1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د «اسلامي دولت» ډلي تبليغاتو اغېزه کړې؟

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۲۶, چهارشنبه

د «اسلامي دولت» ډلي افراطي ایدیالوژي په آسترالیا او سویلي آسیا کې هم سخت دريځه مسلمانان خپلي خوا ته جذبوي. په سيدني کې د یرغمل نیونې پیښه ښایي له هغوی سره تړاو ولري.

https://p.dw.com/p/1E5zu
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Mizban

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له خوا د تور بیرغ ترڅنگ په انټرنیټ کې په ډیرو ژبو د جنگ له پاره دعوت او نور تبلیغاتي مواد تر سترگو کیږي. خو دغه پيغام یوازي عربانو او یا اروپايي مسلمانانو ته نه دی متوجه، بلکي په سویلي آسیا او آسترالیا کې هم سخت دريځه (رادیکال) ډلو او انفرادي کسانو ته متوجه دی.

داسې احساسيږي چې د سيدني د یرغمل نیوني پیښه په احتمالي توگه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له مشر څخه چې پر خپل سر یې ځان خلیفه نومولی دی، الهام اخیستی وي. خو کارپوهان وايي، چې د منځني ختیځ په پرتله به په سویلي آسیا او استرالیا کې د «اسلامي دولت» فعاليت د پراخیدو قوت محدود وي.

د اسلامي دولت پروپاگند، په هندي، اردو، تامیلي او د جنوبي آسیا په نورو ژبو کې ميندل کيږي. په دغه پراخه سيمه کې په سوو میلیونه انسانان اوسیږي. د البغدادي پلویان په تبلیغاتي پاڼو او انترنیټ کې د یوه اسلامي دولت د پروژې ډنډورې غږوي، چې په احتمالي توگه ټول مسلمانان سره متحده کړي. خو په افغانستان، کشمیر، اندونیزیا او د فلیپین په جنوب کې ډیري سخت دريځه اسلامپاله ډلي د خپلو سیمه ییزو اهدافو له پاره جنگیږي. دا تصور چې له یوه نوي خلافت سره یو ځای شي، د ډیرو ډلو له پاره نا آشنا دی.

د منځني ختیځ د فکري بنسټ د ترهگریزو چارو کارپوه ایمن جواد التمیمي، په دې نظر دی چې د پاکستاني طالبانو او په فلیپین کې د ابو سیاف د ډلي ځيني برخي البغدادي ته بیعت کړی دی. خو دی وايي چې تر اوسه ټول سازمان د اسلامي دولت د واکمنۍ د منلو خبره کړې نه ده.

هغه د داسي سازمانونو لکه په هند کې د «انصارالتوحید» یو ځای کیدل ډیر مهم نه بولي. التمیمي له دویچه ویله سره په خبرو کې وويل: «کله چې ابوبکر البغدادي د نړۍ له بېلو بېلو برخو څخه د بیعت د تائید خبره وکړه، هغه د هند او فليپين په هکله څه و نه ویل.» خو د شمالي افریقا او عربۍ نړۍ هغي سیمې چې د سخت دريځو ډلو په کنترولي کې دي او له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره یو ځای شوي دي بیا برخلاف د دغي ډلي چې پخوانی نوم یې «داعش» دی د ولایتونو په توگه یادوي.

هندي مجاهدین کشمیر نیول غواړي، نه عراق

له (FRIDE) فکري بنسټ څخه د آسیا د چارو کارپوهه گوري خندیکار، وايي چې په سوریه او عراق کې له «اسلامي دولت» ډلي سره یو ځای کیدل د ډیرو سیمه ییزه جهادي ډلو له پاره کومه معنی نه لري. دغه کارپوهه دا پوښتنه راپورته کوي چې: «ولې په هند کې اسلامي مجاهدین د اسلامي دولت، ایدیالوژي خپله کړي؟» هغه وايي، هغوی يعنی هندي مجاهدينو ته د یوه خپلواک کشمیر مسله مطرح ده. دغه کارپوهه وايي، چې د دغو اسلامپالو مخالف د هند دولت دی، نه په منځني ختیځ کې یو حکومت، لکه عراق.

په اندونیزیا کې د افراطیانو بندي مشر ابوبکر بشیر، له خپلو ځينو پلویانو سره له «اسلامي دولت» ډلي سره بیعت کړی دی. ابوبکر بشیر د «الجماعت اسلامیه» ډلي مشر دی، چې په ۲۰۰۲م کال کې د بالي پر جزیرې باندي د خونړي برید مسئوليت ور پر غاړه شو. خو په اندونیزیا کې تندلاري اسلامپالي ډلي له ډیري وخت راهیسي داسي پیاوړي نه دي، لکه لس کاله دمخه چې وې. پر دې سربیره د اندونیزیا چارواکو د منځلارو علماوو په مرسته د تندلارو پر ضد بریالي اقدامات کړي.

گوري خندیکار زیاتوي چې په آسترالیا کې لا تر اوسه، داسي سخت دريځه اسلامپاله ډله نه شته چې د «اسلامي دولت» ملاتړ یې کړی وي. خو په دغه ځای کې ځینې پټي هستې موجودي دي. خو د خندریکا په وینا ځیني انفرادي کسان د انترنیټ له لاري تندلاري توب ته مخه کوي. په دغو کې د سيدني د یرغمل نیوني پيښه شمیرل کیدای شي.

په ټوله کې داسي ښکاري چې د اسلامي دولت په کړیو کې د سویلي آسیا د پلویانو شمیر محدود دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او اندونیزیا تر منځ په سیمو کې دومره مسلمان اوسیږي، چې په بل هیڅ ځای کې نشته. خو له دغه ځای څخه په پرتلیزه توگه ډیر کم مسلمانان سوریې ته تللي دي.

د خندیکار، وايي د سویلي آسیا په هیوادونو کې پاکستان یو استثنا دی. د هغې په خبره په دغه هیواد کې ډیر رادیکال ځوانان شته، چې له «اسلامي دولت» سره خواخوږي لري. التمیمي په خپلو څرگندونو کې ویلي دي «داسي هیڅ نخښې نښانې نه شته چې د سویلي آسیا خلک دې په اسلامي دولت کې د پام وړ نقش ولري.»

د ځوانو مسلمانانو له خوا د افراطي ډلي «اسلامي دولت» په لښکر کې د شاملیدو یو دلیل په منځني ختیځ کې د لویدیځ د سیاست مخالفت دی. ډیر هغه عربي هیوادونه چې اسلامي دولت یا داعش پکښې فعال دی، د دغي ډلي پر ضد مبارزه کې د امریکا متحدو ایالاتو ملاتړ کوي. دغه مسله په یمن، مصر، اردن او سعودي عربستان کې له ورايه معلوميږي.

د سویلي آسیا هیوادونو د استرالیا برعکس چې د واشنگټن نزدې متحد دی، له امریکا متحدو ایالاتو سره مرستي ته اوږه خالي کړې ده.