1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د آلمان استخباراتو د عراق دجګړې په سر کي د امريکا سره مرسته کړې

۱۳۸۷ آذر ۲۸, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير به نن پنجشنبه د پنځم ځل د پاره، د آلمان د فدرالي شورا د استخباراتي جرگه گۍ په وړاندې شاهدي ورکوي

https://p.dw.com/p/GJ2g
د هغه وخت د استخباراتي څانګي مشر او اوسنی د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د هغه وخت د استخباراتي څانګي مشر او اوسنی د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: picture-alliance/ dpa

دا جرگه گۍ له 2006 کال راهيسي لگيا ده دا څېړنه کوي، چې د آلمان استخباراتي ادارې د نړيوال تروريزم او هم د عراق په جگړه کې څخه نقش او رول درلود. دلته به دا پوښتنه هم سپينيږي، چې د ترهگرۍ سره د مبارزې په هکله د هغه وخت د سوسيال دموکراتانو او شنو د حکومتي ټلوالې څرگندونو تر کومه ځايه پورې حقيقت درلود. شتين ماير هغه مهال د لومړي وزارت د دفتر رئيس وو او هلته بيا له سياسي اړخه د استخباراتي ادارې مسئول هم .

دوه کاله وړاندې د 2006 ميلادي کال د دسمبر د مياشتې په 14 نېټه فرانک والټر شتين ماير د لومړي ځل د پاره، د آلمان په پارلمان کې د استخباراتي چارو د څېړندويه جرگه گۍ په مخکې سوال او ځواب ته حاضر شو. هغه وخت پوښتنه دا وه چې په 2003 ميلادي کال په پای کې د امريکې د استخباراتي څانگې CIA لخوا د لبناني اصله آلماني خالد المصري د نيولو په هکله آلماني څانگو څه معلومات درلودل. او يا يې حتی يوه افغان جېل ته د هغه په بيولو کې برخه درلوده.

شتين ماير د المصري په موضوع کې هرډول لاس وهنه رد کړه. دې سوسيال دموکرات په عين حال کې په آلمان کې د ترهگري گذارونو گواښ هم وکړ او ويې ويل:«کله کله په دې باب سخت تصميمونه ضرور وو. حو زه تاسې ته ډاډ درکولی شم: تر کومه ځايه پورې چې دې ډول پرېکړو او تصميمونو ته اړتيا ليدل کېده، نو هغه د قانوني هېواد له اصولو سره سم نيول کېدل. دا کار پخوا شوی او زه په پوره باور سره وايم چې په راتلونکې کې به هم دا ډول کيږي.»

په څېړندونه جرگه گۍ کې دا نه ده سپينه شوې، که چېرته آلماني څانگو د خالد المصري، څوک چې اوس آلمان ته واپس شوی، په معامله کې لاس درلود، نو دا هغه څه ډول وو. د گوانتانامو د پخواني بندي مراد کورناڅ په برخه کې هم همدا ډول چلند موجود دئ. د جرمن د بريمن په ښار کې زېږېدلی او لوی شوی ترکي اصله آلمانی مراد، د 2001 کال د سپتمبر د11 نېټېې له ترهگري گذارونو څخه څو مياشتې وروسته، پرته له هر ډول قانونيت څخه د امريکې جېل ته ولوېد او څلور کاله وروسته، پرته له دې نه چې په ترهگري چارو کې کومه لاس وهنه پرې ثابته شوې وي، له بند څخه آزاد شو.

د جرمني پارلمان د استخباراتي چارو څارونکې جرګه ګۍ
د جرمني پارلمان د استخباراتي چارو څارونکې جرګه ګۍانځور: AP

د 2002 ميلادي کال په مني کې د آلمان استخباراتي ادارې، هغه وخت د لومړي وزارت د دفتر د رئيس فرانک والټر شتين ماير په خوښه سره، آلمان ته د مراد د راستنولو هوډ وکړ. شتين ماير په دې اړوند څرگندوي:«په دې کې هېڅوک او زه پخپله هېڅ شک نه لرم چې ښاغلي کورناڅ په گوانتانامو کې سخت کړاوونه ليدلي دي. نو ځکه موږ د يوه قانوني چالچلند کوشش کاوه. خو په عين وخت کې موږ د خپل هېواد د ننه هم د امنيتي چارو په غم خوړنه کې وو.»

څېړندويه جرگه گۍ ته د بهرنيو چارو وزير، د دوهم ځل د پاره د روان کال د مارچ په مياشت کې راوبلل شو. دا وار موضوع، يوه سوريايي کړوونکي جېل ته د سوريايي اصله آلماني محمد حيدر زمار اچونه وه. شتين ماير د مخالف لوري دا تورونه ردکړل، چې گويا آلماني څانگو د زمار برخليک ته په رڼو سترگو کتل او پروا يې نه پرې راوړه.

د تېر کال د جون په مياشت کې شتين ماير د څلورم ځل د پاره د دې خبرې ځواب ته وروغوښتل شو، چې د آلمان حکومت د آلمان پر خاوره باندې د امريکې د استخباراتي ادارې CIA الوتنو ته، د بنديانو د ليږدولو په منظور اجازه ورکړې او حتی لاس يې ورسره درلود.

دلته شټاين ماير په ډاگه کوي:« اول دا چې موږ بايد د آلمان وگړي او په آلمان کې موجود کسان له ترهگري گذارونه څخه ژغورلي وای. طبعا چې له امريکې سره په دې اړوند شريک کار موجود وو، او دا ځکه چې د نيويارگ په گذارونو کې برخوالو څلورو تنو خپل پلانونه په آلمان کې ترتيب کړي وو.»

له دې څخه د شتين ماير منظور د محمد عطا، چا چې خپله الوتکه په نيويارک کې پر نړيوال سوداگري مرکز باندې وروويشته، شا او خوا د هامبورگ ترهگري ډله وه.

تر اوسه پورې د آلمان د بهرنيو چارو موجوده وزير پرته له کومو شخصي يا سياسي تاوانونو څخه د فدرالي شورا د څېړندونه جرگه گۍ له پوښتنو څخه راوتلی دي. خو کېدلی شي چې حالت بدل شي. ځکه چې په پنځم ځل به، په بغداد کې د عراق د جگړې په اوږدو کې د آلمان د استخباراتي ادارې د دوو تنو د رول په هکله معلومات ورکوي.