1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د اولمرت حکومت به نن سقوط وکي

۱۳۸۷ تیر ۵, چهارشنبه

د اسراييلو صدراعظم ايهود اولميرت د خپل اييتلافی ګوند ټولو غړو وزيرانو ته ليکلی خبر ورکۍ...

https://p.dw.com/p/EQe0
د اسراييلو پارلمان يا کنيسيت
د اسراييلو پارلمان يا کنيسيتانځور: AP

چې که نن دوی د مخالف اپوزيسيون سره د اسراييلو د پارلمان د منحولو په اړه خبرې وکي، نو دوی به راسآ د کاره ګوښه کي . د پارلمان تر اوسنۍ غونډي دمخه د کابينې په وروستۍجلسه کي اولميرت خپلو همکارانو ته یاددښتونه وويشل ، چې پکښي ليکل سوي وه :څوک چۍ د ړنګولو دپاره رايه ورکوی، هغه په کابينه کې خپله وظيفه د لاسه ورکوي .د اولميرت دغه اخطار خاصتآددفاعی چارو د وزير ايهود بارک دکار ګوند ته متوجه ؤ.

بارک د اولميرت پر ضد د بډې د وروستيو تورونو له امله، يوه مياشت مخکې د اولميرت دکاديمه ګوند څخه غوښتنه وکړه چي، د يوې اونۍ په ترڅ کې د ګوند دپاره يو نوی مشر وټاکی. خو دکار ګوند سره له دې هم غواړی چې د کاديمه د ګوند سره په حکومت کې پاته سی. مګر د حکومت مجبور مشر د خپل ګوند ملګري، دې انتظار ته راوبلل ، تر څو دده مدافع وکيل په محکمه کښي دغه تورونه خنثی کي .

د کار د ګوند څخه د پوهني وزيره تامير وايي چې اولميرت په دغه تکتيک سره ټول شيان ګډوډ کړل .

نن د پارلمان ۱۲۰ وکيلانو په لومړنيو پوښتنو کي داخبره رد کړه چي کنيسيت يا داسراييلو پارلمان دي تر دوه نيمو کالو وروسته، مخکې له وخته ړنګ سی ، او د نوو انتخاباتو دپاره دي لار خلاصه سی. دکار دګوند د ۱۹وکيلانوڅخه د دفاع د وزير په ګډون ۱۵ تنو اعلان کړی دی، چي د پارلمان دمنحلولو دپاره به رايې ورکي .خوداکار به هغه وخت وسی چه که اولميرت خپل ګواښونه ـ يانی د کار څخه د کار د ګوند دوزيرانو ګوښه کول عملی کي . پدې ډول به د ايهود اولميرت دحکومت اييتلاف هم له منځه ولاړ سی. د هيرڅ لييا د شخصی پو هنتون څخه پروفيسور اوريل رايښمن هم چې د کاديمه د ګوند د بنسټ ايښوودونکو او مؤسيسنوڅخه دی، د صدراعظم پر کړنو يې انتقاد کړی دی او وايي چه موږ اوس پداسې يو حالت کې یو چې یوې مسخره نندارې ته ورته والۍ لری . ددې پر ځای چې صدراعظم پخپله استعفا ورکي، وزيران د کاره ليري کوي .

د کار د ګوند تر څنګ د اييتلاف بل لوی ملګری ګوند هم نن وپتيله ،چې د پارلمان د منحليدو دپاره به رايي ورکي . د اولترا اورتودوکس دغه ګوند وويل چه په يوه صورت کي چه که اولميرت د کوچنيانو دپاره دولتی پيسې ډيري کي، په حکومت کې به پاته شی. تر رايي اخيستنی پوري به اولميرت د اييتلافي ملګرو سره خبرو ته دوام ورکي .