1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا ترمپ به له اسرائيلو سره کړې ژمنې پر ځای کړي؟

۱۳۹۶ خرداد ۱, دوشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ د ټاکنیزي مبارزې پر وخت د منځني ختيځ له پاره د ډير څه ترسره کولو ژمنه کړې وه. اسرائيلو ته د لومړي سفر پر وخت به دغه ژمنې دی بدرګه کړي. خو ترمپ اوس د يوې نوې او غير منتظره ستونزې سره مخ دی.

https://p.dw.com/p/2dM6T
USA Harrisburg Trump Rede vor Anhängern
انځور: picture-alliance/AP/C. Kaster

دونالد ترمپ ځان ته د يوه داسې تن په سترګه ګوري چې په ډيري ځيرکتيا سره معاملې حل وفصل کولای شي. په دې توګه به دی هغه ستونزي چې د منځني ختیځ او په خاص ډول د اسرائيلو دیپلوماتان یې ورته جوړوي، د ځان له پاره يو چيلنج وګڼي. له دې وجې دا حیرانونکې نه وه چې دی د منځني ختيځ په حساس سياست کې د لاس وهلو موقع ضایع کول نه غواړي.

د امريکا د ولسمشر په توګه اسرائيلو ته د خپل لومړي سفر ترمخه ترمپ دوې ژمنې کړي وې. لومړی: بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت پيژندل. دويم: د منځني ختیځ د سولې په ټپه دريدلې پروسه بيرته پیلول. يوه بله موضوع چې دی به بدرګه کړي، له محرومو معلوماتو سره د چلن موضوع ده. دا هغه يوازنۍ موضوع ده چې ده خپله نه ده انتخاب کړې.

د معلومات د ورکړې په اړه جدي خبري اتري

دا يو څه غير احتمالي ده چې له اسرائيلي سرچينو څخه د ترلاسه شويو معلوماتو يعني د روسیې د بهرنيو چارو وزیر ته د معلوماتو د ورکړي موضوع دې د ترمپ او اسرائيلو د لومړي وزیر بنيامن نتنياهو ترمنځ د خبرو اترو په رسمي اجنډا کې شامله وي. خو په عین حال کې به دا هم غيرعادي نه وي چې دغه موضوع چې د دواړو خواو له پاره ډيره حساسه ده، ياده نه شي.

د اسرائيلو د پخواني لومړي وزیر یهود بارک د دفتر مشر ګيلياد شير په دې هلکه وايي:

«زما په آند به د استخباراتي معلوماتو يوه دريم ګړي ته د ورکړې موضوع  د دواړو هیوادونو اړيکې يو څه اغیزمنې کړي.»

خو پر دې حساسه او مهمه موضوع به ښايي د بندو دروازو تر شا خبرې وشي.

Israel Palästina Felsendom
انځور: DW/T. Krämer

ګلياد شير په دې اړه زياتوي:«زما په آند به دواړه اړخونه د قناعت وړ يو حل ومومي.»

بيت المقدس د اسرائيلو په پلازمينه د بدلولو بحث

ولسمشر ترمپ په ټاکنیزه مبازره کې ويلي ول چې غواړي په اسرائیلو کې د امريکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړي. خو فلسطنيان له دې فکر سره سخت مخالفت لري ځکه دوی بيت المقدس ته د فلسطنيانو د راتلونکي دولت د پلازمينې په سترګه ګوري. اردن او نور عربي هيوادونه هم له فلسطنيانو سره همنظري دي.

له ۱۹۹۵م کال راهيسې د امريکا متحدو ایالاتو ټولو ولسمشرانو دا ډير حساسه موضوع د يوې غيرعادي موضوع په توګه همداسې پريښې او له څېړولو څخه یې ډډه کړې ده. خو په همدغه کال کې د امريکا کانګرس داسې مقررات تصويب کړل چې له مخې یې بايد امريکا بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت وپيژني او خپل سفارت هلته انتقال کړي. خو تر اوسه د سفارت د انتقالولو پروسې د ځنډ علت امنيتي دلايل په ګوته شوي او ښايي ترمپ هم همدا لار غوره کړي.

د نړيوالې سولې موسسې (کارنيگي) د منځني ختيځ د پروګرام مشره ميشل دونه، د ترمپ د دې ژمني په هکله وايي: «د ډيرو په آند د ترمپ هغه ژمنه چي د امريکا سفارت د انتقالولو په برخه کي يې کړې ده، نور لومړيتوب نه لري.»

 دا زياتوي: «دا ډيره غير احتمالي خبره ده. خو ښايي ترمپ داسې يو څه وکړي يا ووايي چې د اسرائيلو د پلازمېني په توگه د بيت المقدس په رسميت پيژندلو ته پکښې اشاره وشي.»

د سولې د نويو خبرو له پاره هيله

دا چې د اټکل له مخې به ترمپ د امريکا سفارت د انتقال موضوع ياده نه کړي نو کيدای شي دی د خپلې يوې بلې ژمنې د پرځای کولو زمينه برابره کړي: د ده په منځګړيتوب د اسرائيلو او فلسطينانو ترمنځ د سولې د يوه تړون رامنځته کول.

ترمپ خپله دا ژمنه په می مياشت کې امریکا ته د فلسطنيانو د مشر محمود عباس د سفر پر وخت هم ياده کړې وه. ده ويلي ول چې موږ به د يوه اړوند تړون په کولو وتوانيږو.

د کاليفورنيا پوهنتون د منځني ختيځ د پرمختګ مرکز د سیاسي علومو کارپوه جوش سادوف، وايي: «ترمپ به يا د اسرائیلو او فلسطنيانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د بيرته پیل اعلان وکړي او يا به یې حتی پيل او پرمخ يوسي.»

خو د منځني ختيځ د چارو کارپوهه ميشل دونه، په دې اړه شکونه لري. دا وايي: «دمګړۍ د منځني ختيځ د سولي پروسې په اړه کومه د پام وړ تګلاره يا کومه هڅه نه تر سترګو کيږي. سپينه ماڼۍ لا د معلوماتو په راټولو بوخته ده.»