1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اروپا په انترنيتي جاسوسۍ خبره وه؟

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

اروپايي چارواکي د ۲۰۱۱ کال په نیمایي کې په دې خبره پوهیدل چې امریکا له تیوریتیکي لحاظه کولای شي چې د اروپایانو انترنتي او تلیفوني اړیکې وڅاري. خو کارپوهان وایي چې اروپايي ټولنې له دې سره ډیره کمه علاقه لرله.

https://p.dw.com/p/18nfb
ILLUSTRATION - Ein Mann tippt am Donnerstag (16.06.2011) in Frankfurt am Main auf einer Computer-Tastatur vor einem elektrischen Schaltplan. Bundesinnenminister Friedrich (CSU) eröffnet am Donnerstag in Bonn das Nationale Cyber-Abwehrzentrum. Die Einrichtung soll die Zusammenarbeit staatlicher Stellen im Kampf gegen Bedrohungen aus dem Internet verbessern. Foto: Frank Rumpenhorst dpa/lhe
Wachsende Gefahr von Hacker-Angriffenانځور: picture-alliance/dpa

په اروپا کې د امریکا «د ملي امنیت استخباراتي ادارې» د پریزم «PRISM» څارنیز پروګرام په اړه ډیر غبرګونونه راپاریدلي دي. دغې موضوع هغه وخت د اروپایانو پام ځان ته راواړاوه چې د امریکا د استخباراتي ادارې یوه کارکوونکي ادوارد سنودن، انګلیسي ورځپاڼي ګاردین ته داسې معلومات ورکړل چې له مخې یې امریکا د یو شمیر کسانو انترنتي او تلیفوني اړیکي څاري.

د آلماني پلاګ netzpolitik.org لیکونکي او د آلمان د دیجتال ټولني غړي بینیامین بیرګمن، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «یو شمیر کسان لا وختي په هغه څه پوهیدل چې سنودن افشا کړل.»

په ۲۰۱۲ کال کې اروپايي ټولني ته یو داسې رپوټ وړاندي شوی وو چې پکښې راغلي ول چې امریکا متحده ایالاتو له تیوریک لحاظه له۲۰۰۸ کال راهیسې د اروپايانو د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څارلو توان لاره.

د دغه رپوټ د لیکوالانو په حواله هغه وخت اروپايي ټولني ته دا خبره نه وه ویل شوې چې امریکا کولای شو چې ټولیزي سیاسي څارني هم ترسره کړي.

اروپايي ټولنه بیا د ۲۰۱۱ کال په نیمایي کې په دې موضوع پوه شول چې امریکا په ۲۰۰۸ کال کې له دغه هیواد څخه بهر د یو شمیر کسانو د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څارلو صلاحیت خپلو جاسوسي سازمانونو ته ورکړی دی.

اروپايي ټولنې ته د رپوټ وړاندې کوونکو په حواله که څه هم د دې ټولني کمیشنرانو ته ویل شوي ول، چې امریکا د اروپايانو معلوماتو ته لاسرسی لري، خو دغي ټولني له هغوی څخه د ساتنې په برخه کې غفلت کړی وو.

پر چین او روسیې باندي تمرکز

د Centre d'Etudes sur les Conflits له مرکز څخه جولین یندیس بوز، وایي چې اروپايي ټولني له ډیر وخت راهیسې د انترنتي کاروونکو د معلوماتو پر محفوظ ساتلو پانگوونه کړې ده. خو د هغه په وینا دې ټولني د دولت له خوا د تمویلیدونکو پروژو پر وړادي د خپلو وگړو پر ساتني تمرکز نه لاره.

اروپايي ټولني تر ډیره ځايه پوري د انفرادي انترنتي غلو د نیولو او انترنتي کمپنیو پر تنظیمولو باندي ټینگار کاوو. او که په ډیرو کمو مواردو کې د دولتونو موضوع رامنځ ته کیده، نو اروپايي ټولني خپله ټوله توجه چین او روسیې ته اړوله.

ښاغلی یندیس بوز وایي، دا چې ولي اروپايي ټولنه د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې چوپتیا اخیتار کړې وه، ښایي سیاسي دلایل ولري. هغه وایي چې د ډیر شمیر اروپايي هیوادونو له پاره متحده ایالات د یوه پیاوړي سوداگري، او سیاسي شریک حیثیت لري. پر دې سربیره امریکا د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې انترنتي خدمتونه هم وړاندي کوي.

آیا اروپايي استخباراتي سازمانونه هم په دې کار کې شریک ول؟

د بریتانیاوي ورځپاڼي «گاردین» په حواله د دې امکان شته چې اروپايي استخباراتي سازمانونه دې هم د امریکا له استخباراتي څارنو څخه گټه اخيستې وي. دې ورځپاڼي ویلي دي چې داسې ښکاري چې د انگلستان استخباراتي ادارې دې د «PRISM» پروگرام له لارې راټول شوي معلومات کارولي وي.

بینیامین بیرګمن وایي چې له همدې کبله دې د فیسبوک او گوگل انترنتي پاڼو هر اروپايي کارکوونکی په دې خبره پوه وي چې د هغوی شخصي معلومات کیدای شي د «PRISM» د پروگرام په ترڅ کې وڅارل شي. هغه وایي: «کیدای شي یو اروپايي وگړی له ځانه وپوښتې چې د امریکا استخباراتي اداره له ما سره څه کار لري. خو دغه وگړی باید په دې خبره پوه شي چې اروپايي استخباراتي ادارې د هغه په اړه له معلوماتو سره علاقه لرلای شي او له همدې کبله کیدای شي د دغو استخباراتي ادارو تر منځ یو ایتلاف رامنځ ته شوی وي.»

د اروپايي وگړو حقوق تر پښو لاندې شوي دي

په داسې حال کې چې اروپايان کولای شي پر یوه وگړي باندي له دې کبله چې په انترنت کې یې د هغه خصوصي معلومات څارلي دي دعوا وکړي، په امریکا متحده ایالاتو کې وگړي دغه شان یو حق نه لري. په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سیاسي مطالعاتو له مرکز څخه نیکولاس هیرننز، وایي چې د امریکايي استخباراتي ادارو د دغو کړنو په پایله کې د اروپايانو د شخصي معلوماتو د مصونیت حق تر پښو لاندې کیږي. یو شمیر کارپوهان وایي چې اروپايي ټولنې ښایي د ترهگرۍ د گواښ د له منځه وړلو له پاره د امریکا پر دې اقدام باندې سترگې پټې کړې وي.

د اروپايان د معلوماتو خوندي ساتل

په دې اړه چې اروپايي ټولنه څرنگه کولای شي د خپلو وگړو شخصي معلومات خوندي وساتي، ډیر وړاندیزونه موجود دي، خو د اروپايي ټولني غړي هیوادونه د دغو وړاندیزونو په اړه له یو بل سره موافقې ته نه رسیږي. اوس پر یوه داسې سیستم باندي خبري اترې روانې دي چې کولای شي د اروپايي انترنتي کاروونکو معلومات خوندي وساتي.

خو د دغې ټولنې غړي هیوادونه په دې سیستم کې د بدلونونو د رامنځ ته کیدو غوښتونکي دي. د بلگې په توگه دغه ټولنه غواړي چې هغه ویبپاڼې خپلو کاروونو ته وروپیژني چې د امریکايي قوانینو له مخې تنظیمیږي.

یو بل امکان دا دی چې اروپايي ټولنه پر متحده ایالاتو باندې فشار راوړي چې د دغې ټولنې د کاروونکو معلومات و نه څاري، خو اوس په اروپا کې دغه پوښتنه راولاړه شوې ده چې آیا د انترنتي معلومات مصونیت ته د ترهگرۍ پر ضد جگړې په پرتله ډیر اهمیت ورکړل شي او که نه.