1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا امريکا به د سوريې په جگړه کي ښکېله سي؟

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۲۸, جمعه

د امريکا متحده ايالات پوځي چارواکي په سوريه کي پر يوشمېر هدفونو باندي د يرغل په اړه بحثونه کوي. د دغه هيواد لوی درستيز د يرغل په اړه اوباما ته څو بېلابېلي لاري وړاندي کړي دي. د يرغل کولو او نه کولو پريکړه به اوباما کوي.

https://p.dw.com/p/19AcM
انځور: dapd

د امریکا متحده ايالاتو لوی درستيز مارتين ديمپسي، د دغه هيواد په کانگرس کي د خبرو پر مهال خبرداری ورکړ چي د سوريې په کورنۍ جگړه کي د «ديکتاتور» بشارالاسد پوځ کرار کرار لاس بری کيږي. دیمپسي ټینګار وکړ چې دې موضوع ته په کتو سره باید امریکا متحده ايالات په سوريه کي پوځي ماموريت په نظر کي ولري.

ديمپسي وويل چي د امریکا حکومت اوس په سوريه کي د یو شمیر هدفونو د په نخښه کولو په اړه فکر کوي. دا چې دغه کوم هدفونه دي او د څرنګه بریدونو په اړه فکر کیږي، دیمپسي ېي په اړه نور معلومات و نه کړل.

ديمپسي همداراز دا خبره هم روښانه نه کړه چي امريکا متحده ايالات په کومه کچه پر سورې باندي پوځي بریدونه کولای سي. هغه وویل: «دا به نا مناسبه وي چي په علني توګه خپل نظر ووايم چي موږ باید څه ډول تدابیر ونیسو.»

دغه امریکايي لوړ پوړي پوځي چارواکي همداراز و نه غوښتل چې د بشارالاسد له رژيم سره د برخورد په اړه څه ووايي. خو دا ئې روښانه کړه چي د سوريې پاڅونکوونکو د اسد رژيم پر وړاندي مځکنۍ جگړه بايللې ده. هغه وویل: «باد د اسد په گټه اوښتی دی.»

د سوريې پاڅون کوونکي
د سوريې پاڅون کوونکيانځور: Getty Images

امریکا متحده ايالاتو تر اوسه پوري د سوريې له پاڅونکوونکو سره د سپکو وسلو مرستې کوي او په خپله په مستقیم ډول د دغه هیواد په جګړه کي نه ده ښکېل سوې. د جون مياشتي په نيمايي کي اوباما وويل چي د سوريې رژيم په دغه هيواد کي له سمي یا وژونکي زهرجن گاز څخه په کار اخيستلو سره د هغه په خبره تر «سرې کرښي» اوښتی دی.

ديمپسي وويل چي هغه بارک اوباما ته په سوريه کي د پوځي ماموريت په اړه څو بېلابېل وړانديزه کړي دي. خو د وسله وال يرغل په اړه به وروستۍ پريکړه جمهور رئيس کوي. د ديمپسي مرستيال کانگرس ته وويل، چي په دې برخه کي «ډير امکانات موجود دي».

کډوال لویدیځ گرم بولي

په اردن کي نزدې ۲۰۰ تنو سوريايي پناغوښتونکو د سوريې په قضيه کي د لوېدځو هيوادونو د مثبت رول نه لوبولو پرضد اعتراض وکړ. د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د «ستاري» په نامه د مهاجرو د يوه کمپ د ليدنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې په کمپ کې میشتو سوريايي کډوالو له هغه څخه په سوريه کي د پرواز د ممنوعه ساحې اعلانولو او پاڅونکوونکو ته د وسلو د ورکولو غوښتنه وکړه.

د «ستاري» ګډوالو کمپ له سوریې د اردن د سرحد په شمال کي پروت دی چي۱۶۰۰۰۰ سوریايي کډوال پکي میشت دي. دغه کمپ په نړۍ کي د کډوالو یو له سترو کمپونو څخه شمیرل کیږي.