1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ۱۲ زره بهرنيان پر سرحد جواب کړي دي

۱۳۹۷ فروردین ۶, دوشنبه

د آلمان فدرالي پوليسو په ۲۰۱۷ کال تر ۱۲۰۰۰ څخه زيات انسانان د آلمان پر سرحد داخليدو ته نه دي پرې ايښي. د مخکني کار په پرتله په دغه شمېر کي ۲۱ سلنه کموالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/2v0TU
Deutschland Ausweiskontrolle Flughafen Frankfurt
انځور: picture alliance/dpa/U. Baumgarten

د «راينيشه پوست» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د دوشنبې د ورځي (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۲۶مه نېټه) په خپله ګڼه کي د آلمان له سرحد څخه د جواب سوو د دخولي تکل لرونکو کسانو په تړاو راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کي راغلي دي چي د آلمان فدرالي پوليسو چي د پولې ساتنې او کنترول دنده په غاړه لري په ۲۰۱۷ کال په ټوليزه توګه ۱۲۳۷۰ انسانان پر پوله له کنترول وروسته جواب کړي او هغوی ته يې اجاز نه ده ورکړې چي آلمان ته داخل سي. دا په داسي حال کي ده چي په ۲۰۱۶ کال په ټوليزه توګه ۱۵۷۳۵ انسانان د آلمان له پولې څخه جواب سوي ول. په دې توګه په ۲۰۱۷ کال د مخکني کال په پرتله له پولې څخه د جواب سوو انسانانو په شمېر کي ۲۱سلنه زياتوالی راغلی دی.

دغه ډول له پولي څخه جوابول هغه وخت ممکن دي کله چي آلمان ته د ننوتو تکل لرونکی د کنترول پر وخت اړين د سفر اسناد له ځان سره ونه لري او نه غواړي چي په آلمان کي د پناه غوښتنه وکړي. له پولې څخه جوابول د آلمان د قانون له مخي په اخراجولو يا له آلمان څخه په بېرته لېږد کي نه شمېرل کيږي، ځکه چي اړونده کسان له سره آلمان ته داخل سوي نه وي. دغه ډول آلمان ته د داخلېدو څخه مخکي د خلکو د داخلېدو مخنيوی نه يوازي پر مځکنيو لارو ممکن دی بلکه پر هوايي ډګرونو هم امکان لري.

د ورځپاڼي د راپور له مخي تر ټولو زيات آلمان ته له داخلې ممانعتونه د ياد کال د جون او جولای په مياشت کي عملي سوي دي. زياته سوې چي په جون مياشت کي د ۱۲۱۱ انسانانو مخه نيول سوې چي آلمان ته داخل سي او په جولای کي د دا ډول کسانو شمېر ۱۴۶۲ وو. دا په داسي حال کي چي د جولای په مياشت په آلمان کي د جي-۲۰ سرمشريزي په ترڅ کي په موقتي توګه سرحدي کنترول پېل کړل سوی وو. په راپور کي راغلي چي اټکل کيږي چي سږکال به هم د تېر کال په څېر له پولې څخه د جوابونې تمايل موجود وي.