1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د کمرون د سوريې ستراتيژي ناکامه ده؟

آژانسونه / سيد رياض۱۳۹۴ آبان ۱۲, سه‌شنبه

د بریتانیې د پارلمان د بهرنیو چارو جرگه گۍ د سوریې له پاره د کمرون ستراتیژي نه ده منلې. په سوریه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د هوایي بریدونو له پاره کمرون ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.

https://p.dw.com/p/1Gyk4
انځور: Getty Images/J. Tallis
د بریتانیې د پارلمان یوه بانفوذه گروپ اوسمهال په سوریه کې د بریتانیي هوایي بریدونه ناکافي او بالاخره غیر موثر بللي دي. د بریتانیې د پارلمان د بهرنیو چارو جرگه گۍ ویلي دي چې تر هغه وخته چې د سوریې د کورنۍ جگړې د ختمیدو په هکله کومه طرحه او د افراطي ډلې اسلامي دولت پر ضد د مبارزې له پاره روښانه ستراتیژي نه وي، دغه ډول ماموریت کومه گټه نه لري.

دغه څه د بریتانیې د لومړي وزیر ډیویډ کمېرون د پلانونو له پاره یو ډول جدي گوزار گڼل کیږي، چې غواړي د بریتانیې پوځي اقدامات له عراق څخه سوریې ته هم وغځوي.

د دغې مهمې جرگه گۍ مشر کریسپین بلنټ، چې د کمرون د محافظه پاله گوند سره تړاو لري په انتقادي شکل ویلي دي چې همدا اوس په «سوریې او عراق کې د نړیوالو لوبغاړو له لوري په اندیښمنه کوونکي کچه ډیر شمیر غیر همغږې شوي پوځي بوختیاوې شته.» بلنټ په دې نظر دی چې د هوایي بریدونو د پراخیدو پر ځای بریتانویان باید د یوې ديپلوماتیکي حل لارې له پاره پیاوړې هلې ځلې وکړي. لا تر مخه په ۲۰۱۳م کال کې ولسې جرگې د کمرون دغسې یو وړاندیز نه وو منلی.

دا ځل د بریتانیې د حکومت مشر اعلان وکړ چې د هوایي بریدونو د پراخولو له پاره که چیرې یو پراخ ملاتړ موجود وي، نو رایې اچونې ته به یې وړاندې کړي. هغه د خپل پلان له پاره دا استدلال وړاندې کړ چې دا به غیر منطقي وي چې د اسلامي دولت، ډلې پر ضد دې په سوریه کې هوایي بریدونه تر سره شې او د هغې په گاونډي هیواد سوریه کې نه. د هغه په خبره د دواړو هيوادونو دغه يوه مشترکه شخړه ده.

د دوشنبې د ورځې (د ۲۰۱۵م کال د نوامبر دوهمه نېټه) د بریتانوۍ ورځپاڼو د رپوټونو له مخې د سپتمبر میاشتې له پای راهیسې چې روسیې په سوریه کې هوایي بمبارۍ پیل کړې، کمرون له خپل تکتیک څخه پر شا شوی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ په عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد پوځي ائتلاف کې د بریتانیې شاهي هوایي ځواک له تورناډو جېټ او بې پیلوټه الوتکو سره ونډه لري. د بریتانیې پارلمان دغه ماموریت د تیر کال په سپتمبر میاشت کې تائید کړی وو.
Syrien Tempel Baal Shamin in Palmyra Sprengung
انځور: picture alliance/AP Photo
روسیې په پالمیرا کې هدفونه په نخښه کړي دي

د روسیې د خپلو معلوماتو له مخې هوایې الوتکو یې د پالمیرا په لرغوني تاریخي ښار کې د تندلارې جهادي ډلې اسلامي دولت، مورچلې په نخښه کړې دي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چي یوه «دفاعي لیکه» او گرځنده دافع هوا سیستم په دغو بمباریو کې له منځه وړل شوي دي. مسکو د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې تاریخي ځایونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د افراطي ډلې اسلامي دولت، تندلارو د پالمیرا ښار چې پاتې شونې یې د نړیوالو تاریخي آثارو په ډله کې شمیرل کیږي د روان میلادي کال د می میاشتې پر ۲۱مه نېټه ونیو او له هغې راهیسې یې ډیر شمیر تاریخي آثار له خاورو سره خاورې کړل. پر دې سربیره نوموړې ډلې د دغه ښار ډیر شمیر اوسیدونکي هم اعدام کړل.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ټوله کې په تیرو دوو اوونیو کې د روسیې هوایي ځواک د سوریې په پنځو سیمو کې ۲۳۷ «تروریستي» اهداف په نخښه کړي دي. زیاته شوې ده چې د حلب ښار په څنډو کې د بهرنیو جنگیالیو یو مرکز په نخښه کړی شوی او پلازمینې دمشق ته څیرمه د لاسي بمونو یو مرکز ویجاړ شوی دی. په دغه اهدافو کې د القاعدې له ترهگرې شبکې سره د تړاو درلودونکي النصره جبهې مورچلې هم شاملي دي چې د اسلامي دولت ډلې او د سوریې د واکمن بشارالاسد د ځواکو پر ضد جنگیږي.