1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اسرائيل پر ايران باندي بريد کوي؟

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

په داسي حال کي چي د امريکا د متحده ايالتو ولسمشر بارک اوباما هڅه کوي چي له ايران سره ترينگلتياوي کمي کړي، ايران خپل ځمکني پوځونه تمرينونو ته را ايستلي دي او وايي چي د هربريد جواب به وايي.

https://p.dw.com/p/13zJf
انځور: Dor Malka

اوباما څو ورځي وړاندي وويل:

«زه فکر نه کوم چي اسرائيل دي پر ايران باندي د بريد تصميم نيولی وي. زه په دې عقيده يم چي اټومي شخړي دي د ډيپلوماتيکو لاري حل سي.»

د ايران په اټومي دستګاو کي د بريد دغه نوی بحث د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د يوه مضمون تر خپرولو وروسته پيل شو. یوه اسرائيلي ژورناليست رونن بيرګ من، نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته ويلي دي چي:

«د اسرائيلو د پوځ او استخباراتي شبکې له کلېدي مشرانو سره تر خبرو وروسته زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چي اسرائيل به په ۲۰۱۲کال کي پر ايران باندي بريد وکړي.»

تر نيويارک ټايمز وروسته واشنګټن پوست ورځپاڼي هم داسي راپورونه خپاره کړل چي گويا د امريکا د متحده ايالتو ددفاع وزير ليون پنيتاهم دغه بريد د اپريل او جون د مياشتو په منځ کي اټکلوي.

بيرګ من په دې باور دئ چي د ايران اټومي پروګرام به په راتلونکو نهو مياشتو کي داسي يوې مرحلې ته ورسيږي چي يو بريد به ئې بيا مخه ونه نيسي. ځکه نو اوس پر ايران باندي د بريد کولو احتمال ډيريږي.

د سي آی اې پخوانی مامور او د امريکا د څلورو ولسمشرانو مشاور او د منځني ختيځ کارپوه بروس ريدل وايي چي ايران دداسي اټومي وسلو لرونکو هيوادونو لکه روسيه، اسرائيل، هند، پاکستان او امریکا د پنځمي جنگي کښتۍ په منځ کي پروت دئ چي ډيره به ورته مشکله وي چي يو څه دي وکړي. خو«زما په اند د ايران هر حکومت به د اټومي پروګرام د پر مخ بېولو هڅه وکړي.»

هغه وايي چي په عراق او افغانستان کي جنګونو وښووله چي د دې سيمي هيوادونه د لويديځ له خوا د فشار او مداخلې پر وخت څومره بې وسه دي.

اسرائيل د ډير وخت راهيسي پر ايران باندي د بريد چمتووالی نيسي. خو دا چي دا بريد به څومره کاميابه وي په دې هلکه څه ويل گران کار دئ.

د ايران اټومي دستګاوي په بېلا بېلو سيمو کي پرتې دي. د قم په ښار کي د اوياميترو په ژوروالي کي يوه اټومي دستگاه پرته ده چي ډير قوي بمونه ئې هم نسي ورانولای.

که چيري هرڅه د سرائيلو د پلان سره سم پر مخ ولاړ سي سعني د ايران اټومي دستگاوي له منځي ولاړي سي خو پنځه کاله وروسته بيا هم کيدای سي چي دغه پروسې ته ادامه ورکړله سي.

اوباما او پنيتا د اسرائيلو مشرتابه ته په وار وار دا خبره روښانه کړې ده چي دوی اوس پر ايران باندي د بريد پر ضد دي او دغه کار به ددې شخړي د سوله ييزي لاري د هوارولو هڅي ګډي وډي کړي.

که سړی چيري د سي آی اې د منځني ختيځ د پخواني کارپوه ريدل په خبره باور وکړي نو په دې حالاتو کي سړی د ثبات په هکه هيڅ فکر نشي کولای:

«که په لنډو ټکو کي ووايم نو د ايران له شخړي څخه داسي يوه شخړه جوړېدلای شي چي له بيروت څخه به د خيبر تر درې ورسيږي او د ختمولو ټول مسئوليت او بار به ئې د امريکا د متحده ايالتو پر اوږو پروت وي.»

شتوته/ بريښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل