1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د (IS) یو شکمن غړی نیول شوی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۱, یکشنبه

د آلمان د پولیسو ځانگړې کوماندو، د نارد راین ویستفالن ایالت په دینسلاکن ښار کې له سوریې څخه راگرځیدلی ۲۴ کلن کس نیولی دی. ویل شوي دي چې نوموړی کس د افراطي ډلې «اسلامي دولت» سره یو ځای شوی وو.

https://p.dw.com/p/1EIVR
انځور: picture alliance/ZUMA Press/M. Dairieh

د اړونده تحقیق کوونکو د څیړنو له مخې نوموړی ۲۴ کلن آلمانی چې نوم یې Nils D. ښوول شوی دی د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر میاشت کې سوریې ته پرواز کړی وو. په کالز روهه، کې د آلمان د لوی څارنوال هارلد رانگه، د څرگندونو له مخې په «جدي» توگه داسې شک کیږي چې هغه په سوریه کې د جهادي ملیشې «اسلامي دولت» سره یو ځای شوی دی.

د آلمان د لوی څارنوال د څرگندونو له مخې داسې اټکل کیږي چې نیول شوی کس د ۲۰۱۴م کال د نومبر په میاشت کې آلمان ته تر بیرته راگرځیدو پورې لږ تر لږه د دغې تندلارې ډلې غړې پاتې شوی دی.

دغه کس د امریکا متحده ایالاتو د ترهگرۍ په هکله له خبرداري څخه وروسته نیول شوی دی. د «بلډ ام زونتاگ» په نامه د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارو په آلمان کې د احتمالي بریدونو په هکله اشاره کړې ده.

د کور تالاشي کیدل

د آلمان د نارد راین ویستفالن ایالت د پولیسو ځانگړو قطعاتو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ لسمه) دغه شکمن کس ونیو. تحقیق کوونکو په دینسلاکن کې د نوموړي کور تالاشي کړی دی. د پولیسو د ویاند په وینا تر اوسه د کوم مشخص برید یا د هغې د چمتووالي په هکله کومې نخښې نښانې نه دي موندل شوي. د پولیسو ویاند زیاته کړې ده چې همداشان په پاریس کې د اوسني بریدونو سره د تړاو درلودلو په هکله هم کوم څه نه دي موندل شوي دي.

نیول شوی شکمن کس د یکشنبې په ورځ د آلمان د فدرالي محکمې تحقیق کوونکو ته سپارل کیږي. د آلمان د دوسلدورف څارنوالۍ د روان میلادي کال په پیل کې د نوموړي شکمن کس پر ضد څیړنې پیل کړې وې.

د نارد راین ویستفالن ایالت چارواکي داسې اټکل کوي چې د دې ایالت شا او خوا ۱۵۰ تنو په عراق او سوریه کې د تندلارو اسلامپالو ډلو سره د یو ځای کیدو په موخه دغو هیوادونو ته سفر کړی دی. د پولیسو د وینا له مخې د دغو کسانو یو شمیر یې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» په جنگي فعالیتونو کې برخه اخیستې ده.