1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ۹۰۰۰ کورنیو ته د الحاق اجازه ورکړې

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

آلمان په زرونو کسانو ته چې په آلمان کې یې د کورنۍ غړي د «محافظت حالت» لره له خپلو کورنیو سره د یو ځای کیدو اجازه ورکړې ده. حکومت تیر کال موافقه وکړه چې د ځینو مهاجرو له پاره د کورنیو د الحاق شرایط بدل کړي.

https://p.dw.com/p/3N0iI
Symbolbild: Familiennachzug
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

تیر کال د کورنیو د الحاق په قانون کې تر بدلون وروسته، نزدې ۹۰۰۰ هغه کسان چې خپلوانو یې په آلمان کې د «پناه غوښتنې حالت» لره، په دې توانیدلي دي چې دې هیواد ته راشي او له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد خبري آژانس ته ویلي دي چې د ۲۰۱۸م کال له اګست میاشتې څخه تر تیرې جون میاشتې پورې یې ۸۷۵۸ کسانو ته آلمان ته د راتلو اجازه ورکړې ده.

تر دې مخکې د آلمان حاکم ایتلافي حکومت تر اوږدو بحثونو وروسته موافقه کړې وه چې د هغو کسانو د کورنیو د الحاق اجازه ورکړي چې په آلمان کې یې «فرعي محافظت» ترلاسه کړی وي.

فرعي محافظت د آلمان د مهاجرت ادارې په حواله هغو کسانو ته ورکول کیږي چې سیاسي پناه ترلاسه نه کړي خو دا خبره ثابته کړي چې په اصلي هیواد کې یې ورته جدي ګواښ متوجه دی.

په آلمان کې ډیر وخت هغو کسانو ته «فرعي محافظت» ورکول کیږي چې له کورنۍ جګړې دې هیواد ته تښتیدلي وي.

محدودې اجازې

د آلمان د ایتلافي حکومت غړو موافقه کړې وه چې په میاشت کې د کورنیو د الحاق اجازه زرو ته محدود کړي. د کورنیو چارو وزارت د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «په فيبروري، مارچ او اپریل میاشتو کې [د کورنیو د الحاق] سپارل شوي غوښتنلیکونه تر ټاکل شوي حد واوښتل خو موږ بیا هغه د راتلونکو میاشتو له پاره په پام کې ونیول.»

د هغو کسانو کورنۍ چې په آلمان کې یې سیاسي او یا د ژنیو د کنوانسيون پر اساس محافظت ترلاسه کړی وي، له ډیر وخت راهیسې کولی شي چې د کورنۍ د الحاق غوښتنلیک وړاندي کړي. د آلمان حکومت دغه حق د هغو کسانو له پاره چې «فرعي محافظت» یې لره، په ۲۰۱۷م کال کې وځنډاوه.

د کورنیو د الحاق په ترڅ کې یو بالغ کس کولی شي خپل میړه یا میرمن او اولادونه آلمان ته راولي. که یو پناه غوښتونکی تر قانوني سن کم عمر ولري، نو کولی شي خپل والدین هم آلمان ته راوغواړي.

Pearson.A