1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د پاکستان اټومي وسلې خوندي دي؟

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه

پاکستان په کور کي دننه د توندلارو اسلامپالو سره په جگړه بوخت دی. په اسلام آباد کي د پاکستاني پوځ پر مرکزي مقر تر بريد وروسته اوس د کراچي پيښي ددغه هيواد د اټومي وسلو د امنيت اندېښنې رامنځ ته کړي دي.

https://p.dw.com/p/11MU4
د پاکستان غوري توغندۍ
د پاکستان غوري توغندۍانځور: AP

د پاکستان په لوی ښار کراچي کي د سمندري ځواکونو پر هوايي ډگر بريد تقريباً 17 ساعته دوام درلودی. د بريد په ترځ کي د 10 پوځيانو په شمول 13 کسان ووژل سول او دوې جنگي الوتکي پکښي له منځه ولاړې.

د مهران نومي پاکستاني بحري قواؤ پر هوايي ډگر بريد د نړيوالو هغه بيري بيا راتازه کړيده ، چي د پاکستان د اټومي دستگاؤ د امنيت په هکله دي. د پاکستان د دفاعي چارو يوه کارپوه طلعت مسعود د المان و اې آر ډي نومي تلويزيون ته وويل:

« د اټومي دستگاؤ د ساتنې په هکله به نړۍ پر موږ نور باور ونه کړي خو يوازي هغه وخت چي د پاکستان پوځ په ښکاره سره د دغه باور د تر لاسه کولو له پاره عملي هلي ځلي وکړي. موږ خو په خوله وايو چي زموږ اټومي وسلې خوندي دي خو نړۍ به ښايي پر موږ نور باور ونه کړي.»

طلعت مسعود چي د پاکستاني پوځ متقاعد جنرال دی زياتوي ، چي د کراچي پېښي د پاکستاني پوځ پر اميج سخت منفي اثر کړی دی:

« د پاکستان پوځ بايد په کلکله د دې مخنيوی وکړي ، چي د کراچي و پيښي ته ورته پيښه رامنځ ته نه سي. ولي که يو ځل بيا داسي پيښه رامنځ ته سي اعتبار ته به يې لوی زيان ورسيږي.»

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک ، تيره ورځ خبريالانو ته وويل چي د کراچي پېښه د وسله والو لخوا د پاکستان په وړاندي د جنگ اعلان دی. هغه پداسي حال کي دا خبره کوي چي د کلنو راهيسي د پاکستان پوځ د هيواد په قبايلي سيمو کي د پاکستاني وسله والو طالبانو په وړاندي په جگړه بوخت دی.

د پاکستان د نېشنل عوامي گوند د جنرل سيکرټري هاشم بابر په خبره ، هغه کسان چي د پاکستان د پوځ په وړاندي يې جگړه پېل کړې د ښو وسلو او پوځي روزنو تر څنگ استخباراتي معلومات هم لري.

هغه د لمان ږغ راډيو سره په خبرو کي وويل: « د پاکستان د ستونزو اصلي لامل مذهبي توندلاري دي چي د نورو قشرونو تر څنگ يې اوس د پاکستان امنيتي ادارو ته هم لاره موندلې. تر کومه وخته چي دغه مذهبي توندلاري او د پاکستان د حکومت دوه مخې تگلاره له منځه نه وي تللې دغه ستونزي به پر ځای پاته وي.»

احمدولي اڅکزی/ آژانسونه
کتونکی: مسعود جهش