1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اکوادور به سنودن ته سياسي پنا ورکړي؟

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۴, سه‌شنبه

د ویکیلیکس د انترنیتي پاڼې د بنسټ ایښودونکي په څیر ادوارد سنودن هم په ایکوادور کې د سیاسي پناه له پاره غوښتنلیک ورکړی دی. خو اکوادور ښايي په دې اړه د یوې پریکړې کولو له پاره څو اوونۍ وخت ته اړتیا ولري.

https://p.dw.com/p/18vc2
A picture of Edward Snowden, a contractor at the National Security Agency (NSA), is seen on a computer screen displaying a page of a Chinese news website, in Beijing in this June 13, 2013 photo illustration. China's Foreign Ministry offered no details on Thursday on Snowden, the NSA contractor who revealed the U.S. government's top-secret monitoring of phone and Internet data and who is in hiding in Hong Kong. The Chinese characters of the title read: "PRISM program whistleblower Snowden being interviewed in Hong Kong". REUTERS/Jason Lee (CHINA - Tags: POLITICS BUSINESS TELECOMS SCIENCE TECHNOLOGY)
China USA Internet Edward Snowden Computer in Hongkongانځور: Reuters

هغه څه چې د امریکا د استخباراتي ادارې د پخواني کارکاوونکي د ژوند په اړه تر اوسه پوري روښانه دي هغه دا دي چې د جون میاشتې پر لسمه نېټه په هانگ کانگ کې له خپل هوټل څخه ووت.

تر هغه وروسته سنودن لا درکه دی. دا په داسې حال کې دی چې امریکا پر ټولو هیوادونو باندې غږ کړی دی چې سنودن ونیسي او دې هیواد ته یې وسپاري. د سنودن ژوند هغه وخت ستوزمن شو چې د امریکا د استخباراتي ادارې د تلیفوني او انترنیتي اړیکو د څارنیز پروگرام په اړه یې پټ اسناد له گاردین ورځپاڼې سره شریک کړل.

په وروستي وار د۳۰ کلن سنودن پته د مسکو په هوايي ډگر کې لگیدلې وه. هغه باید له دې ځای کیوبا ته په یوه تلونکه کې سپور شوی وای، خو ویل کیږي چې هغه دغه کار نه دی کړی. که سنودن پریکړه کړې وي چې له یوې بلې لاري خپل ځان لاتین امریکا ته ورسوي، نو کیدای شي چې د هغه د سفر بهیر به لا پسې اوږد کړي.

دا خبره هم لا تراوسه پورې روښانه نه ده چې آیا اکوادور به سنودن ته سیاسي پناه ورکړي او که نه. په داسي حال کې چې سنودن په خپله یو شخصي لیک د اکوادور ولسمشر ته لیکلی دی او له هغه څخه یې غوښتي دي چې ده ته په خپل هیواد کې سیاسي پناه ورکړي، خو داسي ښکاري چې اکوادور غواړي سنودن ته تر یوه ځواب ورکولو مخکې په دې اړه ډیري څېړنې وکړي او بیا وروسته پریکړه وکړي چې آیا غواړي سنودن هم د ویکیلیکس د بنسټ ایښودونکي جولین اسانج په څیر پخپل هیواد کې ومني او که نه.

په آلمان کې د اکوادور سفیر جورج جورادو، په برلین کې له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «د جولین اسانج په اړه پریکړي دوې میاشتې وخت ونیوه. په دې اړه ښايي لږ ډیر او یا هم کم وخت ته اړتیا وي.»

په همدې حال کې جورادو پر دې خبره باندې هم ټینگار وکړ، چې په دې موضوع کې به د ډلو او یا هم هیوادونو د گټو پر بنسټ پریکړه و نه شي.

خو ښايي ټول اکوادوري چارواکي په آلمان کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توگه فکر و نه کړي. هسپانیاوي رسنیو د اکوادور د بهرنیو چارو د وزېر په حواله ویلي دي چې دغه هیواد به د سنودن په موضوع کې د امریکا متحده ایالاتو اندیښنې هم په پام کې ونیسي.

اکوادور ولي له اسانج او سنودن څخه ملاتړ کوي؟

د ۲۰۱۲ کال په اگست میاشت کې اکوادور د ویکیلیکس د انترنتي پانې بنسټ ایښودونکي جولین اسانج، ته سیاسي پناه ورکړه. خو اسانج اوس هم دې هیواد ته نه دی رسیدلی او په لندن کې د اکوادور په سفارت کې وخت تیروي. که دی له سفارت څخه ووځي نو د دې امکان شته چې د غیر قانوني جنسي اړیکې په یوه تور کې ونیول شي او زندان ته واستول شي.

په فرانکفورت کې د سولې په څیړنیز انیستیتوت کې د لاتین امریکا د چارو کارپوه جانز والف، وايي: «د اکوادور ډیر خلک په دې اند دي چي هر کله د امریکا د خپل امنیت موضوع رامنځ ته شي نو دغه هیواد د ټولو هغو اصولو تر پښو لاندې کولو ته چمتو دی چې نړیوال یې بولي. له همدې کبله په اکوادور کې د اسانج او سنودن په څیر کسانو په اړه ډیر همدردي موجوده ده.»
دغه کارپوه پر دې خبره باندي هم ټینگار کوي چې د اکوادور حکومت هم د دغه هیواد د ډیر شمیر خلکو په شان په همدې عقیده دی او له همدې کبله یې اسانج ته سیاسي پناه ورکړې وه.

خو دا چې اکوادور د اسانج او سنودن په څیر کسانو ملاتړ کوي، په دې معنی نه ده چې په دې هیواد کې هر څه سم دي. ډیر شمیر کسان د اکوادور پر حکومت باندې له دې کبله چې پر رسنیو باندې ډیر سخت شرایط وضع کړي دي نیوکې کوي.

د روان کال د جون میاشت په نیمایي کې په اکوادور کې یو قانون تصویب شو، چې یوه برخه یې د رسنیو له خوا د شخصیت وژنې په اړه دي. ډیر شمیر کارپوهان د دغه قانون تصویبیدل په اکوادور هیواد کې د څیړنیز ژورنالیزم د ختمیدو په معنی بولي.

امریکا پر چین او روسیې سختې نیوکې وکړې

دا خبره لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې سنودن په وشي کولای چې په اکوادور کې سیاسي پناه واخیستلای شي او که نه. خو امریکا لا وختي پر چین او روسيې باندي چې سنودن پکښې تر اوسه یو څه وخت تیر کړی دی، سختې نیوکې کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ویلي دي چې که چین او روسیه د سنودن د سفر په پلان خبر ول او هغه یې امریکا ته نه دی سپارلی، نو دا کار به خپلې پایلې ولري.

خو د ختیځې اروپا د مطالعاتو له دفتر څخه کلاوس زیگبیرس، بیا په دې نظر دی چې د سنودن موضوع به د امریکا او روسیې په اړیکو کې ډیر بدلون رامنځ ته نه کړي. هغه وایي چې روسیه او امریکا لا وختي د ډیرو مسایلو په اړه له یو بل سره د نظر اختلاف لري. ښاغلی زیگبیرس ټینگار کوي چې سنودن کيدای سي د ډیر وخت له پاره په روسيه کي پاته نه شي.