1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د کابل د ککړي هوا ستونزه د حل لار لري؟

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ دی ۵, پنجشنبه

د کابل ښار هوا اوس د کال تر بل هر موسم ککړه ده. په ځانګړې توګه د سهار او ماښام پر مهال د دغه ښار ټوله فضا لوګيو او دوړو نيولې وي. د دغه ښار ډېر اوسېدونکي اوس شکايت کوي چي تنفس کول ستونزمن سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Agx8
انځور: DW/H. Sirat

په وسايطو کي د بې کيفيته ډېزلو کارول، په کورنو کي د لرګيو او ډبرو سکرو سوځول او د کابل له خامه سړکانو څخه پورته کېدونکو دوړو د دغه ښار ټوله فضا ککړه کړې ده.

له دې سره سره چي د دغه ښار هوا ورځ تر بلي ککړيږي بيا هم په دغه هيواد کي هيڅ داسي اداره نسته چي د دغي ستونزي مخنيوي ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې مرسيتال کاظم همايون له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي حکومت د هوا د ککړتيا د لږولو په برخه کي خلکو ته په ارزانه بيه د ګازو او نفتو د توزيع توان نه لري: «په نورو هيوادونو کي دولتونه د ګازو او برق بيه راکښته کړي، څو د هوا د لا زيات ککړوالي مخه ونيسي، خو افغان حکومت د بوديجې د نه لرو په سبب د دې توان نه لري چي په دې برخه کي ستونزي کمي کړي.»

د چاپيريال ساتني اداره يوازي دومره توانېدلې ده چي په دولتي ادارو کي په بخاريو کي د لرګیو او ډبرو سکرو د سوځولو مخه ونيسي او پرځای يې له ګازه څخه کار واخيستل سي.

د کابل ښار اوسېدونکي د خونو د ګرمولو له پاره پاکه انرژي په اختيار کي نه لري. ډيري کورنۍ د خونو د تودولو له پاره په بخاريو کي لرګي يا د ډبرو سکاره سوځوي چي د دغو موادو لوګيو د کابل ښار هوا ډېره ککړه کړې ده.

له بلي خوا افغان حکومت يوازي په دې توانېدلی دی چي يوازي په نانوايي ګانو کي د لرګيو د سوځولو مخه ونيسي، اوس د کابل په نانوايي ګانو کي د لرګو پر ځای په ګاز باندي ډوډۍ پخيږي.

د چاپيريال ساتني ادارې مرستيال وايي چي دوی کولای نه سي چي د کابل ښار فقير اوسېدونکي د لرګيو او ډبرو سکرو له سوځولو څخه منع کړي: «له بده مرغه چي سږکال تر ډېره د ډبرو له سکرو څخه کار اخيستل کيږي. د ډبرو سکاره تر ټولو ډېره هوا ککړه کوي. دا چي فقر خپل حد ته رسېدلی دی، موږ نه سو کولای چي خلک د ډبرو سکرو له سوځولو څخه را وګرځوو.»

د دغي ادارې په خبره د کابل ښار نفوس د هري ورځي په تيرېدو سره ډېریږي او اوس په دغه ښار کي نزدې ۶ ميليونه انسانان ژوند کوي چي دا د هوا د ډيري ککړتيا سبب ګرځي.

د تنفسي ناروغيو ډېروالی

د کابل ښار ډاکټران وايي چي د کال په دغه موسم کي تنفسي ناروغۍ ډيري سوي دي. ډاکټران وايي چي ککړه هوا د انسان پر سږي، غوږ او ستوني باندي منفي اغېز لري او د ډيرو خلکو د بېلابېلو ناروغيو سبب ګرځېدلې ده.

ډاکټر وحدت الله چي د کابل په يوه شخصي روغتون کي د تنفسي ناروغانو درملنه کوي وايي: «کورنۍ بايد کوچنيانو او زړو ته اجازه ور نه کړي چي سهار او ماښام له کوره ووځي.»

د کابل ښار عام وګړي هم د هوا له ککړوالي څخه شکايت کوي. د دغه ښار يو اوسېدونکی سلیم وايي له هغه وخته راهيسي چي هوا نوره هم ککړه سوې ده ډول ډول حساسيتونه او ناروغۍ ور پيدا سوي دي: «آواز مي ولاړ دی، ستونی مي درد کوي او رېزش يم، که څوک خپل ځان نه وساتي هروخت به ناروغه يي.»

د چاپيريال ساتني داره وايي تر هغه وخته پوري چي د ککړي هوا د مخنيوي له پاره پراخه ستراتيژي جوړه سوې نه وي دغه ستونزه د حل لاره نه لري.

زاړه موټر
زاړه موټرانځور: DW/H. Sirat