1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ښايي د افغانستان ماموريت تمديد کړي

۱۳۹۴ مهر ۱۲, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزارت وایی چې دغه هیواد لا په افغانستان کې د خپل پوځ د ماموریت د تمدید په اړه پریکړه نه ده کړې. د دغه وزارت يوه وياند د شنبې په ورځ وويل چې «د آلمان د حکومت او ناټو تر منځ سلا مشورې تر اوسه دوام کوي».

https://p.dw.com/p/1GiKQ
انځور: Reuters/F.Bensch

له دې وړاندې د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼې د ناټو د ديپلوماتيکو کړيو په حواله راپور ورکړی وو چې د آلمان حکومت غواړي په افغانستان کې د خپل پوځ ماموريت يو بل کال هم اوږد کړي. ورځپاڼې دا هم ليکلي دي چې د آلمان د دفاع وزيره، اورزولا فون دېر لاين، به دغه وړانديز په راتلونکې اوونۍ کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډې ته په بروکسل کي وکړي.

د ۲۰۱۶ م کال په پای کې له افغانستان څخه د پوځ وتل د وسلوالو طالبانو د بريدونو له زور اخيستلو سره تر «وخت مخکې» کار وبلل شو. آلمان نه غواړي «خپلې لاسته راوړنې په افغانستان کې قرباني کړي»، دغه خبره د ديپلوماتيکو کړيو په حواله ورځپاڼې کښلې ده.

فون دېر لاين د کندز د وضعيت له کبله يو څو ورځې مخکې هم دې ته اشاره کړې وه چې ښايي د ماموريت د تمديدولو څخه ملاتړ وکړي. هغې له دې سره مخالفت وکړ چې د ځواکونو وتلو ته دې د يو «ټاکلي قالب» يعنې نه بدلېدونکي حقيقت په سترګه وکتل شي. د دې په خبره په سيمه کې شويو تجربو ښوولې ده چې «مهمه ده هغسې يو هېواد د امنيت په تامينولو کې تر وخت مخکې يوازې پرېنښودل شي چې لا بې ثباته وي.»

طالبانو د دوشنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې پروت د کندز ښار نيولی و، چې افغان ملي اردو سمدلاسه ورباندې تعرضي عمليات پيل کړل. د جمعې په ورځ امنيتي ځواکونو د ښار بيا نيونه اعلان کړه. د ۲۰۱۴ م کال په پای کې ناټو خپل جنګي ماموريت په افغانستان کې ختم کړی و. د «قاطع ملاتړ» په نوم د نوي ماموريت په چوکاټ کې اوس د ناټو تقريبا ۱۳۰۰۰ سرتېري په هېواد کې شتون لري، چې دنده يې مشورت او روزنه ده. د هغوی په ډله کې تر ۸۵۰ پورې آلماني عسکر هم شتون لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب