1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د حماس او فتح تر منځ به د پخلايني يوتړون رامنځته سي

۱۳۸۸ مهر ۲۲, چهارشنبه

ځکه چه نه يوازي د حماس نظامي اړخ د هغه سره مخالفت کوي ، بلکه ورسره په منځني ختيځ کښي د امريکاد متحده ايالاتو خاص نماينده ميتچل هم

https://p.dw.com/p/K5s6
انځور: AP

د غزې تر جنګ وروسته د مصر حکومت په دوامداره ډول سره کوښښ کوي ،چه د حماس د اسلامي غورځنګ او فتح د سازمان تر منځ د فلسطينانو په منځ کښي د پخلايني يو تړون رامنځته کي . حماس په غزه کښي حکومت کوي ،او فتح بيا په لويديز اردن کښي او اکثره وزيران ددوی دي .

د مصر دحکومت په غوښتنه بايد دواړي خواوي لا په همدغه مياشت کښي يو تړون سره امضأ کي . ددوی تر منځ د موافقې اساس نوي انتخابات تشکيلوي ، چه د راتلونکي عيسوي کال د جون پر 28باندي بايد داير سي . د حماس او فتح يوه ګډه اعلاميه به ددغو انتخاباتو دپاره تياری ونيسي . د غزې په تراډه کښي د حماس د حکومت د خارجه وزارت معاون احمد يوسف د پلان سوو انتخاباتو په باب وايي ،

«يو ډول عالي کميټه به رامنځته سي ، چه ددواړو حکومتو کار کنټرولوي ،اود راتلونکو انتخاباتو دپاره به تياری نيسي ، چه شايد د 2010 کال په جون کښي داير سي . دغه انتخابات به د جمهوري رياست ، د فلسطيني پارلمان ،د فلسطيني قانون جوړولو شورا او د فلسطيني ملي شورا دپاره وي . »

د مصر ۍ طرحي پر اساس بايد د ټولو فلسطيني ګوندو څخه يوه ګډه کميټه جوړه سي . دغه کميټه بايد د غزې تراډه کنټرول کي . سربيره پر دې بايد د فتح امنيتي قواوي د غزې د تراډي په پوليسي او نظامي کنټرول کښي برخه واخلي . په دمشق کښي اوسيدونکي د حماس د سياسي بيرو منشي خالد مشعل د قاهرې څخه د ليدو پر وخت د پخلايني د پلان سوي تړون څخه هرکلی وکۍ .

خو فتح شک لري چه حماس به واقعأ تيار وي چه په غزه کښي دي قدرت تقسيم کي . په غزه کښي اوسيدونکی د فتح د ګوند څخه ايمن ال مُصدر د حماس څخه ښې خاطرې نلري اووايي چه شک لري دغه ډول اعلاميې به واقعأ عملي جنبه ولري .

ليکن نه يوازي د حماس نظامي اړخ په دغه تړون کښي د خپل قدرت د له منځه تلو خطر ويني ،او کوښښ کوي د هغه مخنيوی وکي ، بلکه په منځني ختيځ کښي د امريکاد متحده ايالاتو خاص نماينده ميتچل د مصر د حکومت په مقابل کي وويل چه امريکا د پخلايني ددغه تړون څخه ملاتړ نه کوي . پدې دليل چه دغه تړون د فلسطينانو د خودمختاري ادارې او اسراييلو تر منځ پلان سوي معاملې او خبري اتري تخريبوي .

د امريکا خاص نماينده ميتچل
د امريکا خاص نماينده ميتچلانځور: AP

د مصر د استخباراتو د رييس عمر سليمان په مخکي ميتچل وويل چه د پخلايني دتړون طرح د څلور اړخيزو طرفو لکه امريکا ،روسيې ، ملګرو ملتو او اروپايي ټولني د پرنسيپ سره توافق نلري .

ميتچل د ټولو شاملو فلسطيني ګروپو څخه د اسراييلي دولت د په رسميت پيژندلو انتظار لري . سربيره پر دې دوی بايد ترهګري رد، او د موجوده اسراييلي – فلسطيني قراردادو مراعت او هغه ومني .

ميتچل ددې سره علاقه لري چه د اسراييلو او فلسطينانو تر منځ بيرته د سولي خبري شروع سي . او که په رام الله کښي د فلسطين حکومت بيرته د حماس سره ګډ کار وکي ،نو به اسراييل ورسره سمدلاسه ډيپلوماتيکي روابط قطع کي . او ميتچل غواړي حتمأ ددې کار مخنيوی وکي . دی په دې عقيده دی چه د فلسطينانو تر منځ پخلاينه په ښه وخت کښي نه رامنځته کيږي .

سيباستيان /

کتونکی : محمد قاسم نوري