1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د اتريش په حکومت کې به ښی اړخي هم شامل شي؟

۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبه

په اتريش کې تر ټاکنو وروسته د ائتلافي حکومت د جوړولو په هلکه خبري اترې پيل شوي. محافظه پال اړخ کيدای شي له ښی اړخو عوامپالو سره ائتلافي حکومت جوړ کړي. خو د حکومت جوړولو دا خبري به ستونزمني وي.

https://p.dw.com/p/2lsvW
Österreich Sebastian Kurz mit Untersützern seiner Partei in Wien
انځور: Reuters/L. Foeger

د اتريش پارلماني ټاکنې د بهرنيو چارو برحاله وزیر ۳۱ کلن زبستيان کورڅ وګټلې. د محافطه پال «او فاو پي» ګوند دغه مشر به په ستر احتمال سره نوی صدراعظم وي. په دې توګه به دی د اروپا تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي. خو يو څه وخت شته، ځکه تر وخت دمخه دغو پارلماني ټاکنو وروسته اوس د ائتلافي حکومت د جوړولو ستونزمن مذاکرات لا په مخکې دي. کورڅ خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال د يوه نوي سبک خپلو ژمنه وکړه.

هغه وويل: «موږ نن د خپل هيواد د برخليک بدلولو له پاره قوي ملاتړ ترلاسه کړ. زه له تاسې څخه د دې کار له پاره مننه کوم.»

زبستيان کورڅ چې ۳۱،۶ سلنه رای ترلاسه کړي، کولای شي له سوسيال ديموکرات ګوند سره چې د ۲۶،۹ سلنه رايو په اخيستو سره یې دویم مقام خپل کړی، او یا د دريم مقام گټونکي ښی اړخه عوامپال ګوند سره ائتلافي حکومت جوړ کړي. د «Die Presse» په نوم ورځپاڼې مسئول مدير راينر نواک وويل چې دا د کورڅ ټاکنې وې. خلکو يوازې د دې ګوند د مخکښه کانديد زبستيان کورڅ په سبب محافظه پالو ته رای ورکړې ده.

ائتلاف به د چا ترمنځ وي؟

د اتريش د مالیې وزیر هنس يورګ شيلنګ له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «اوس په دې هلکه د څه ويلو له پاره ډير وختي دی. موږ غواړو چې يو پروګرام عملي کړو او بدلون ته لار هوارو کړو.» ده زياته کړه: «موږ له هغوی سره چې فکر کوم ورسره یوځای دغه پروګرام عملي کولای شو، خبرې کوو.»

د ائتلافي حکومت ممکنه  شريک، يعني د ښی اړخه ګوند مشر هاينس کرستيان شتراخه هم په دې اړه روښانه څرګندونې ونه کړې او ويې ويل چې اوس د ائتلاف په اړه اټکلونه نه شي کيدلای. ده وويل چې اوس لا حتمي نتايج روښانه نه دي. د «ايف پي او» يا «اتريش د آزادۍ ګوند» مشر د پوست له لاري د ليږدول شويو رايو پاڼو شميرولو ته اشاره وکړه، چې نن دوشنبه به ترسره شي. خو نوموړي په ټاکنو کې د خپل ګوند د بريا په اړه وويل: «دې وښووله چې په اتريش کې د بدلون له پاره اراده، هم پراخه شوې او هم قوي شوې ده.»

د «اتريش د آزادۍ ګوند» په دې آند دی چې د حتمي نتايجو تر اعلانيدو وورسته به له سوسيال ديموکراتانو مخکې شي او دويم مقام به خپل کړي.

Österreich Parlamentswahlen Heinz-Christian Strache
د ښي اړخه عوامپال ګوند مشر هاينس کرستيان شتراخهانځور: Reuters/H.-P. Bader

«په اروپا کې ښي اړخ ته خوځښت»

د سوسيال ديموکرات ګوند برحاله صدراعظم کرستيان کيرن د ټاکنو بايلونکی دی. د دې ناکامۍ په هلکه هغه د ژورناليستانو د پوښتنو په ځواب کې وويل: «نورو ګوندونو ښه ټاکنیزه مبارزه وکړه ځکه بريا ته ورسيدل.» ده زياته کړه: «ښی اړخ ته تمايل ډير شوی، دلته هم ترسترګو شو. په ټوله اروپا کې ليدل کيږي، او حتی په آلمان کې هم وليدل شو.»

کيرن چې واک ته تر رسيدو يوازې يو کال وروسته به څوکۍ پريږدي، غواړي چې د سوسيال ديموکرات ګوند د مشر په توګه پاته شي. دا چې دی او د زبستيان کورڅ په شخصي توګه له يو بل سره جوړ نه دي، داسې اټکلونه کيږي چې ښايي محافظه پال ګوند له «ايف پي او» عوامپال ګوند سره ائتلاف وکړي.

ښی اړخه عوامپال ګوند تر اوسه دوه واري په حکومت کې ونډه درلودلې ده. په لومړي ځل په اتيايمه لسیزه کې د سوسيال ديموکرات ګوند د يوه معتدل شريک په توګه او بيا د۲۰۰۰ م کال څخه تر ۲۰۰۷م کاله پورې د ښي اړخه عوامپال غورځنګ په شکل کې د اتريش له محافظه پال ګوند سره په حکومت کې شامل وو.

په ۲۰۰۰م کال کې د دې پر ضد په نورو اروپايي هيوادونو کې مظاهرې وشوې. خو دمګړۍ ښي اړخه عوامپالان د ټولې اروپا د يو شمير هيوادونو په حکومتونو کې شامل دي. له فنلند، دنمارک او پولند څخه نيولې تر هنګري او يونانه پورې.

خو د کارپوه هانیس واسرمن په آند به تر دې ټاکنو وروسته ډير بدلون وليدل شي. دی زياتوي چې محافظه پال او ښی اړخه ګوند دواړه د مهاجرت او داخلي امنت په اړه «ښه نظريات» لري او کولای شي د ائتلاف په صورت کې یې عملي کړي. که څه هم په دغه هيواد کې د مهاجرو شمير مخ پر کميدو دی خو مهاجرت او د بهرنيانو يا پردو د نفوذ احساس د ټاکنیزو مبارزو مهمه موضوع وه.

اتريش ته راتلونکي زياتره مهاجر د سوريې او افغانستان نه، بلکې د اروپايي هيوادونو له غړو هيوادونو څخه وگړي دغه هيواد ته ورځي.