1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ښايي د افغانانو يوه بله ډله هم اخراج کړي

۱۳۹۸ مهر ۱۴, یکشنبه

آلمان به د سه شنبې په ورځ د هغو افغانانو يوه بله ډله هم اخراج کړي چې د پناه غوښتنه يې رد شوې ده. دغه خبره د کډوالۍ د چارو يوه افغان چارواکي کړې ده.

https://p.dw.com/p/3QnRg
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

دا به د هغو افغانانو د ايستلو ۲۸مه جوپه وي چې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر مياشتې راهيسې له آلمان څخه اخراجيږي. دغه ډول اخراج په آلمان کې ناندرئيز هم ګڼل کيږي، ځکه چې منتقدين وايي دغه جنګ ځپلی هېواد ډېر خطرناک دی او پناه غوښتونکي بايد ورته ستانه نه کړل شي. ملکي کسان په عام ډول د طالبانو او اسلامي دولت په نوم د افراطي ډلو هدف ګرځي. 

د ملګرو ملتونو په حواله د سږ کال د جنورۍ او جولای مياشتو تر منځ ۱۳۶۶ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي. تېره مياشت لږ تر لږه ۸۰ تنه په کابل کې د اسلامي دولت نومې ډلې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي ول. څه باندې ۱۸۰ تنه د چارواکو په حواله په دغه پېښه کې ژوبل شوي هم ول.

Symbolbild - Abschiebung
له آلمان څخه افغانستان ته د رد شوو مهاجرو اخراج دوام لريانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

dpa/NS/AWA