخه دباندي له پاره خپرونې لري. د دغې رسنۍ د آلماني ژبي خپروني په ۱۹۵۳م کال يعني په ۱۳۳۲ هجري شمسي کال پېل سوې.

دغې رسنۍ په آلماني ژبه د خپرونو د پېل څخه يو کال وروسته په انګريزي، فرانسوي، هسپانوي، پرتګالي او پولنډي ژبو هم جلا څانګې جوړي کړې. د مګړی دغه رسنۍ په ۳۰ ژبو خپرونې لري.

د آلمان په قوانينو کي د دويچه ويله په نوم قانون هم موجود دی چي په ۴ ماده کي يې د دويچه وېله دندې هم تعيين سوي دي، چي پکښي د اروپايي کلتور په رڼا کي د آزادۍ او قانوني دولتدارۍ پر اصولو ولاړ آلمان په هکله د معلوماتو خپرول او پېژندګلوي شاملې دندې دي.

د دويچه وېله له تعيين سوو مهمو دندو څخه يوه هم د ولسونو او کلتورونو تر منځ د تبادلې او تفاهم زياتول دي.

احمدولي اڅکزی/ن.ز.