1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آياجمهوررييس ميد ويدوف قدرت لري ،اوکه صدراعظم پوتين

۱۳۸۷ اسفند ۱۲, دوشنبه

نن دمارچ دمياشتي دوهمه نيټه ده او يو کال دمخه په همدې ورځ دروسيې ولس مشر ديمتري ميد ويدوف پخپل کار پيل کړی دی ...

https://p.dw.com/p/H4IA
دروسيې جمهوررييس ديميتري ميد ويدوف او صدراعظم ولاد يميرپوتين
دروسيې جمهوررييس ديميتري ميد ويدوف او صدراعظم ولاد يميرپوتينانځور: picture-alliance/ dpa

که څه هم ځيني کسان وايي چي ديمتري ميدويدوف تش په نامه دروسيي جمهوررييس دی ،اوهرکار چي په دغه هيواد کي کيږي ، دولادمير پو تين په ارادې سره کيږي . خو ددويچي ويلي دالمان ږغ دراډيو دروسيې خپروني دڅانګي د مبصر اينګو من تايفل په عقيده ،داخبره به سمه نه وي او څوک چي دا خبره کوي هغه ديمتري ميدويدوف نه پيژني .

هو داخبره نه يوازي دروسيې څخه دباندي اوريدل کيږي ، بلکي په روسيه کي دننه هم ډير خلک دا ګومان کوي چي دروسيې په سياسي ډګر کي اصلي لوبغاړی ولادمير پو تين دی . که څه هم په ظاهره کي دلمړي وزارت دنده پر غاړه لري او ميدويدوف په اصطلا دوهم ويلون غږوي .

دننه په روسيه کي ديوې ناپيلي څيړونکي مؤسسي له خوا په دې اړه د خلکو څخه پوښتني سوي دي ،او د هغه پر اساس يواځي په سلو کي 12 وګړي په دې عقيده دي چي ميدويدوف په رښتيا سره په روسيه کي قدرت لري .

داخبره له دې امله خلک کوي چي وايي هرکله چي يوه مهمه پيښه په روسيه يا دروسيي په اړوند کيږي ، نو پوتين هلته راڅرګنديږي . مثلا دګرجستان دجګړې په وخت کي ، يا کله چي د اوکراينه سره دګازو پر سر لانجي رامنځ ته شوې . او بله خبره داده چي ميدويدوف دخپل کار دپيل دورځي ر ا پديخوا دپوتين تګ لاره تعقيب کړې ، چي که څه هم کله ناکله يو څو ليبرالي خبري هم کوي . خو په عمل کي ديوه ليبرال سياست يا نوښت په لور ميدويدوف داسي کوم ګام ندی اخيستی چي هغه سړی دروسيې په سياست کي دميدويدوف په راتلو سره يو نوښت يا بدلون وبولي . او داخبره به زيات کومه دحيرانتيا خبره هم نه وي .

ديوه کال راهيسي چي ميدويدوف دروسيې دولس مشر په حيث ټاکل شوی دی ، داپوښتنه ديوې بنيادي پوښتني په توګه مطرح ده چي آيا ميدويدوف غواړي چي په اصطلا دپوتين دسياسي سيوري څخه ځان راوباسي او يوه ځانګړې سياسي تګلاره غوره کړي ؟

خو دلته اساسي مساله داده چي په روسيه کي پو تين دخپلي واکدارۍ په وخت کي داسي يو سياسي نظم رامنځ ته کړی دی ، چي د هغه څخه وتل به آسانه خبره نه وي . کله چي د ولس سترګي دپوتين پر خوا وي ، کله چي دروسيې منورين که په سياسي ډګر کي دي يا په اقتصادي ډګر کي ، ټول دصدراعظم پوتين تګ لاري ته تمايل وښه يي، او بيا کله چي ددولت ټول لارښوونکي مامورين زياتره پوتين ته وفاداره وي او ميدويدوف پخپله هم دپوتين دوفادارو ملګرو او پلويانو څخه بلل کيږي ، نو دابه داريانتيا وړ کومه خبره نه وي چي ميدويدوف زياتره ديوه داسي دولتي مشر نقش لوبوي چي چاري يې لمړي وزير ورته سرته رسوي او دی په اصطلا دولس مشرڅوکۍ ساتي ،تر څو چي پو تين بيرته دغه څوکۍ ته راسي .

په روسيه کي د سياست څرخونه په لمړي سرکي دپرسونل په لاسونو څرخيږي .کله چي په پرسونل کي بدلون راسي نو په سياسي تګ لاره کي هم بدلون راتلای سي .

او داخبره په روسيه کي نوې خبره هم نده دسټالين دزماني راهيسي دغه پرنسيپ په دغه هيواد کي چليږي . ترستالين وروسته تر ګورباچوف او يالڅينه پوري همداسي وه، تر څو چي پوتين هم يو کال هماغه ديالڅين سياست چلاوه،او هغه ؤچي ده وکولای سول يالڅين ته وفاداره کسان ددولت دمهمو پوستونو څخه ليري کړي او خپل اعتمادي کسان ددولت په مهو پوستونو کي ځای پر ځای کي .

په روسيه کي داپرنسيپ دهر بل هيوادپه پرتله زيات چلش لري چي هرڅوک چي ددولت په مهمو پوستونو کي خپل پلويان ځای پر ځای کړي، هغه کولای سي ، سياسي بدلون او سياسي نوښتونه راولي . تر اوسه ديمتري ميدويدوف پخپله دپوتين دپلويانو او وفادارانوڅخه بلل کيږي ، نو دی به له يوې خوا نه غواړي دپوتين دتګ لاري څخه پرته بله تګ لاره غوره کړي ،او د بله پلوه که دی دا کار وغواړي بياهم دې هدف ته درسيدلو دپاره خپل پرسونل نلري .

ميدويدوف يوه پروژه لري چي داحتياطي کدرونو پروژه بلل کيږي . په دغه لست کي دزرو هغه کسانو نومونه شامل دي ،چي په راتلونکي کي ددولتي مهمو پوستونو دپاره په نظر کي نيول شوي دي . ددغي پروژې هدف به يواځي دانه وي چي ددولت دراتلونکي مهمو پوستونو دپاره پرسونل وروزل سي ،بلکي په دغه لست کي به دميدويدوف اعتمادي او وفادورو کسانو ته هم ځاي ورکړل شوی وي . خو داچي دپرسونل په دغه کدرونو کي به داسي کسان هم وي چي په روسيه کي دسياسي تګلاري بدلون غواړي او که څنګه ددي پوښتنۍ ځواب په راتلونکي پوري اړه لري .