1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا امريکا به د توغنديو دفاعي سيستم د چتر څخه تير شی؟

۱۳۸۷ اسفند ۱۴, چهارشنبه

د امريکی ولس مشر بارک اوباما بايد د روسيي ولس مشر ميدوويدوف ته داسي يو وړانديز کړي وي چي د امريکی متحده ايالتونه دي ته چمتو دی چي په ختيځه اروپا کی د توغنديو د پلان شوی دفاعي سيستم د يو چتر د جوړولو څخه تير شی.

https://p.dw.com/p/H5St
سمبوليک عکس: اوبا او ميدوېديفانځور: AP

که چيری ددي کا رپه مقابل کی روسان دی ته خپل چمتو والی وښه يي چي په ايران باندی فشار راوړی تر څو د خپل اتومی پروګرام څخه تيرشی او دپولند او چک دامنیت دساتنی ژمنه وشی. خو سپیني ماڼۍ دغه خبر ردوي او وايي چي دنیويار ک تايمز ورځپاڼۍ په مشخصه توګه ندی ليکلی چي که دغه رازيو پټ ليک داوباما ما له خوا دروسيي ولس مشر ته استول شوي وی ، نو په هغه کی څه لیکل شوی دی؟

خو داسي آوازی هم شته چي کرملين دداسی يوه لیک اخيستل تايد کړی وی او ددي لیک په مقابل کی يي ډیر سوړ غبرګون ښودلي وي.

څه چي لا تراوسه پټ پاتی دی هغه داوباما دليک متن دی . په مسکو کی د ميدویدوف وياندي Natalia Tima kowa دا خبره تايد کړی چی د روانو سیاسی موضوعګانو به هکله د اوباما یو لیک ميدویدوف ته رسیدلاي دی خو دا چی په دغه لیک کی په مشخصه توګه څه لیکل شوی، په دی هکله څه ندی ويل شوی.

دا چي د يوه داسی سیاسی معاملی په هکله به اوباما ميدويدوف ته يو ليک استولی وی، پخپله میدویدوف پرون په هسپانیا کی د خپل سفر په وخت کی ويلی دی چی کله که څوک د داسی سياسی معاملو څخه خبری کوی، نو زه به دی هکله همدومره وايم چی چی داسی مسالی او پوښتنۍ مطرح ندی او دداسی یوي سياسي معاملی څخه څه لاس ته هم نه راځی.

Karte Russland
ميدوېديف: د ټولو برخه والو هیوادونو جيو سترتیژي امنیت خوندی وساتل شی.انځور: AP

که څه هم داخبر يا آوازه اوس نيويارک تايمز خپره کړی خو دمخه هم د دغه رازمعاملو په اړه خبري شوی او دڅو اونيو راهيسي په روسی ورځپاڼو کی په دی اړه جروبحثونه روان دی. له يوی خوا روسیه داغواړی چی د توغنديو پلان شوی دفاعی سیستم په تيره بيا ددغه هيواد پولو ته نژدی ونه درول شی ځکه روسان وايی چي د توغندیودغه دفاعي سيستم دروسيي امنیت ته خطر بلل کیږی نه داچی دا به په اصطلا د بيلاري شوۍ هيوادونو لکه ایران يا شمالی کوریا په ضد وی. خو له بله پلوه سياسی کتونکی وايي چی که روسيه داسی یوه معامله له امریکاینو سره وکړی نو له ايرانه سره به ددغه هیواد په ښو اړیکو باندی منفی اغیزه ولری او روسیه به داشانس له لاسه ورکړی چی په راتلونکي کی دايران داتومی پروګرام په لانجه کی د يوه صادق منځ ګړ نقش ولوبوې. په داسی یوه سیاسی معامله کی امریکایان غواړی دداسی یوه پلانه څخه صرفنظر وکړی چی تر اوسه ندی عملی شوي او ښايي د دغه پلان د عملی کولو دپاره پيسی هم ونلری خو به مقابل کی دروسيي څخه داسي څه غواړی چی دغه هیواد ته به ډیر ګران تمام شی. او داخبره هم ده چی آیا امریکایان به دواږدی مودی په رڼا کي دخپل دغه پلانونو څخه صر نضر وکړي او که نه خو که د روسيي اړیکی یو وار له ايرانه سره خرابه شی بيا بيرته شه کول به يی ګران کار وی.

د روسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د دغه هیواد ولس مشر ميدویدوف دواړه پوهيږی چی څه ووايی. دوي له دی څخه خبري کوی چی بايد داسی عمل وشی چی د ټولو برخه والو هیوادونو جيو سترتیژي امنیت خوندی وساتل شی.

ميدويدوف وايي چی:

که چيري د امریکی د متحده ايالتونو نوی حکومت په معقولیت سره داسی يو وړانديز وکړی چی هم داوروپا هم دامريکا او هم زمونږ دلچسپيو ته پکی پاملرنه شوی وی نو مونږ به دی ته خپل چمتوالی وښه يوچي به داسی يوه وړاندیز باندی خبری وکړو.