1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

+++آلمان کي ټاکنې ـ تدريجي ژوندي معلومات+++

۱۳۹۶ مهر ۲, یکشنبه

د آلمان د پارلماني ټاکنو لومړي وړاند ویني ښيي چې د میرکل د ګوندنو ایتلاف تر نورو مخکې دی; خو د آلمان له پاره بدیل د مهاجرو ضد ګوند بیا د وړوکو ګوندونو په منځ کې ډیري رایې خپلې کړي او په پارلمان کي به چوکۍ ولري.

https://p.dw.com/p/2kaaR
Bundestagswahl 2017 | CDU - Angela Merkel, Bundeskanzlerin
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

۲۰ بجې

تر اوسه پايلي:

۱۸بجې

د آلمان تر پارلماني ټاکنو وروسته لومړۍ وړاند ویني ښيي چې د میرکل د CSU/SDU ګوندونو اتحاد د ۳۲،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر نورو مخکې دی. په دویم ځای کې د مارتین شولڅ سوسیال دیموګرات یا SPD ګوند راغلی چې ۲۰ سلنه رایې یې ګټلي. خو په دریم ځای کې بیا ښي اړخه د مهاجرو ضد د آلمان له پاره بدیل ګوند راغلی دی.

په دریم ځای کې ښی اړخه د مهاجرو ضد «د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD» د ۱۳،۵ سلنه رایو تر لاسه کولو سره راغلی دی. په دې سره نو دغه ګوند د لومړي ځل له پاره د آلمان فدرال پارلمان يا بوندستاګ ته لار موندي.

د آلمان په ټاکنو کې د دریم ځای له ځانګړي اهمیت څخه برخمن وي، ځکه چې له دې سره نو روښانیږي چې د CSU/SDU او SPD تر څنګ کوم ګوند د وړونکو ګوندونو تر منځ مخکښه دی.

په څلورم ځای کې آزاد دیموکرات ګوند یا FDP د ۱۰،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره راغلی دی. په پنځم او شپږمو ځایونو کې بیا په ترتیب سره زرغون ګوند د ۹،۵ سلنه رایو سره او کیڼ اړخی ګوند له ۹ سلنه رایو سره راغلي دي.

په آلمان کې ډیر وخت ایتلافي حکومتونه رامنځ ته کیږي. دا نو په دې معنی ده چې انګلا میرکل په پارلمان  کې د اکثریت د ترلاسه کولو په موخه له یوه ګوند سره ایتلاف وکړي.

دا یوازې لومړنۍ پایلې دي. او تر دې لږ وروسته به رسمي لومړنۍ پایلې اعلان شي. که څه هم د انګلا میرګل د ګوندونو ایتلاف تر نورو مخکښ دی، خو بیا یې د تیرو ټاکنو په پرتله لږ رایې ترلاسه کړي دي. د مارتین شولڅ ګوند هم رایې له لاسه ورکړي دي، خو هغه ګوندونه چې په دې ټاکنو کې ګټه کړې ده وړوکي ګوندونه دي چې په سر کې یې د آلمان له پاره بدیل ګوند راغلي دي. له دې سره نو دغه ګوند د وړوکو ګوندونو په منځ کې تر نورو مخکښه دی.

په ټول آلمان کي پر ۶۱،۵ ميليونو د رايه اچونې حق لرونکو باندې غږ شوی دی چې د آلمان نولسم پارلمان وټاکي. د آلمان ږغ دويچه وېله په ژوندۍ او تدريجي توګه تاسو له اړونده خبرونو څخه خبروي. دغه معلومات دلته لوستلای سئ:

۱۷ بجې

Bundestagswahl 2017 | Stimmabgabe Angela Merkel, Bundeskanzlerin
انګلا مېرکل د خپل سړي يوآخيم زاور سره رايه اچونې ته حاضره سوهانځور: Reuters/K. Pfaffenbach
Deutschland Bundestagswahl Joachim Herrmann
يوآخيم هېرمن د مسيحي سوسيال ګوند مخکښ کانديد دیانځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان د انتخاباتو د مرکزي دفتر مشر اعلان کړی چي د غرمې تر ۲ بجو پوري د رای ورکولو پر شرايطو د برابرو وگړو نژدې ۴۰ سلنه په انتخاباتو کي گډون کړی چي دا تقريباً د ۲۰۱۳م کال ټاکنو ته ورته سلنه ده. د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کي د رای ورکولو پر شرايطو برابر وگړو ۷۱،۵ سلنه گډون کړی وو.

غرمه ۱۴:۳۰ بجې
انګلا مېرکل خپله رايه وکاروله


لومړي وزارت ته کانديده او د آلمان د مسیحي ډيموکراټ ګوند رئيسي انګلامېرکل په ۲ بجو او دېرشو دقيقو خپله رايه په برلين کي واچوله. د نوموړې سره د هغې ميړه يوآخيم زاور هم ملګری ؤ. 


غرمه ۱۲:۰۰ بجې
د آلمان ولسمشر خپله رايه وکاروله


د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاين ماير په برلين کي خپله رايه وکاروله. هغه له ۶۵۰ زرو رضاکارانه مرستندويانو مرسته وکړه چي په دغو ټاکنو کي کومک وي. شټاين ماير او مېرمني اېلکه بيوډنبنډر يې د برلين په څېهلندورف ښوونځي کي د رايه اچونې په مرکز کي خپلي رايي واچولې.

سهار ۱۰:۳۰ بجې
مارتين شولڅ خپله رايه وکاروله


د لومړي وزارت له پاره د سوسيال ديموکرات ګوند کانديد مارتين شولڅ په ويورزلن ښار کي خپله رايه واچوله. نوموړی د سهار په تقريبا لسو بجو د خپلې مېرمني سره د ياد ښار د ښاروالۍ په ودانۍ کي جوړ سوي د رايه اچونې مرکز ته ورسېد. دغه ۶۱ کلن سياستوال و رسنيو ته د خبرو پر وخت پر خلکو ږغ وکړ چي په لوړ شمېر په رايه اچونه کي برخه واخلي.

سهار ۱۰:۰۰ بجې
د آلمان ولسمشر: رايه واچوئ


د آلمان ولسمشر فرانک والټرشټاين ماير پر آلماني ولس ږغ کړی دی چي د پارلمان په ټاکنو کي په لوړه اندازه برخه واخلي او خپلې رايي وکاروي. نوموړي په آلمانۍ ورځپاڼه «بلډ ام زونټاګ» کي خپره سوې ليکنه کي ويلي: «د رايه اچونې حق يو مدني حق دی.» هغه ليکلي چي خلک بايد په خپله له خپلي رايي د اچولو له حق څخه ګټه واخلي او صرف نورو ته دکار نه پرېږدي.

سهار ۱۰:۰۰ بجې
يوآخيم هېرمان رايه واچوله


د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند مخکښ کانديد يوآخيم هېرمن د سهار په ۹ بجو او ۴۵ دقيقو په اېرلانګن ښار کي خپله رايه وکاروله. د دغه کار له پاره هغه د زانکت تېريسيا کودکستان ته ورغلی ؤ.

سهار ۰۹:۳۸ بجې
د نړۍ تر ټولو لوی دموکراتيک پارلمان

د آلمان راتلونکی پارلمان به د محاسبو له مخي د دغه هيواد د تاريخ تر ټولو زيات استازي لرونکی پارلمان وي. د سياسي چارو کارپوه يوآخيم بېهنکه په وينا ښايي راتلونکی پارلمان د ۶۸۰ او ۷۰۰ تر منځ استازي ولري. بهېنکه زياته کړې چي که په رشتيا د آلمان د استازو شمېر دومره جګ سي «نو دا به د نړۍ تر ټولو لوی دموکراتيک پارلمان» وي. د آلمان لا برحال پارلمان ۶۳۱ استازي لري، حال دا چي رسما شمېر ۵۹۸ دی. د آلمان د ټاکنو د قانون له مخي هر رايه اچوونکی دوې رايي اچوي چي يوه رايه د ګوند او بله د کانديد له پاره وي. د يو ګوند له پاره د دويمي او لومړۍ رايي د تناسب په ترڅ کي د استازو شمېر تر رسمي ۵۹۸ څخه زياتېدلای سي. 

سهار ۰۸:۰۰ بجې
ټاکنيز مرکزونه پرانستل سول


د آلمان د فدرالي جمهوريت د ۱۹ پارلمان د ټاکنو له پار د يکشنبې په سهار ۸ بجې د تاکنو مراکز پرانستل سول. په دې ترڅ کي پر تقريبا ۶۱،۵ مليونو آلمانانو ږغ سوی دی چي خپلي رايي وکاروي. دا هغه آلمانيان دي چي د رايه اچونې حق لري.

Würselen Martin Schulz vor Wahllokal zur Bundetagswahl
مارتين شولڅ د خپلې مېرمني سرهانځور: Reuters/T. Schmuelgen