1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اسدالله خالد به په کندهار کي امنيت ټينگ کړي؟

۱۳۹۰ شهریور ۳, پنجشنبه

د ولسمشر حامد کرزي په فرمان اسدالله خالد د افغانستان په سهيل کي د روانو ناامنيو د مخنيوي او په سيمه کي د ټولو کورنيو او باندنيو نظامي ځواکونو د همږغه کولو په موخه د نظامي شورا د مسول په صفت و ټاکل سو.

https://p.dw.com/p/12NUK
اسدالله خالد
اسدالله خالدانځور: DW

نوموړي په کندهارکي خبري ناستي ته وويل: په دې سيمه کي د ټولو نظامي ځواکونو د لاښې هماهنګۍ په موخه د ولسمشرکرزي په ځانګړي فرمان همدغه دندي ته غوره سوى.

 

د خالدپه خبره دده لپاره د هيواد هره نقطه مهمه ده په ځانګړي ډول سهيلي حوزه.

 

سدالله خالد هيله وښوده، چي که چيري ددې ولس همکاري راسره مله وه نوهغه ورځ ليري نه ده چي په دې سيمه کي پرتې ستونزي به يو مخ له منځه ولاړي سي او يوه ورځ د سولي او ټيکاؤ شاهدان و اوسو.

 

داچي اسدالله خالد به په خپلو ورسپارل سويو چاروکي څومره بريالى وي روڼ اندي او د کندهار ښاريان بېلابېل نظرونه لري، چي يوشميريې د کارونو پايلوته خوښ دي او نور بيا وايي چي مخکي هم نوموړي په کندهارکي دنده اجراءکړېده لاکن لکه څنګه چي په کاروه هغسي بريالى نه ؤ.

 

په مشرانو جرګه کي د کندهارد خلګو انتصابي استازې رڼا ترين همدغه ټکي ته ګوته نيسي او وايي چي د لوى کندهار لپاره به په نظامي اړخ کي د اسدالله خالدهڅي کومه مثبته پايله ونه لري. ځکه ددې په خبره چي نوموړى په ملکي چاروکي ډېرپاته سوى خو په نظامي چاروکي يې تجربه کمه ده.

 

خالد صاحب د کندهار او سهيلي سيمي لپاره يو ازمويل سوى شخص دى، تقريباً په کندهار کي نا امنۍ او ستونزي دده له وخته راپيل سوي، فکر کوم چي د کندهار د خلګو او امنيت لپاره به په يو داسي بخش کي چي هغه نظامي دى دده راتلل

مثبت تاثيرونه لري

 

په کندهار کي د سياسي چارو شننونکى تورن نيک محمدخان بيا اسدالله خالد په خپلو کارونو کي قاطع سړى يادوي او وايي، چي د ولسمشر دا ټاکنه ډېره پرځاى ده. ځکه په نظامي چاروکي برياليتوب په قاطعت کي نغښتى دى.

 

د کندهار ښار ددوهمي ناحيې اوسيدونکى يو له هغوکسانوڅخه دى چي د سهيلي حوزې نظامي مسؤليت پر اسدالله خالد باندي دروند بولي او وايي، چي دده د ولايت پرمهال هم ناامني وه او بيا به هم همدغه ناامني وي.

 

اسدالله خالد د افغانستان په کابينه کي د سرحدونو او قبايلو چارو برحال وزير او تر څنګ يې د امنيت د شوراغړيتوب هم لري.تردې دندو وړاندي د کندهار او غزني ولايتونو لپاره والي هم پاته سوى دى.

 

داچي اوس به نوموړی په خپله دغه درېيمه دنده کي چي د سهيلي حوزې د نظامي ځواکونو همږغي او امنيتي چاري سمبالول دي څومره بريالى وي، پرېکړه به وخت کوي.

 

ځکه له يوې خوا د ښاغلي خالد دندي ډيري اوله بله اړخه د ټول هيواد په کچه د سهيلي حوزې امنيتي وضعه ډېره کړکيچنه او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کندهارد وسلوالو طالبانو ستر مرکزهم ؤ.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل